د کابل ښاروالي وایي چې د دې ادارې له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د پنځمې ناحیې د ۳۷م ګذر کې د څلورو کوڅو کانکریټ چارې۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا کوڅې د غازي محمدجان خان ښارګوټي په سیمه کې جوړېږي.
سرچینې لیکلي، یاده پروژه په ټولیزه توګه ۹۷۰ متره اوږدوالی او ۴.۵ متره سور لري چې پکې د سړک غاړې لښتیو جوړول هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ هیله څرګنده کړې چې په راتلونکې یوه اوونۍ کې به په اساسي ډول بشپړه او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې راکمې شي.
د ویلو ده چې په دې پروژه کې یو شمېر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

























































