د بدخشان مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز، فیض اباد ښار کې د ګازو ډبې د چاودنې له امله یو کس ژوند بایللی دی.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، حکمت الله محمدي نن (سېشنبې د اسد ۱۷) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د فیض اباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند د استوګنې په یوه ودانۍ کې شوې ده.
ښاغلي محمدي دا هم ویلي چې له چاودنې وروسته اور لګېدلی، خو خلکو او د پولیسو اور وژونکي ټیم یې د پراخېدو مخه نیولې ده.
د مسوولینو په وینا په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او مالي زیان هم اوښتی دی.
د ویلو ده چې تېره شپه د کابل په څلورمه امنیتي حوزه کې هم د اورلګېدنې خبر ورکړل شوی و، خو د پېښې د لامل او اوښتو زیانونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.