د اسلام په سپېڅلي دین کې د دیانت، تقوا، نظم، عدالت او استحکام پراساس ولاړې کورني پر جوړښت ټینګار شوی، ځکه همدا کورنۍ ده چې د ټولنې او هېواد په کچه د پورتنیو بنسټونو د پیاوړتیا لامل کېږي چې د کورنۍ همدې نظم او پیاوړتیا ته ژوره پاملرنه بیا د کورنۍ او ټولنې د خوښۍ او د سوکاله ژوند لامل کېږي.
کورنی نظم د کور، کلي ، ټولنې او هېواد د نظم او سمون سبب کېږي. په هغو کورنیو کې چې په واقعي توګه د اسلام په سپېڅلو احکامو عمل کېږي او د کورنۍ هرغړی خپل مقام او ځاي پېژني هلته اولاد په بشپړه توګه د مور او پلار د سلامشورو پربنسټ عمل کوي او په مقابل کې مور او پلار هم خپل اولاد ته ځانګړی ارزښت ورکوي او د هغوی د هرې شرعي او اصولي غوښتنې په عملي کولو کې ورسره بشپړه مرسته کوي.
دا هم باید په ډاګه کړو چې له خپلو اولادنو سره له بلوغه مخکې او وروسته پړاوونو کې د پلار او مور چارچلند باید توپیر ولري ځکه له بلوغه وروسته له خپلو اولادونو سره اغېزمن ارتباط او ښې اړیکې د کورنۍ د اډانۍ د لاپیاوړتیا لامل کېږي. که له خپلو اولادونو سره د مور و پلار اړیکې او ارتباط ښه ټینګ نه وي او زلمي زوی یا لور مو له تاسو سره په زغرده د زړه خواله ونه شي کړای، هغوي تاسو خپل ملاتړي نشي بللی نو یوازې په ښه ارتباط سره خپل زلمي زوی او پېغلې لور ته پاملرنه او د هغوي ملاتړي او غمخور شئ.
خپل اولادونه دې ته هڅوۍ چې خپل نظر او احساسات بیان کړي. د ځوانۍ په لومړيو وختونو کې د خپلو اولادونو اړتیاوې په ښه توګه درک کړئ ځکه نصیحت او سپارښتنه ښو اړیکو او ارتباط ته اړتیا لري. په یاد ولرئ هغه څوک چې د خپلو اولادونو د تېروتنو په اصلاح کې له پوهې او زغمه کار وانه خلي د هغوی ترمنځ به خدای مکړه واټن او بالاخره د اړیکو د پرې کېدو لامل شي.
نو که غواړئ چې له خوښیو ډک ژوند ولرئ زما په اند دغو لاندې څو ټکو ته د بېلګې په توګه جدي پاملرنه اړینه برېښي.
ـ دا چې کورنۍ د انسان لومړنۍ مدرسه ده نو خپل ماشومان له هماغه لومړیو زدهکړې، لیک لوست ته هڅول او د هغې ارزښتونه او ښېګڼې ورته بیانول او په پرتلیزه توګه د نالوستو وګړو ستونزې ورته یادول.
ـ د کورنۍ د غړو ترمنځ په هره برخه کې منطقي سلا مشورې او د کور د کشرانو په وړاندې د مشرانو د مسوولیت احساس او د مشرانو په مقابل کې د کشرانو درناوی.
ـ د کورنۍ د غړو پر یو بل باور او له دې اعتماده ناوړه ګټه نه پورته کېدل ځکه باور د بریالۍ کورنۍ ځانګړتیا ده.
ـ غږملتیا، همفکري او ملګرتیا د هوسا او خوشحاله کورنۍ نښه ده نو دغو ټکو ته جدي پاملرنه د ورځنیو چارو او مسولیتونو د ښه سنبالښت لامل کېږي.
ـ د کورنۍ د غړو ترمنځ وحدت او یووالی او د خبرواترو له لارې تفاهم او په خپلمنځ کې د ستونزو او زړه بدوالي لیرې کول پرته له دې چې څوک پوه شي.
ـ د یو بل په سلیقو او غوښتنو پوهېدل او هغوی ته پام کول او تر خپله وسه د هغوی عملي کول.
