ښوونه او روزنه د هرې ټولنې اساس او بنسټ جوړوي؛ په کوم هېواد او ټولنه کې چې ښوونې او روزنې ته جدي پاملرنه او په دې لاره کې تر نورو برخو زیاتې حکومتي او وګړنیزې هڅې کېږي هلته په هره برخه کې پرمختګ وي.
که له مسوولینو نیولې بیا د ټولنې هر وګړی ښځه او نارینه دا چاره خپله اساسي دنده وګڼی چې په راتلونکي کې دا پرمختګ نه یوازې په علمي ډګر بلکې په سیاسي، ټولنیزو، اخلاقي، سیاسي، اقتصادي، دفاعي او ورځنیو چارو کې تر سترګو کېږي.
غواړم په دې لیکنه کې د بېلګې په توګه په یو شمېر ګاونډیو او همداراز اروپايي هېوادونو کې د ماشومانو د روزنې د لارو چارو او ځانګړتیاوو په اړه لنډه یادونه وکړم ځکه په هغو ټولنې کې چې د ماشومانو ښوونې او روزنې ته کلکه پاملرنه کېږي او له حکومته نیولې بیا د ټولنې هر وګړی د ماشومانو په وړاندې په واقعي توګه د مسوولیت احساس کوي، نه یوازې به په راتلونکي کې دغه نوی نسل د دوی د ویاړ لامل وي بلکې نوموړی هېواد به د پرمختګ او سوکالۍ په لور اداره کړي.
خو که په دې لاره کې جدي پاملرنه ونه شي داسې نه جبرانېدونکې پایلې به ولري چې په هېڅ توګه به یې جبرانول شوني نه وي.
لکه څنګه چې وویل شول د ماشوم لومړنی مکتب او مدرسه کور او کورنۍ ده ځکه که کورنۍ له هماغه لومړیو ماشوم ته د هرڅه په اړه سپارښتنه وکړي او تل یې سمو کارونو ته وهڅوي او له ناسمو یې مخنیوی وکړي له دې امله چې د ماشومانو ذهن هر څه په ډېره ښه توګه جذبوي او په ځوانۍ کې هم پرې عمل کوي.
نو که ماشوم ته له هماغه لومړيو لیک لوست ته د هڅولو ترڅنګ د هغه پر کړووړو پام او څارنه وشي په راتلونکي کې به ګټورې پایلې ولري. همداراز ماشوم ته باید د مسوولیت احساسول ورزده کړو، خبرو ته یې غوږ ونیسو او له تهدید او رټلو یې ډډه وکړو.
له کورنۍ وروسته د ښوونځي په لومړیو کلونو کې د ښوونکو رول ډیر د پام وړ دی. که زموږ ښوونکي له ژورې پوهې، اخلاص او ښې ښوونیزې تګلارې او میتودونو کار واخلي او له شاګردانو سره د خپلو بچیانو په شان چارچلند وکړي، له اغیزمنو لارو او ځانګړې وړتیا سره هغوي لیک لوست ته وهڅوي، د لیک لوست ترڅنګ د هغوی د روزنې په لار کې د زړه له اخلاصه زیار وګالي په دې کار سره به له یوې خوا خپل خدایي مسوولیت ادا کړي او له بله پلوه به د ټولنې د وګړو په وړاندې د قدر او عزت خاوندان وي.
بل پلو ته، په اوسني پېر کې د ښوونې او روزنې په عصري سيستم کې له ټکنالوژۍ ګټه اخيستل حیاتي او اساسي رول لري چې په سمه توګه د ټکنالوژۍ کارول هم داسې مسوولیت دی چې بایده دي ماشومان ورته وهڅول شي.
