د هرات مسوولین وایي چې د یاد ولایت په صنعتي ښارګوټي کې یوه تولیدي فابریکه هره ورځ تر ۱۵۰ ټُن رومي بانجان پروسس کوي او تر ۲۵ ټُن پورې روب تولیدوي.
د دغه ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې دا فابریکه د روب د تولید ترڅنګ د لوبیا د کنسرو په تولید کې هم فعالیت لري.
مسوولینو ویلي چې په دې فابریکه کې ۷۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د هرات ولایت مقام همداراز لیکلي چې اوسمهال په دغه ولایت کې ۱۳ فابریکې د رب او مربا د تولید په برخه کې فعالیت کوي او د دې ولایت په لویو پلورنځیو کې د پام وړ برخه محصولات کورني تولیدات جوړوي.


























































