انګور یوازې یوه خوندوره مېوه نه ده، بلکه د روغتیا لپاره هم بېشمېره ګټې لري. انګور بېلابېل ډولونه لري چي ټول یې ګټور دي.
د انګورو ګټې په لاندې ډول دي.
۱ـ د انګورو خوړل د زړه د روغتیا لپاره غوره دي. ځکه د دې مېوې خوړل د زړه روغتیا تقویه کوي هغه په دې ترتیب چي د انګورو خوړل د رګونو د استرخا (استراحت) سبب کېږي او زړه خپل فعالیت په ښه ډول مخ ته بیایي.
۲ـ غذايي مواد: انګور د وټامینونو، معدني موادو، او انټياکسیدانونو څخه غني مېوه ده، چې ستاسو بدن تغذیه کوي.
۳ـ د انګورو خوړل د وینې لوړ فشار ګټه کوي. نوي طبي څیړنې چي په ځینو ژویو باندي سرته رسېدلی چې ښیي، کله چی ځیني حیواناتو ته یوازی مالګین خواړه ورکول شوې وه په پایله کي د هغوي د وینی د فشار د لوړوالی سبب شوی وو، خو کله چي د مالګین خوراک ته څنګ انګور هم د خوړولو لپاره ورکول شوي.
۴ـ انټياکسیدانونه لري. د انګورو فلافونویدونه، ریسویراترول، او کټچینونه د زړښت پروسه ورو کوي او د سرطان او زړه ناروغیو ګواښ کموي.
۵ـ هضمي نظام ته ښه دي. د انګورو فایبر د هضمي سیستم فعالیت ښه کوي او د قبضیت مخه نیسي.
۶ـ د پوستکي نرمي لامل کېږي. ویتامین C د پوستکي لپاره ګټور دی او انټياکسیدانونه د پوستکي د زیانونو څخه ساتنه کوي.