د کابل ښاروالي وایي چې د کابل – لوګر سړک د لومړي فاز پاتې برخې د جوړولو چارې روانې دي او دا مهم سړک به د راتلونکي کال په پسرلي کې قیر کولو ته چمتو شي.
د دې ادارې د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ۳ لیکو کې د یاد سړک ۴ کیلو متره برخه قیر شوې او اوسمهال یې د پاتې برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
سرچینې لیکلي چې د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې پروژه له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د مستان کانال، پلیو لارو، ګلدانونو او پلچکونو جوړولو، څراغونو نصبولو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوې ده.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي، څو دا مهمه پروژه په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړه کړي.
د یادولو ده چې د کابل- لوګر د سړک جوړولو پروژه د کابل ښار په سویلي زون کې یوه مهمه زیربنایي پروژه ده چې په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.

























































