نن يې ساعت ته پام نه و، علمي بحث او پوښتنو خوند ورکړ. په ټولګي کې استاد د ګرامر ليکنې پر ميتود بحث کاوه. له استاده څخه يې ډېرې پوښتنې وکړې، پر ځينو موضوعات بحث وشو.
يو وخت يې د ماښام اذان تر غوږو سو، د اذان په اورېدو يې سترګې رډې وختې، چې ناوخته سوه اوس به څنګه ځي!؟
نور يې خپلې پوښتنې بندې کړې، استاد و ويل بله پوښتنه نه سته؟
چا څه ونه ويل، ټول غلي وو. استاد بيا و ويل چې څه نه وایاست، نو پوښتنه نه سته. يوې زده کړيالې ورغبرګه کړه، وبه ګورو که کومه پوښتنه پيدا سوه راتلونکى سات به يې وپوښتو.
استاد خداى اماني وکړه، د دې هم تلوار و، چې استاد ژر له ټولګي و وځي، چې دا هم ولاړه سي.
له ټولګي را ووته، د پوهنتون په انګړ کې د ونو څانګو ورو ورو نڅا کوله، د دوى له نڅاه سره يوه يوه ژيړه پاڼه رژېده. هر خوا يې طلايي فرش غوړولى و. اسمان ته يې وکتل سپوږمۍ ګرده او ښکلې سوې وه، يو يو ستورى به هم کله وځلېده. دې ښکلې فضا خوند ورکړ، غوښتل يې يوه شېبه خوند ترې واخلي، خو وخت موقع نه ورکوله.
په بېړه و وته قدمونه يې ګړندي کړه، شېبه په شېبه يې زړه کې ويره زياتېده په تلوار يې ځان د کارت چهار تر سرکه و رساوه. د کوټه سنګي موټر کې پورته سوه.
هره ګړۍ يې سات ته کتل، موټروان ته يې په زړه کې غوسه راتله چې ولې وروځي.
کوټه سنګي ته په رسېدو د ماښام تيارې لا ژورې سوې، ويره يې لا زياته سوه. ښځې ګوتشمېر ليدل کېدې، نارينه وو ورته عجيب عجيب کتل، ځينو خو به داسې سترګې پرې را ويستلې وې، تا به ويل اوس به حمله پرې وکړي او تر ستوني به يې تېره کړي.
د چهاراهي قمبر د موټرو تر تم ځايه يې ځان و رساوه موټروان ويل که د ټول سيت کرايه راکوې پورته سه که نه وي، مه پورته کېږه، نورې ښځې نه پيدا کېږي. نجلۍ حيرانه سوه، چې څه وکړي! وروسته يې پرېکړه وکړه، چې د ټول سيټ کرايه ورکړي، ځکه چاره نه وه.
په موټر کې سورلۍ عجيب عجيب ورته کتل، دا کتل نږدې و، چې د نجلۍ زړه ودروي. سورتونه او دعا ګانې يې په ځان چف کول.
په چهاراهي قمبر کې له موټره کښته سوه، ګوري چې د کوڅې بريښنا هم نه سته، ويره يې وسوه، چې د کوڅې تر پايه به ځان څنګه کور ته رسوي، خو ښه وه د سپوږمې رڼا يې مرسته کوله، ګړندي ګړندي قدمونه يې په ويره پورته کول، څو قدمه چې ولاړه داسې يې حس کړه، چې تر شاه يې څوک دي، که به ورو تله، د شاه کس به هم ورو سو، که به چټکه سوه، د شاه کس به هم ورسره چټک سو. له ويرې يې پښې سستې سوې نور يې د تلو وس نه و، ودرېده داسې حس يې کړه چې د شاه کس يې هم ودرېده. نجلۍ ډېر ځنډ بې حرکته ولاړه وه، ورو يې شاه ته وکتل، چې هېڅ هم نه سته خپل سيوري يې ملتيا کوله.