تل به یې ویل: «د ونې په څېر اوسه. تخم وي، له تورو خاورو او سختیو ځان راپورته کړي. تنده وویني. توپانونه یې کږه کړي. ښاخونه یې ولوییږي. خو غلې لویه شي؛ ځيني یې سیوري ته کیني؛ ځيني یې مېوه وخوري؛ خو هېڅ وخت چیغې نه وهي چې ها ماته وګورئ! ما تاسو ته دغه او هغه وکړل. پر خلکو احسان مه باروئ، خپلو کورنۍ، وطن او خلکو ته مو کار مسولیت دی؛ نه احسان.»
د افغان ادبي بهیر تېره غونډه کې د تکړه داستان لیکوال ارواښاد نصیر احمد احمدي درېیم تلین ته ځانګړې شوې وه. دا غونډه د ارواښاد احمدي خاطرو، یادونو او کیسو روښانه کړې وه. او د هغې خبره پخلی یې کاوه چې وايي لیکوال هېکله نه مري. د بهیر یاده غونډه د روان کال د سرطان د میاشتې پر ۲۹ نېټه ترسره شوه. غونډه فضل احمد محمدي د قران عظیم الشان په مبارکو ایتونو سره پیل کړه. ورپسې ذبیح الله بیان چې د دريځ چارې یې پر مخ وړلې د ارواښاد ورور بشیر احمد احمدي مېلمه او کوربه حنیف حېران ګډونوالو ته معرفي او ځانګړو څوکیو ته راوبلل.
د پیل ویناوال ابراهیم ایمان وو، نوموړي مېلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلی وویل، مننه یې ترې وکړه چې د احمدي په یاد سره را ټول شوي دي. او په هیله من انداز یې کړل کاش چې موږ بیا د یو چا په تلین کې سره راټول نه شو بلکې ژوندي په ژوند وستایو. او غونډې پرې جوړه کړو.
له ايمانه وروسته تاج راغی، تاج وحدتیار د احمدي د ژوند او تخلیق په اړه لنډ وغږېده. نوموړي ویل چې احمدي ملي لیکوال دی او تر څنګ یې په اثارو کې د نړیوالتوب په لور هم تمایل لیدل کیږي. چې په داستاني برخه له دې مخکې داسې څه نه لیدل کیږي. احمدي په داستانونو کې کرکټرونه پښتانه دي او د افغاني ټولنې نادودې را پېژني خو په څنګ کې نړیوالتوب هم ورسره روان دی، او د کیسو پیغام یې د زموږ پر ټولنه سربېره په نړیوالو ستونزو هم راڅرخي او هغوی ته هم انګازه ورکوي، لکه مینه، غربت او ځيني نور چې دا ټول نړیوال توکونه دي…
د وحدتیار له وینا وروسته د غونډې تخنیکي همکارانو د بهیر د تالار سکرین روښانه کړ، او د احمدي ژوندلیک چې نقیب احمد عزیزي لیکلی او حمکت ارین غږیز کړی وړاندې شو. له کلیپ وروسته بیان نقیب عزیزي دریځ ته راوباله، عزیزي د نصیر احمد احمدي داستانونو کې پیغام را وسپړه، او تر څنګ یې په کرکټریزایشن و غږېده.
عزیزي ویل ښه به دا وي چې احمدي صاحب په جزئیاتو کې وپېژنو او کلي تصویر ته يې متوجه شو. موږ چې ډېری وخت غږيږو د احمدي صېب داستانونه د سوژو له کړکۍ ګورو. د داستان د اناتومي له اړخه مو فکر نه وي ورته بلکې تر دې اغیز لاندې راځو چې ووایو چې احمدي صاحب اجتماعي مشکلات نقد کړي دي، د ښځو د حقوقو دفاع یې کړې ده. یعنې چې په ټوله کې یې د افغاني ټولنې له ستونزو پرده پورته کړې ده… موږ باید پردې وغږېږو چې د احمدي داستان کومې ځانګړنې درلودلې، کوم اناتومي قدرت یې درلود. او باید دا په ډاګه کړو چې د احمدي قوت یوازې د سوژو په انتخاب کې نه وو. بلکې ډېری نور څه هم وو، چې دده خلک یې د داستان ملګري کړل.
