خټکی ارزانه، خوږه او ګټوره مېوه ده. خټکي ته په پخوانیو کتابونو کې کوکومېس مېلو (cucumis melo) نوم هم کارول کېږي.
خټکي یا خربوزه بازارونو کې په بېلابېلو رنګونو او ډولونو لکه واړه، غټ، اوږده، پیکه ژيړ، ګرد، ژیړ او شین سره پیدا کېږي.
د هېواد په کندز، هرات، جوزجان او فراه ولایتونو کې زیات حاصلات لري، او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم استول کیږي.
د خټکيو یو شمېر ګټې په لاندې ډول دی:
۱ـ په خټکي کې د اکسایډ ضد بیټا کیروټین دي، چې د سترګو دید لپاره غوره دي.
۲ـ خټکی د بدن پوستکي لپاره جادويي ګټې لري، ځکه په خربوزې کې کې د پوستکي لپاره کولګین دي. دا مېوه د پوستکي نسجونه غونجېدلو ته نه پریږدي، د پوستکي چاودونه کموي او د ویټامین سي په درلودولو د مخ پوستکي په ښکلا کې رول لري.
۳ـ خټکي د جسماني او دماغي کمزورۍ لپاره ښه دي.
۴ـ د ګرمۍ موسم کې خټکی غوره خواړه دي، د خټکیو ۹۰ سلنه برخه اوبه دي، چې د ګرمۍ موسم کې د بدن اوبه پوره کولو لپاره ښه غذا ده.
۵ـ خټکي کې مناسبه اندازه فایبر دي چې د قبض په ختمولو کې مرسته کوي.
۶ـ خټکی د پښتورګو او هغه میندو لپاره ډير ګټور دی چې ماشوم ته شیدې ورکوي.
د خټکي په مصرف کې اړین احتیاطونه څه دي؟
۱- د خټکي زیات خوړل د خولې د پړسوب لامل کېږي.
۲- خټکي باید له خوړو وروسته وخوړل شی.
۳- د خټکي خوړل په هغو کسانو کې اسهال پیدا کوي چې معده یې کمزورې وي، نو کوښښ دې وشي چې دا ډول کسان دې کمه وخوري، همداراز د شکر ناروغان دې له دې خوږې مېوه ګټه نه اخلي، ځکه ختکيو کې ګلوکوز دی او وینه کې د قند کچه زیاتوي.























































