د سالنګ لویې لارې په سر د رسټورانټ مخې ته ودرېدو، تر ټولو وړاندې زه ور ننوتم، د کړکۍ خواته لمر ته کېناستم، یو شاګرد راغئ، سترګې یې په یوه بل کس کې ګنډلې وې او پوښتنه یې وکړه
څه خورې؟
ما هېڅ ځواب ورنه کړ، فکر مې کاوه چې بل چاته وایي.
بیایې پوښتنه تکرار کړه
تاته وایم، څه راوړم؟
ځواب مې ورکړ
ته خو بل کس ته ګورې، ما ویل که له هغه پوښتې
هو، هغه خارجي ته مې کتل، هېڅ یې ډوډۍ ته د کېناستلو او خوړلو چل نه دی زده، تر ده خو لا زموږ ماشومان سمه ډوډۍ خوري.
وړاندې لرګین دسترخوان ته یو سور رنګه بهرنۍ ناست و، په څېره یې د لارې غبار ښکارېده، کله یې په موټي او کله هم په قاچوغه وریژې خوړلې، ورپسې به یې د کباب سیخ خولې ته کړ او غوښه به یې وخوړله، په تنګ پتلون کې یې هم اړخونه بدلول، د څو نورو مسافرو هم پام ور اوښتی و.
نږدې شپږ دقیقې وروسته یې ماته هم ډوډۍ کېښوده، د رسټورانټ شاګرد بیا زما څنګ ته راغی او په خبرو شو:
روسی دی، پنځلس هېوادونه یې په موټر سایکل کتلي، له ایران نه افغانستان ته راغلی، اوس ازبکستان ته ځي، وايي چې د ترمذ له لارې بېرته روسیې ته ځم.
ته څه پوه شوې؟
موږ ته یې کیسه وکړه، موږ دلته پنځه شپږ خارجیان مسلمانان کړي، زموږ حاجي صاحب ټولو ته همدا نصحت کوي چې اسلام قبول کړئ.
په همدې خبرو کې وو چې بهرنی پاڅېده، ټولو ته یې لاسي سلام وکړ او د پیسو ورکړې مېز (دخل) ته ورغئ، په اشاره یې د پیسو پوښتنه وکړه، حاجي صاحب ورته شپږ ګوتې ونیوې او هغه هم په مېز ورته یو پنځه سوه ګون او بل سل ګون کېښودل، بهرني وګړي یوه پیاله چای له ځان سره واخیست او روان شو. له ځان سره مې حساب وکړ، که هغه دوه خوراکه (قابلې او کباب) هم را غوښتي وي، دلته یې بېل یا بیه ۳۶۰ افغانۍ کېږي، خو حاجي صاحب ورڅخه نږدې دوه چنده پیسې واخیستې. د بل مېز له سره د پاخه عمر لرونکي نوراني ځوان چې څو کسان ورنه را تاوو وو، په حاجي صاحب غږ وکړ
پیسې مه ورڅه اخله، زه یې درکوم.
شاګرد یې په خارجي پسې ورغئ او پیسې یې بېرته ورکړې، همغه ځوان ته یې اشاره وکړه
خارجی یې خواته ورغئ، د مننې په دود یې اعتراض وکړ، خو هغه ورسره انګریزې خبرې پیل کړې
ته د افغانستان مېلمه یې، حق را باندې لرې، ورځه په مخه دې ښه، که ستونزه وه بیا هم خدمت کې یم، دواړو یو بل ته خپلې شمېرې ورکړې او بهرنی له یو ډول موسکا سره له رسټورانټ څخه ووت.
۱۴۰۳، د وږي ۱۹مه























