نقیب احمد زیاته کړه موږ د نړیوالو ادبیاتو او معیارونو په حصه کې ځيني وختونه په اجتماعي حقارت اخته یو. خصوصآ له پښتنو سره داسې یو احساس مل وي چې وخت ناوخت خپل ډېر لوی لیکوال، هنر او شاعري د بدو اجتماعي او سیاسي ستونزو له امله تر نورو ټيټه ګڼو. خبره داده چې نړیوالتوب اوس فعلن تر ډېره انحصار دي. څو هېوادونه او خلک چې قدرت او نفوذ لري، چې وغواړي هغه کوي، چې زړه یې وغواړي هغوی د شهرت تر پوړیو رسوي او چې څوک یې نه وي خوښ په کیسه کې یې نه وي. په دې اړه مخکې هم بحثونه شوي دي لکه شهرت ننګیال چې د علامه اقبال په اړه وایي چې د علامه اقبال په ټاګور رخه راغله، او دوی په خبره چې ولې ټاګور ته د نوبل جایزه مېلاو شوه او ماته نه ده مېلاو شوې. او د غرب د عقدې لامل همدا وو چې علامه ځان خپله د نوبل د جایزې حقدار باله. خو هغه جایزه ټاګور ته ورکړل شوه.
بل ځای بیا تولسوی د نوبل جایزه ورنه کړل شوه، خو ملالې ته ورکړل شوه، کټګورۍ به توپیر لري خو پایله داده چې د نوبل جایزه معیار نه ده او موږ باید د خپل اجتماعي حقارت له مخې تر ډېره په دې فکر کې نه شو. چې ولې زموږ لیکوالو نوبل نه اخیستی. زموږ ستونزه داده چې زموږ او ستاسې مېوې لا د نورو خلکو په لېبل خرڅیږي. انار زموږ وي، بسته بندي کوي يې بل څوک… موږ رښتیا هم په خپله بسته بندۍ کې ستونزو لرو، او دا بسته بندي مو په ادبیاتو کې هم ناسمه ده، موږ تر اوسه د خپل فلکلور د اسطورو قوت نه موږ پخپله وپېژانده او نه مو نورو خلکو ته دا ور احساس کړه.
موږ خپل سروکي د چاپانۍ هایکو مرام ته ونه رسولي. داسې نه ده چې د موږ سروکي د چاپان تر هایکو کمزوري دي، موږ د پروسس او بسته بندۍ مشکل لرو. موږ خپل مکتبونه نه شو معرفي کولی او خپل داسې شی لکه لنډۍ موږ ته کمزوری ښکاري.د یونان ډېرې اسطورې موږ ته ځکه قوي ښکاري چې زموږ نه دي.
د احمدي صاحب ځيني اثار داسې دي چې یوازې تر پښتنو محدود دي، خو تر څنګ یې ځيني ناولونه د نړیوالتوب څرکونه هم لري. لکه د اخ وطنه ناول کې چې وروستی پیغام دی. لکه چې وایي انسانیت ډېر تکلیف نه غواړي، مازې خواري غواړي…
دغسې د پیغام په لحاظ که موږ دده خبرې را وباسو، او د ځينو متفق علیه ارزښتونو لکه د مینې، عشق، مرګ، درد، انسانیت، اخلاقیت ته ګورو، په دې برخه کې دده ځيني داسې پیغامونه شته چې هېڅوک نه شي کولی دا په پښتنو پورې محدود کړي.د احمدي په داستانونو کې موږ ډېری داسې لاسوندونه او مستندونه لرو چې هغه بلکل په نړیوالتوب کې راځي.
