د هرات ځايي مسوولین وايي چې دا مهال په یاد ولایت کې تولیدېدونکې غالۍ او فرشونه د هېواد ۴۵ سلنه اړتیا پوره کوي.
د دغه ولایت مقام په اېکسپاڼه لیکل شوي چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د قالینو او فرشو د تولید ۲۰ فابریکې فعالیت لري چې له پرمختللو ماشینالاتو څخه په استفادې هره ورځ زرګونه متره ماشيني قالین او فرش تولیدوي.
د سرچینې په وینا چې دا مهال د افغانستان د کورنیو بازارونو شاوخوا ۴۵ سلنه د قالینو او فرشو اړتیا د هرات د فعالو فابریکو له لوري تامینېږي.
د هرات مسوولینو دا هم ویلي چې دغه صنعت د ملي اقتصاد د پیاوړتیا تر څنګ، سلګونو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

























































