لیکنه: همایون ستانکزی
څه مو حاصل نه کړل د ځور او جنون له صحرا
خوښه دې نه ده که زاړه ښار ته ستانه شو دواړه
موږ چې هر سهار له خوبه ويښېږو، نوې هيلې مو راټوکيدلې وي، هره هيله مو يو غور (فکر) ته اړتيا لري، له غور وروسته زموږ ذهن موږ ته د هېلې د دوام يا لاس اخيستلو لپاره پيغام راکوي. ځينې داسې هيلې شتون لري چې د هغې له ترلاسه کولو مخکې موږ د هغې پايله په خپل ذهن کې انځور کړې وي؛ خو دا چې د انسان ځینې هيلې نیمګړې پاتې شي، يو څه د ناهيلی احساس ورسره مل شي. ځينې وخت داسې هم کېدای شي چې شخص ووايي ((غواړم بېرته د خپل ماشومتوب دور ته ور وګرځم، ځکه څومره چې پوهېږم د ماشومتوب ژوند له هرې ستونزې څخه په ډېر واټن سره ارامه او سوکاله ژوند وي.))
دلته دوهمه مصرع تېر ژوند ته د تګ حال غږوي، يانې شاعر له اوسني حالاتو څخه زړه تنګون تر دې حده رسولی چې غواړي بېرته د تېر ژوند په څېر ارامتيا احساس کړي، د سوکالی هغه ژوند ته ور وګرځي چې له هرې ستونزې او ستړيا يې ډېر واټن درلود.
د دولسم ټولګي په دوام کې مې د کتابچې پر يوه څنډه وليکل: څومره چې پوهه او عقل ډېرېږې په هغه اندازه به ستاسې ستونزې هم ورسره ډېرې شي، ځکه خو ځينې وخت د پوهېدو پر ځای نه پوهېدل ذهن ته ډېره ارامتيا وربښي.
خلک دې هر څه وايي، ژبې لري، څه یې کوې
یو څه موده باید کاڼه شو او ړانده شو دواړه
زموږ په چاپېر کې داسې وګړي شته چې د ټولې ورځې په دوام کې په دې لټه کې وي، چې څنګه په خلکو کې د عيب ټکی پيدا کړي. دا بايد ومنو چې انسان له عيب پټ نه دی؛ خو اشرف المخلوق هم دی، له عقل او شعور څخه برخمن موجود دی، د عقل او شعور په مرسته يې نن ټولنه له سنتي ټولنې څخه په نوښتګره او نوې ټولنې اړولې ده.
هر انسان د عقل او شعور په مرسته نوښت رامنځته کولی شي، ځينې داسې نوښتونه هم رامنځته کېږي چې ستاسې په شاوخوا کې د خلکو د بخل لامل ګرځي، په دې وخت کې همدا بخيل خلک هڅه کوي چې سل رنګه تهمتونه درپورې وتړي، تر څو تاسې له پښو وغورځوي.
زه دا وايم چې تاسې د خپل ژوند ملکيت لرئ، ازاد پيدا شوي ياست، ولې بايد د خلکو منفي وړانګو ته په خپل ذهن کې ځای ورکړی؟
يوه لنډۍ ده چې:
خلک به هر څه هر څه وايي
د لارې سر دی څوک به ځي څوک به راځينه
تاسې بايد هغه کار ترسره کړی چې له غور وروسته په قوي هوډ سره مو خپله موخه ټاکلې ده. دا خو راسره منی چې د موخې په ترلاسه کولو کې هر شخص له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان کېږي؛ يوه ستونزه يې همدا ده چې بخيل خلک د فکري جنګ په مرسته ډېره هڅه کوي تر څو تاسې له خپلې موخې راوګرځوي.
که غواړې چې پر مخ لاړ شې، نو ځان ړوند، کوڼ او ګونګی ونیسئ! تر څو د هغوی لپاره په راتلونکي کې له ښه رډ ځواب سره بېرته راستانه شی.
يادونه: که د شاعرانو په هر بيت باندې هر څومره تحليل وشي، معنا يې نه خلاصېږي، ځکه د نظمي ژبې هر توری بېلابېل مفهومونه له ځان سره لري.