مالیې وزارت خبر ورکړی چې د هېواد یو شمېر ګمرکونو ته د ۶۰۲ زره ۵۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل وسایط پېرل شوي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دغو وسایطو کې درې لوډر، درې ډمپر او دوه د اوبو ټانکرونه شامل دي چې حیرتان، آقینې او فراه ګمرکونو کې د چارو د لا چټکتیا، سوداګرو او موټر چلوونکو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د ګمرکي کارکوونکو ستونزو ته د رسېدو په موخه پېرل شوي دي.
مالیې وزارت لیکلي چې تر دې مخکې به په یادو ګمرکونو کې به د شدیدو ریګي بادونو له امله ډېری وخت د ګمرک احاطه او سړکونه بندېدل، خو د دې وسایطو په پېرلو سره به یادې ستونزې تر ډېره هوارې شي.
د مسوولینو په وینا چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو راپدېخوا د هیواد په ګمرکونو کې بېلابېلې ودانیزې او تجهیزاتي پروژې پلي شوې او ځینې یې د پلي کېدو په حال کي دي.

























