موږ باید ځيني وختونه له ځانه دا پوښتنه وکړو چې زموږ د کمزوره سیاستونه له امله خو به زموږ قوي ادبیات نه وي قرباني شوي…
په داستاني ادب کې له لیکوالو د قوي لوستونکو توقع داده، چې دی په پېښو کې ښکېل کړي، نور د کتاب لوستونکی نه وي بلکې د داستان یو بېل کرکټر وي. د احمدي د ناولونه یو ډېر ښه ټکی همدا دی چې د کرکټر او لوستونکي تر منځ ډېر ښه تړون ایجادوي. موږ ټول اوس جوجو پېژنو، د تواب کاکا پېژنو. احمدي د کرکټرایزیشن پر مهال قضاوت نه کاوه، بلکې په مخاطب یې هر څه لیدل، قضاوت یې لوستونکي ته پرېښودو. احمدي دا چل کاوه چې د کرکټر اعمال یې بې له قضاوت وړاندې کول. کرکټر یې په دوه داسې پېښو کې راښکېلاوه چې په خپل منځ کې متناقصې وې. چې د کرکټر د رواني او دروني اړخ د ترسیم لپاره دا تر ټولو غوره لاره ده لکه د تواب کاکا چې سهار له جوماته راځي، او د کور ځوانانو ته په دې په قهر وي، چې ولې جومات ته نه ځي. او خپله بیا د کونډې له مجبوریته ګټه اخلي.
احمدي د کرکټر رواني اړخ ته ډېره پاملرنه کوله، لکه په اخ وطنه کې چې حیواني کرکټرونه دي پېشو یو بل حیوان ته وایي چې د رحمدل برېتونه په اسانه نه ځړیږي. چې دلته د کرکټر رواني اړخ ښودل شوی دی. د انسان برېتونه هغه وخت ځړیږي، چې خوله یې له ډېرې پرېشانۍ او غمه وځړیږي. چې په دې لنډه جمله کې موږ د کرکټر رواني اړخ هم وینو او فزیکي ننداره هم په کې شامله ده.
ددې تر څنګ احمدي دا کوښښ کړی دی چې د دوه کرکټرونو د مکالمې پر مهال انځورونه وړاندې کوي. لکه په پورته بېلګه چې لیدل کیږي، سخت زړی انسان دومره په اسانه نه خپه کیږي، یعنې د زیاتې حوصلې خاوند وي. زموږ د ډېری لیکوال دا هڅه کوي چې د کرکټر رواني اړخ د هغه په انځورګرۍ کې وړاندې کړي. چې تر ډېره په کې کامیاب نه وي. په یوه خبره درته وکم، کې شېرمحمد کلیوال سړی دی. مګر هېڅکله یې هم صفت نه پیدا کوې. احمدي د لوستونکي په لاشعور کې نفوذ کوي. خپله لوستونکی کرکټر خوښوي.
پر دې سربېره زموږ په ادب کې مشعوقه یو خارق العاده موجوده او د انسان تر حد لوړ په مبالغوي انداز یې صفتونه شوي دي. معشوقي داسې دي چې له ډېره ضده، کبره او لویوالي هېڅ تصور کیږي نه. خو احمدي صاحب دلته ریالیزم ته تللی دی، دی یو ریالست لیکوال دی او معشوقه یې هم ددې خاورې نجلۍ ده. لکه په زرو کې چې زرو خپل کوچني ورور ته یو ښه توس ورکوي، چې دلته سړی د کرکټر په رواني اړخ پوهیږي چې ولې ښه توس ورکوي. چې دا د معشوقې یو ښه ریالستیک تصویر دي. په دې برخه د نوموړي د لیکوالۍ بل جالبیت دادی چې ټوله ښکلا نه انځوروي. د ښکلا څو پاینټونه ایږدي، ډېر صراحت نه ورکوي. چې ښکلا له منځه لاړه شي. احمدي په خپل داستانونو کې کرکټر ټول مکمل نه تشریح کوي. زرو ته دومره صراحت نه ورکوي چې خوند او ښکلا یې مبهم شي.
عزیزي د احمدي د کرکټرایزیشن په اړخ ډېر خوندور لېکچر ورکړ او پر دې سربېره یې د احمدي د لیکوالۍ څو منفي اړخونو ته هم څرک ورکړو.
زه څه خبر وم چې له ما سره یې
ما خو دنیا په بله واړوله
د نقیب احمد له خبرو وروسته د اروښاد احمدي ورور بشیر احمد احمدي تر دريځه راغلو، نوموړي څه نه درلودل، ویل یې له تاسو ټولو نړۍ مننه، چې احمدي مو یاد کړ، او له بهیروالو نه یې مننه وکړه، چې پښتو او راتلونکي نسل پالي.
