انسان په دوه وختونو کې په اصلي معنی سره را ویښېږي چې آن د برزخ د حقیقتونو او اسررو په هکله تر لږ یا ډېرې لوړې کچې پورې درک او باور ته رسېږي.
۱ ـ په ژوند کې په تدریجي توګه ویښېدل! چې نظر په خپله بیدارۍ او ویښتیا سره له فرصتونو ګټه اخلي او له چمتو والي سره له نړۍ ځي.
۲ـ د برزخ په ژوند کې ویښېدل! کله چې د برزخ په ژوند کې له حقیقتونو سره مخ شي نو له سخت حسرت او افسوس سره مخ شي چې د ژوند له فرصتونو څخه یې هېڅ ګټه نده اخستې او دوهم چانس هم نلري.
دا چې ژوند یو ښه فرصت او د آزموینې اصلي صحنه ده نو نېکمرغه انسانان به همدلته ویښېږي. د ډېرو پټو اسرارو منلو او درک کولو ته به رسېږي. له دې فرصت به د دنیوي او اخروي ژوند لپاره ګټه اخلي.
الله ج د په خپل فضل او کرم سره مونږ په ژوندون په رښتوني معنی سره را ویښ، په دنیوي او اخروي اسرارو او حقیقتونو باندې پوه او لوړ درک ته ورسوي. لوی خدای د له دغه فرصتونو څخه د اعظمي ګټې اخستلو توفیق راکړي.