د عدلیې وزارت مسوولین وایي چې د اختصاصي محکمې د شرعي حکم پر اساس د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې «د احسان مېنې» ښارګوټي په نوم څه باندې ۶۹ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې ده.
د دغه وزارت په وېبپاڼه لیکل شوي چې دا ځمکه د کابل بګرامۍ ولسوالۍ په کمري کلي کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې وه.
د خبرپاڼې له مخې چې یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه کړې چې ۶۹.۴۵ جریبه ځمکه یې امارتي ملکیت دی.
عدلیې وزارت د دغه ښارګوټي ټوله ځمکه ۳۶۴ جریبه ښودلې ده.


























































