سره غرمه وه، په غرنۍ لاره کې مو موټر خراب شو، ودرېدو، د لاسو او ملا شخي مې وېستله، شاوخوا مې وکتل، موټروان د ټایر په جوړولو لګیا شو او زه وړاندې د اوبو یوې چینې ته د مخ او لاس وینځلو لپاره ور روان شوم. چینې ته نږدې یو کوچی ماشوم په ډبره ناست و او زه یې څارلم، باد یې لوی او خېرن وېښتان ګډوډ کړي وو، د لاس په اشاره مې را وغوښت، دویم او درېیم ځل مې بیا اشاره ورته وکړه، زړه نا زړه راغی، څنګ ته مې کېناست، د شاوخوا پنځو کلونو ښکارېده، د ستړي مه شي لپاره مې لاس ورکړ، زړه نا زړه یې درې ګوتې را اوږدې کړې.
څه نومېږې؟
موسکی او غلی شو، سر یې په ولي تکیه کړ، څنګ ته یې چمن کې کېناستم او ورڅخه ومې وپوښتل
مېنې مو چېرته دي؟
د مخامخ غره لمنې ته یې ګوته ونیوه، د ډبرو له را تاوو شوو بارو منځ کې څو کېږدۍ ښکارېدې.
نوم دی څه دی؟
نوم؟
هو
څه یې کوې؟
هېڅ، ښه هلک راته ښکارې
زما نوممممم، زما نوم، زما نوم…. مالک دی.
څو وروڼه او خورګانې لرې؟
زه؟
هو
څلور وروڼه او درې…
نه، نه ولې درته ووایم
دې وخت کې تر ده بل کوچنی بې پرتوګه ماشوم هم زموږ خواته په منډه راغی. ترې ومې پوښتل
هغه څوک دی؟
ورور مې
څه نومېږي؟
هغه، چې را روان دی…
هو
نوم یې مالک دی
مالک ستا نوم نه و؟
ویې خندل، د مخ په تور او لمر سوي رنګ کې یې ماشومانه ښایست په سختۍ را څرګند شو.
خو تا مخکې راته وویل چې زه مالک یم
خوله یې وازه پاتې شوه
نه، د هغه دی
ستا نوم څه دی
زما؟
هو
زما نوم، زما نوم جا… جاوید…
دا هم نه دی
نو څه دی؟
بل څه دی
ښه ته څوک یې؟
یو مسافر
زما ابا پسې خو نه یې راغلی؟
نه، ستا ابا نه پېژنم
نو څنګه دې زموږ د مېنو مخکې موټر ودراوه او دې خواته راغلې؟
موټر خراب شو، ما ویل څو جوړېږي لږ اوبه به وڅښم، لاس او مخ به ووینځم، بیا به په خپله مخه ځم.
له جیبه مې یو شلګون را ویوست او ورته ومې نیوه
دا واخله، خو نوم ولې نه راته ښیې؟
نه یې اخلم، خو زر یې واخیست او په موټي کې یې ټینګ کړ، دا ځل یې په خوښۍ وویل
ابا مې وايي چې چا ته به خپل او زما نوم نه ورښیې
ولې؟
خدایزده، د صدو اکا زوی همداسې یوه مسافر ته خپل او د خپل پلار نومان ور ښودلی وو، د همدې ورځې په مازدیګر په غره کې ورباندې ډزې وشوې او د رمې منځ کې ډډ را واوښت.
۱۴۰۳، د وږې ۳مه























































