د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې اداره وایي چې نن (یکشنبې د اسد ۱۴مه) په ۱۸ ولایتونو کې د سختو سیلابي او طوفاني ورښتونو اټکل شوی دی.
دې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ورښتونه په بدخشان، نورستان، کنړ، ننگرهار، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل، وردګ، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، زابل، قندهار او ارزگان ولایتونو کې اټکل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي پر دې سربېره په شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځ او مرکزي ولایتونو کې د لنډمهاله چټکو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.
د هواپېژندنې ادارې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو او د باد سرعت په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلو مترو پورې اټکل کړی دی.
د ویلو ده چې سږ کال په هېواد کې خونړیو ورښتونو، سیلابونو او توفان د سلګونه هېوادوالو ژوند اخیستی او زیات مالي زیانونه یې اړولي دي.























































