لیکنه: ذبيح اللّٰه رحماني
کله ناکله په ژوند کې اړینه ده چې خړ پړ او ساده ژوند وکړو، ترڅو زموږ دُښمنان دا فکر وکړي چې ګواکي موږ مات شوي یو او هېڅکله بریا ته نه رسېږو. هغوی به زموږ په ماتېدو خوشحاله شي او دا به وانګیري چې موږ په بشپړ ډول ناکام شوي یو.
خو په حقیقت کې دا خړ پړ او ساده ژوند کول یوازې یو ظاهري حالت دی یوه هوښیارانه تګلاره چې پرې خپلو دُښمنانو ته ناسم پیغام ورکوو. موږ خپله هڅه او زیار په پټه او خاموشۍ کې جاري ساتو؛ خپل پلانونه د بریا پر لور په دوامداره توګه پر مخ بیايو.
کله چې موږ خپل هدف ته ورسېږو، هماغه خلک چې زموږ په ماتېدو یې خوشحالي کوله، په تعجب کې پاتې شي. دوی بۀ پوه شي چې زموږ دا ساده او بې وسه حالت یوازې یو استراتیژیک ګام و، نه د ماتې نښه. حقیقت دا دی چې موږ خپله ځواکمني او وړتیا قصداً نه ښکاره کوله، ترڅو د هغوی د ډاډ او سطحې قضاوت زموږ پرمختګ ته خنډ نه شي.
بریا د هغو کسانو په برخه وي چې خپلې هڅې او توانایۍ په تدبیر او هوښیارۍ سره کاروي، نه د هغو کسانو چې یوازې په ظاهري ښکلا او سطحي بریا پسې وي. دې ته ژمنتیا، زغم او پر هدف متمرکزه هڅه هغه څه دي چې انسان بریا ته رسوي، او خړ پړ ګرځېدل یوازې یوه وسیله ده؛ نه د کمزورۍ یا ماتې نښه.