د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي چې په هلمند ولایت کې د کرنیزو ځمکو د اصلاح په موخه د یو شمېر کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې دي.
د یاد وزارت د مسوولینو په وینا چې د ۴۰ کیلو متره په اوږدوالي دا کانالونه په نادعلي، نهرسراج او ناوې ولسوالیو کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او اصلاح په موخه پاکېږي.
د مسوولینو په وینا چې په دې پروژو شاوخوا ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د چارو له بشپړېدو وروسته به هلته د کرنیزو ځمکو په حاصلاتو کې زیاتوالی راشي.
دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې په وروستیو کلونو کې افغانستان وچکالۍ ځپلی او د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ هېواد بلل شوی دی.