له ده وروسته استاد ښکلی تر دريځه راغلو، احمدي زموږ د زمانې سړی وو، او د خپلې زمانې ستونزې یې انځور کړې دي، چې دا د لویو لیکوالو ځانګړنه ده چې د وخت غوښتنه درک کړي او وړاندې یې کړي. زموږ ستونزې یې انځور کړې دي هغه ستونزې چې موږ زیاتره وخت د هغې په اړه مستقیمې خبرې نه شو کولی. یعنې احمدي زموږ د زړونو اواز اوچت کړی دی، چې په همدې خاطر یې موږ یادوو او ستایو.
استاد ښکلي په ټوله کې په دې خبرې وکړې چې څنګه احمدي ولولو. او د هغه کمزورۍ چې د احمدي په نثر کې وې سمې کړو او په راتلونکي تر دې هم د ښو اثارو شاهدان و اوسو. استاد وویل ما یوه په دې لیکنه کړې وه چې د احمدي په ناولونو کې کوم چې کرکترایزیشنل ناولونه دي، ښځې په کې ډېرې کمې او خوارې انځور شوې دي. یوه ښځه هم داسې نه شوه پیدا چې خپل برخلیک بدل کړي. برخلیک یې په نارینه پورې تړلی دی. خو د غڼې ځاله بیا له ټولو نه بېل او لوړ دی چې ښځه راځي او خپله د خپل برخلیک ټاکونکې جوړیږي. چې په دې وروستیو کې دده په ناولونو کې یو نوښت وو.
پر دې سربېره که د احمدي د ناولونو نومونو ته فکر وکړو، زیاتره یې کرکټریزایشنل ناولونه دي. لکه جوجو، زرو، رڼا… او یا په عموم کې ده غوښتل چې لوستونکي د ناول پیغام ته متوجه کړي. لکه یوه خبره درته وکړم، چې دی.
استاد په خپلو خبرو کې وویل چې احمدي نړیوال اثار ډېر ښه لوستي وو، او مینه یې ورسره وه چې د معجزې تېږه د یادونې اثر دی چې په خوندوره ژبه یې راژباړلی دی. یعنې که موږ غواړو د احمدي د ناولونو په عمق پوه شو، باید له نړیوالو مکتبونو او اثارو سره اشنایي ولرو او بیا یې د تخلیق له زاویې شننه وکړو، لکه د ریالستیکې لیکوالې باید پوره معلومات ولرو، بیا کولی شو چې پوه شو، احمدي څنګه او ولې ریالیست لیکوال وو. استاد پر ریالیزم، د هغه پر ډولونو او او تاریخ لنډ بحث وکړ او بیا د هغه له مخې د احمدي ناولونو شننه وکړه. او وویل چې د احمدي په ناولونه زیاتره وخت ژوند ته د یوې ستونزې په توګه کتل شوي دي چې دا د ریالیزم د سبک یوه لویه ځانګړنه ده. په انتقادي ریالیزم کې د فرد په مقابل کې ټولنه مهمه وه، چې د احمدي صاحب په ناولونو کې هم همداسې شوي دي فرد اوکرکټر یوازې نقش لوبولی دی نور فوکس ټول پر ټولنه دی.
د استاد ښکلي له خبرو وروسته د ارواښاد نصیر احمد وراره رفیع الله احمدي دريځ ته راوبلل شو، رفیع الله د احمدي څو خاطرې رسم کړې، نوموړي وویل احمدي به تل یوه خبره تل کوه چې: «د ونې په څېر اوسه. تخم وي، له تورو خاورو او سختیو ځان راپورته کړي. تنده وویني. توپانونه یې کږه کړي. ښاخونه یې ولوییږي. خو غلې لویه شي؛ ځيني یې سیوري ته کیني؛ ځيني یې مېوه وخوري؛ خو هېڅ وخت چیغې نه وهي چې ها ماته وګورئ! ما تاسو ته دغه او هغه وکړل. پر خلکو احسان مه باروئ، خپلو کورنۍ، وطن او خلکو ته مو کار مسولیت دی؛ نه احسان.»
