فرهنګي هڅې او کړنې؛ فرهنګي شوق، مدیریت او همغږي واړه غواړي، په هر ولایت کې چې دا ظرفیت موجود دی، هلته فرهنګي فعالیتونه غوړېدلي او لاسته راوړنې یې هم محسوسې دي. بغلان ولایت ښايي یو له هغو ولایتونو څخه وي چې د اطلاعاتو او کلتور ځايي اداره یې هم خپله فعاله ده او هم له نورو اړوندو ارګانونو او ازادو فرهنګیانو سره غوره فرهنګي اړیکې او همغږي لري.
ددې ولایت بله ستره او غوره ټولنیزه ځانګړنه فرهنګي تنوع او قومي جوړښت دی. دلته ښايي د افغانستان هېڅ داسې قوم او قبیله نه وي چې شتون دې ونه لري، به ګڼو غونډو او مناسبتونو کې که د ویناوالو قومي تخلصونو ته پام وشي، څرګندېږي چې د هر ولایت اوسېدونکي ددې ولایت په یوه سیمه کې استوګن دي او له نورو قومونو سره ارام او د ورور ولۍ ژوند لري، ځکه باید دا سیمه د ټول افغانستان لپاره بېلګه وي.
د تېرې جمعې په شپه (د وږې ۹مه) ټاکل شوې وه چې د بغلان ولایت نامتو شاعر او فرهنګي شخصیت وسیم مومند د تېرو کلونو په څېر بیا هم په خپله دېره کې د تېر په څېر یوه د غزل شپه جوړه کړي او ټول شاعران په کې ونډه واخلي، خو تصادفا په همدې شپه او نېټه د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست پتېلې وه چې د ازادۍ/ فتحې د درېیمې کلیزې په ویاړ د نساجي شرکت په انګړ کې یوه شپنۍ مشاعره تر سره کړي.
ما چې د پوهنتون له استادانو سره د مومند صاحب دېرې ته د ورتګ هوډ کړی و، د پنجشنې په سهار مې د اطلاعاتو او کلتور د فعال رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي خبرتیا او بلنه ولیده. مومند صاحب ته مې پارورډ کړه او هاشمي صاحب هم زنګ ورته وهلی و چې موږ اوس تدارکاتي کارونه کړي، تاسې یې بله اوونۍ تر سره کړئ او ټول به ګډون په کې کوو. هغه هم منلې وه او د پنجې په ماښام ټول د نساجي شرکت انګړ ته ور روان شوو.
د نساجي شرکت چې پخوا یوه کنډواله او سپېره میدان و، په داسې ماښامانو ورڅخه خلک ډارېدل، خو اوس هر وخت څراغان و، شنه چمنونه، رنګ شوي تعمیرونه او دنګ برج چې په سر یې لوی بیراغ رپېږي، د پلخمري د ارګ ننداره وړاندې کوي، ماښام اووه بجې ور ورسېدو، په دروازه کې مې پولیس ته د تالاشۍ لپاره لاس اوچت کړل، هغه د روغبړ لپاره غاړه راکړه او کړل یې: یره اول سړی ستړي مه شي کوي بیا تالاشي کوو. ما وخندل او ومې ویل: اکثره نظامیان جدي وي او ځکه مو سلام کلام پرېښود، تالاشۍ ته ودرېدو. پولیس وخندل او ځواب یې قناعت بښوونکی و: د هر چا چلند فرق لري، ماته ویل شوي چې دلته فرهنګیان او پوهان راځي، سم چلند به کوی.
د نساجي پر انګړ کې شین بخملي چمن تازه وینځل شوی و، ګروپونه روښانه وو، هره خوا پروانې ګرځېدې، ځنګ ته یې د پلخمري د سیند شور و، د هاشمي صاحب د وینا وروستۍ برخه وه، ټولې څوکۍ ډکې وې، خلک راتلل او په شنه چمن کې په څادرونو کېناستل. د فرهنګي چارو امر مولوي عزت میر حقاني ستیج ته راغی او وویل: د هر فن لپاره خپل فنکار وي، زه د ویاندويي چارې تکړه ویاند ضیاء ضمیر ته سپارم چې په دې چاره کې تجربه لري. مشاعره پیل شوه، په پښتو او دري ژبو به مو ترانې، غزلونه او بېلابېل نظمونه اورېدل، په بشپړه شاعرانه او ازاده فضا کې هر چا خپلې شاعرانه ډالۍ لورړولې، یو مهال ان د شپې یولس بجې شوې وې.
هاشمي صاحب د ختم وینا او ارزونې لپاره را وغوښتل شو، تر ټولو وړاندې یې مشاعره کې ناست وسیم مومند مخاطب کړ او وویل: مننه چې ټول دې شپنۍ مشاعرې ته راغلی او خپل غزلیز ماښام مو زموږ لپاره تم کړ، دا مشاعره د نساجۍ په انګړ کې ده، هغه ځای چې پخوا له دوړو او ورانیو خلکو په تګ کې لمنې او څادرونه را ټولول، خو نن موږ ټول په شنه چمن او څراغونو کې ناست یوو، د ستاسې مخکې په میزونو اېښی ټوکر د همدې شرکت تولید دی، افغاني او د افغان انجینرانو او کارګرانو په لاس جوړ شوی ویاړ ورته ویلی شو چې د امارت په راتګ سره یې فعالیت پیل کړی.
دا چې موږ له سخت ناورین راتېر یوو، لا هم داسې ټپیان او په ویر ناستې کورنۍ لرو چې د شل کلن نیواک درد او زخم یې نه دی رغېدلی، نو باید په شعر او کلام کې د دوی درد او د ټولنې حساسیت هېر نه کړو. له وینا وروسته مېلمنو ته په چمن کې ډوډۍ چمتو شوې وه، ټول فرهنګیان ور مات شول او ما له خپل شعر وړاندې وویل: د اسد په ۲۴مه او ۲۸مه څه باندې اوونۍ تېره ده، نن د سنبلې ۹مه ده، هغه شپه چې په سبا یې بهرني یرغلګر له شرمه ډکې ماتې سره ووتل او د سهار لمرڅرک یې په الله اکبر او د شکرانې په سجدو سره بدرګه شو، کاش په دې بېنر کې دا نېټه هم لیکل شوې وی.