دا سړک د کابل ښارالۍ له لوري له اریانا څلورلارې تر صحت عامې څلورې پورې غځېدلی او تازه یې د رغولو چارې بشپړې شوې دي.
د ویلو ده چې دا سړک د کابل ښاروالۍ لخوا د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
تر دې وړاندې هم د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې د ورته سړکونو د بیارغولو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي وو.
بلخوا یو شمېر کابل ښاریان د دې سړک پر جوړېدو خوښ دي، خو د ښار د ښکلا په موخه د ورته پروژو د پلې کېدو غوښتنه کوي.