رفیع له څو خاطرو او خبرو د احمدي په ناولونو کې پر خرافاتي باورونو وغږېده: په رڼا کې چې هلک او نجلۍ میږي پیایي، بړبوکۍ راځي، او انجلۍ پکې پاتیږي. چې بیرته راګرزي هلک ورته وایي چې ته خو یې حلاله نه کړې!؟ په ډېرو کلیوالو سیمو کې دا باور دی چې په بړبوکۍ کې پیریان اسمان ته پورته کیږي. دلته نجلۍ په بړبوکۍ کې پټه شوې ده، خو هېڅ هم نه دي ورشوي. چې دلته یو خرافاني باور په یو مناسب پیغام کې له منځه تللی دی. تر څنګ یې دوه ماشومان په خړه او سپېره دښته کې په ګرمۍ کې رمه څروي چې ښایي دا هم د دوی د سخت ژوند یو سمبول وي. بل ځای بیا هلک پرته له دې چې له نجلۍ سره کوم عقده ولري نجلۍ رټي؛ دهلک د کومې شخصي کینې او دښمنۍ له مخې نجلۍ نه رټي بلکې له دې امله یې رټي چې د خپلو هغه مشرانو او خپلوانو تقلید په مخه کړی دی چې خپلې ښځې یې ان خبرو ته هم نه پرېښودې.
د رفیع الله له وینا وروسته د حاذق ماذیګر لنډه کیسه پر سکرین غږېده، ګډونوالو ورته غوږ غوږ وو. اجمل په پټو کې رسول خان کاکا ته د نصیر احمد احمدي ناول ور اوري، خو زوی یې هلته وړاندې رمه څروي. رسول خان کاکا په مینه غوږ وي. او په پای کې ناول ددې سبب کیږي چې رسول خان کاکا له خپل زوی څخه د پسونو رمه اخلي او مکتب ته لیږي.
اوس کیسه چې خلاصه شوه ډاکټر حنیف حېران دريځ ته راغلو، د احمدي سره په خپلو خاطرو، ژوند او ملګرتیا غږېږي. په خپلو خوندورو خاطرو یې د بهیر بنډار ګرم کړ. حېران وایي: احمدي د جوجو له لیکلو مخکې، یوه ورځ راسره مخ شو، راته کړل یې چې د داسې یو ناول د پنځ نیت مې کړی دی چې یو اسماني مخلوق راشي، او ددې ټولنې ستونزې، ربړې او مشکلات سره راټول، رسم او ټولنه یې حس کړي. ما په ټوکه ورته وویل چې تا خو دا هر څه راته وویل اوس به دا ناول زه ولیکم. ده خندل او ویل یې ناځواني نو مه کوه. ناول چې چاپ شو، میاشت نیمه باد د هندي سینما (پي کې) فلم بازار ته راووت. په هغه کې هم یو اسماني مخلوق راځي، جوجو ته ورته کار په کې شوی وو. احمدي صاحب راته وویل ښه شو چې جوجو څه موده مخکې چاپ شو، کنه خلکو به ویل چې د ناول انځور او موضوع یې له دې فلم څخه را اخیستې دي.
له ډاکټر حېران وروسته نصرت الهام تر دريځه راځي، د ارواښاد احمدي په نوم شعر وایي. ورپسې حکمت الله نظري د غونډې د ورستي ګډونوال په توګه راځي. د دعا په پار لاسونه لپه کوي، او د احمدي روح ته د سکون او بښنې دعا کوي. غونډه همدلته پای مومي. ګډونوال له تالاره را وځي. او د بهیر په انګړ او خواږه موحول کې په ګرمو چایو او خوږو اوړي…
په انګړ کې دېواله ته څوکۍ کتار وې، څو نفر د مېلمنو په خدمت لګیا وو، تازه تازه چای او د خوږو قابونه یې راوړل. ځای ځای هر چا له خپلو یارانو سره بڼدار ګرم کړی وو، په خندا خندا یې زړونه تشول، خاطرات یې اوبدل. له شنو چایو سره یې له حال نه یې خوند اخیسته. څوک بیا د خپل تخیل مېلمانه وو، او د خپل خپ مبهم سبا په ګاج کې یې سترګې ګنډلې وې، چا بیا د راتلونکي غمه خوړله او په درو سترګو واله یې د شېبو ښکار کاوه…
پای