د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري او ورو توپ اچونکي «راشد خان» په شل اوریزو سیالیو کې ۶۰۰ ویکټې پوره کړې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ نن سهشنبه د زمري ۹مه پر خبلې فیسبوکپاڼې لیکلي، چې د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه لوبو لوبډلمشر راشد خان په شل اوریزو سیالیو کې ۶۰۰ ویکټې پوره شوي دي.
راشد خان د دې ریکارډ په جوړلو سره په نړیواله کچه تر براوو وروسته دویم لوبغاړی شو چې په دومره شمېر ویکټې یې اخیستې دي.
خان ټولې ۴۴۱ شل اووريزه لوبې کړي او تر ټولو ښه توپ اچونه کې یې په یوه لوبه کې د شپږ لوبغاړي سوځولي و چې یوازې ۱۷ منډې یې ورکړې وې.
خان ۱۴ ځله څلور لوبغاړي هم سوځولي دي.
کرکټ بورډ د راشد خان دې ریکارډ له امله ټولو افغانانو ته مبارک ويلې ده.
د یادولو ده چې براوو په ۵۷۸ لوبو کې یې د ۶۳۰ ویکټو سره په لومړي مقام کې ځای لري.