ـ له یو بله په روا او اصولي غوښتنو کې شرم نه کول یعنې خپلې روا او طبیعي غوښتنې له تاوتریخوالي او ناوړه چار چلنده پرته بیانول.
ـ د یو بل حق ته درناوی کول او له خپل ټاکلي حده سرغړونه نه کول.
ـ د یو بل روحي او بدني سلامتیا ته جدي پام کول او د دغه راز کومې ستونزې په صورت کې د هغې په اواري کې تر وروستي حده هڅه او هاند کول.
ـ تل د یو بل د خوږو خاطرو یادول او د ترخو پېښو او خاطرو له یادولو ډډه کول او تل د خوشحاله او له خوښیو ډک ژوند لپاره هڅه کول.
ـ خپل ذهن د خپل ژوندانه په تېرو تېروتنو او نیمګړتیاوو نه بوختول ځکه ارواپوهان وایي ماشومان ځکه خوشحاله وي چې یوازې په اوس کې ژوند کوي په دې معنی چې یوازې د اوسمهال پر خوښيو فکر کوي، نو موږ هم باید په دې ناهیلي نه شوو چې ولې مې دا او هغه کار او چاره ترسره نه کړه د اوس او راتلونکي لپاره باید پروګرام ولرو.
ـ په خپلې کورنۍ سربېره خپلو ګاونډیانو ته هم ارزښت ورکول ځکه دغه چاره د متقابل اهمیت او درناوي لامل کېږي.
ـ د کورنۍ ټول غړي له خپل اقتصادي حالته خبرول او په دې برخه کې هرڅه په ډاګه کول، همداراز بسپنه او پس انداز د سوکاله کورنۍ د اقتصادي پروګرامونو یوه برخه ده، خپلو ماشومانو ته هم د هغې سپارښتنه کول که څه هم دا چاره په ډېره کمه کچه وي ځکه په دې کار سره د راتلونکي لپاره د ماشومانو د مسوولیت احساس لا پیاوړی کېږي.
ـ د یو بل د ودې لپاره هڅې کول او د کورنۍ د غړو د ودې او پرمختګ زمینه برابرول.
ـ د یو بل په وړاندې د پیاوړتیا او ځواکمنتیا له ښودلو، په بله وینا د زور ویلو او قدرت غوښتنې څخه ډډه کول.
ـ د کورنۍ د ټولو غړو لخوا د بریالیتوب او هیلې احساس کول او تل د ژوندانه په ټولو چارو کې د بري هیله کول ځکه راتلونکي ته هیله درلودل د بریالیتوب نښه ده .
ـ د یو بل ترڅنګ له هر ډول ویرې او ډاره پرته د امنیت او آرامۍ احساس کول.
ـ یو بل ته په ژبه او عمل کې د مینې، صمیمیت او اخلاص بیانول او له دروغو او پوچو ژمنو ډډه کول.
ـ له یو بله بې ځایه او له توانه لیرې تمې کولو څخه ډډه کول.
ـ که د ننه په کورنۍ کې کومه ستونزه رامنځته شي پرته له دې چې د ګرم په لټه کې شئ د هغې د اواري په هکله فکر کول او د نوموړې ستونزې د اساسي او منطقي حل سنجول.
ـ د کورنۍ د هر وګړی د خوښۍ او رضایت د جلبولو په فکر کې کېدل.
– د اسلامي احکامو او اوامرو عملي کولو ته د خپلو اولادونو هڅول او دا ورته بيا بيا يادول چې بايد تل اسلامي اصولو ته ژمن واوسي.
ـ ښځه او خاوند د ډېرو نږدې ملګرو په شان ژوند کول، نه د دوو سیالانو په توګه او تر خپله وسه د یو بل په وړاندې له منفي غبرګونه ډډه کوي.
لنډه دا چې له خپلو اولادونو سره داسې چلند وکړئ چې زړه مو غواړي په هغوی کې یې مثبتې پایلې ووینئ، هغوی ته له مینې، محبت، اخلاص او امنیته ډکه کورنۍ ورپه برخه کړئ دا تر ټولو ګرانبیه او ښکلې ډالۍ ده چې تاسو یې دوی ته ورکولای شئ. د هرافغان لپاره د سوکاله او له خوښیو او نیکمرغیو ډک ژوند په هیله.