د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي چې په کابل کې له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې د ۲ زره ۳۹۶ مترو په اوږدوالي سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراخولو چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ په اېکس لیکل شوي چې دا سړک ۳۳ متره سور لري او د هوا د ښهوالي په صورت کې به یې یوه برخه قیر هم شي.
د یادې ادارې مسوولینو ویلي چې په دې پروژه کې د ۲۴ مترو په اوږدوالي او ۱٫۲ مترو په سور سره د یو پلچک، پلیو لارو، لښتیو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او پر سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې دا هم لیکل شوي چې ګلباغ سړک د کابل لوېدیځه برخه له سویل سره نښلوي او د کابل ښار یو اقتصادي دهلیز بلل کېږي.
د سرچینې په وینا چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به ګڼې ترانسپورتي او ټولنیزې اسانتیاوې رامنځته شي.

























































