عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د سمنګان ولایت د «رویدواب» ولسوالۍ په ۲۰ بستریز روغتون کې د سولري برېښنا سیستم پرانیستل شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا پروژه د UNDP دفتر په مالي او تخنیکي ملاتړ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت تطبیق شوې ده.
د سرچینې په وینا چې له دې وروسته به د یاد روغتون له دوامدارې برېښنا برخمن شي.
په ورته مهال د سمنګان ولایت د عامې روغتیا رییس د همکارو بنسټونو له مرستو مننه کړې او دا پروژه یې د روغتیایي خدمتونو د ښهوالي لپاره اغېزمنه بللې او هم یې د سولري سیستم پر ساتنې او اغېزمنې استفادې ټینګار کړی دی.

























































