د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي اداره وایي چې د زابل ولایت په «سیوري» ولسوالۍ کې د اوبو یو چیکډم جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا چیکډم د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.
سرچینې لیکلي یاده پروژه د سیوري ولسوالۍ په «قزک» کلي ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د هېواد په ډېرو سیمو کې د اوبو لسګونه چیکډمونه جوړ شوي دي.
د یادولو ده چې دا چیکډېمونه د سېلابي اوبو کنترول او تر ځمکې لاندې اوبو د سرچینو باثباته ساتنې لپاره ګټور بلل شوي دي.

























































