د بامیانو ځايي مسوولین وایي، د یاد ولایت په «شیبر» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د بامیانو د والي ویاند «صبور سیغاني» ویلي چې دا پېښه نن (جمعه د اسد ۱۲مه) د شیبر ولسوالۍ په «پایمور» سیمه کې شوې، او پنځه کسان پکې مړه شوي دي.
د ښاغلي سیغاني په وینا چې پېښه د کرولا چلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله پر باروړونکي موټر د ټکر کېدو په پایله کې شوې ده.
ویل کېږي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي.
په ورستیو دریو کلونو کې د هېواد په تقریباً ټولو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
د ویلو ده چې په هېواد کې د ورته پېښو له امله د نارینهوو په ګډون وخت ناوخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګژوبله اوړي.
بلخوا حکومتي مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پر مهال احتیاط وکړي او د سورلۍ ژوند له خطر سره مخ نه کړي.