د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د یاد ولایت په «پښتون کوټ» ولسوالۍ کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوې ده.
ویل کېږي چې هلته له ۲۰ کلونو وروسته د ښوونځي لپاره یوه ودانۍ ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
د فاریاب د پوهنې رییس، محمد طاهر جواد ویلي چې په دې ودانۍ کې به اوسمهال ۵۰۰ زدهکوونکي درس لولي.
د مسوولینو په وینا چې په دغه ولایت کې د ښوونځیو لپاره د یو شمېر نورو ودانیو د جوړېدو کارونه پیل شوي او نږدې راتلونکي کې به ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
بلخوا د پښتون کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي د دې ودانۍ پر جوړېدو خوښ دي او له حکومته غواړي چې د زدهکړو پر وخت د ماشومانو ستونزو ته هراړخیزه رسېدنه وکړي.
د ویلو ده چې لا هم د هېواد په لیرو پرتو سیمو کې زدهکوونکي د ودانیو د نشتون له امله تر ونو لاندې یا په خېمو کې زدهکړې کوي.























































