ژباړه: حامد بهیر
کوچني ماشومان د تخیل قوي ځواک لري، په دې اساس ممکن له خیالي شیانو نه چې په ذهن کې یې لري او منځ ته یې راوړي وي، ویره ولري.
له څلور کلنۍ نه تر شپږ کلنۍ پورې ماشومان د پیاوړی تصور ځواک لري، له دې امله شاید ونه شي کولی واقیعت او خیال وپېژني. په ماشومانو کې د وېرې بېلابېل ډولونو لیدل کېږي.
د مثال په توګه ماشوم امکان لري چې له ډارونکو بلاګانو نه وډارشي. یا کوم څوک ترخپل تخت لاندې او یا هم په تشناب کې تصور کړي او له هغو نه ووېرېږي.
په ځینو موردنو کې ممکن ماشومان له تیارې نه هم وډارشي او ونه شي کولی خپل خوب په ښه ډول وکړي.
حتې امکان لري چې دغه وېره ستاسو د ماشوم د خوب درون ته هم لاړشي.

























































