د معیار او کیفیت ادارې مسوولین وایي چې د یادې ادارې له لوري په نیمروز بندر کې ۳۰ ټن بېکیفیته ګاډر بېرته ګرځول شوي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې یاد توکي له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود، له کره ارزونې او د کیفیت کنټرول وروسته د نیمروز له لارې بیرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.
په خبرپاڼه کې د دغه صادروونکي هېواد نوم نه دی اخیستل شوی، خو ټینګار شوی چې دا پروسه په پرېکنده او کره توګه پرمخ وړل کېږي، تر څو د هېواد بازارونو ته د کمکیفیته توکو له واردولو جدي توګه مخنیوی وشي.
د سرچینې په وینا چې د معیار او کیفیت اداره پر خپلو ژمنو ټینګار کوي او ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې به په کلکه توګه کورني معیارونو پلي کیږي.
د ویلو ده چې د معیار او کیفیت ادارې له تېرو څو ورځو راهیسې په بېلابېلو بندرونو کې سلګونه ټنه ودانیز توکي بېرته صادروونکو هېوادونو ته مسترد کړي دي.

























