د اروپا په ښوونځيو کې زده کوونکو ته یوزر او پسورډ ورکړ شوی چې هغې کړکۍ ته په ورننوتلو د درس له مهال وېش نیولې د ورځنۍ کورنۍ دندې او د ورځنیو درسونو په هکله یې د پوښتنو او ځوابونو په شان ټولې چارې د انټرنیټ له لارې ترسره کوي یعنې انټرنیټ ورته د غوره کارونې یوه وسیله ګرځولې نه د بېځایه او عبس پاڼو او انځورونو یا ویډیوګانو لیدل.
هره ورځ سهار په اتو بجو ماشومان ښوونځیو ته ځي تر دوولسو بیا کابو دوه ساعته د غرمې ډوډۍ لپاره دمه ورکوي او بیا د مازدیګر تر پنځو بجو یې درسونه دوام کوي په دې نږدې اوه ساعته ورځني درس کې پر دوی د ښوونځي د کتابونو ترڅنګ، ټولنیز اداب، نزاکتونه، نظافت، ورزش او همداراز د ځايي ژبې ترڅنګ د یوې بلې بهرنۍ ژبې زده کړه هم ورکول کېږي. هغه څه چې د پام وړ دي دا دي چې دلته په دا دومره اوږده درسي ورځ کې ماشومان له زده کړو نه ستومانه کېږي بیا هم ډېر خوښ وي او د بلې ورځې رارسېدو ته په تمه وي چې لامل یې له زده کوونکو سره د ښوونکو غوره او له مهربانۍ ډک چلند دی.
دلته په ښوونځیو کې د ښوونکو ترڅنګ داسې ارواپوهان او سلاکاران دي چې د ماشوم ځیرتیا، د ذهني پياوړتیا کچه، له نورو سره د چارچلند او ټولنیزو اړیکو پورې هرڅه څاري او غوره مشورې ورکوي. همداراز د منځنۍ دورې تر پایه د شاګرد د راتلونکي لپاره لوری ورته ټاکل کېږي چې په کومه برخه کې د دې وړتیا لري ترڅو په راتلونکي په هماغه ځانګړې برخه زده کړو ته دوام ورکړي.
په پاکستان کې مو هم د زده کړو بهیر ولیده هلته هم د ورځې کابو پنځه ساعته زده کوونکو ته زده کړه ورکول کېده خو سره له دې چې درسونه زیات او ډېر پنډ کتابونه به یې هره ورځ ورسره لېږدول بیا هم ماشومان په دېره لېوالتیا ښوونځي تلل او په مینه به یې په زده کړو کې برخه اخیسته.
څو کاله مخکې مې په ایران کې هم د ښوونځیو درسي بهیر او له ماشومانو سره د ښوونکو له اخلاص او صداقته ډک زیار په خپلو سترګو لیدلی. باور وکړئ کله به چې غرمه مهال د ښوونځي د رخصتۍ وخت شو ښوونکي به دومره ستومانه وو چې ستوماني به یې له څېرو له ورایه ښکارېده.
د ماشوم تشویق او هڅول په زده کړه کې ډېر مهم رول لري که هغه آن یو قلم، یوه کتابچه او یا یو کتاب هم وي، زده کوونکی د نورو په وړاندې د دې ډالۍ په اخیستو لا هڅه کوي او زیار باسي چې د ایران په ښوونځیو کې دا یوه دود چاره وه.
دوی خپل زده کوونکي تل په ډالیو سره نازول او له دې لارې به یې زده کړو ته هڅول.
همدا لامل دی چې د ښوونځي د لومړي ټولګي د نهه میاشتیني ښوونیز کال په پای کې زده کوونکي نه یوازې هر څه لیکلی شي بلکې د هغې تر څنګ په غوره ټولنیزو اخلاقو سنبال، د ټولنیز مسوولیت احساس یې ډېر غښتلی وي.
له زده کوونکو سره د ښوونکو چارچلند او مینه زما لپاره ډېره په زړه پورې خبره وه ځکه چې د افغانستان په ښوونځیو کې ښوونکو تل له زده کوونکو سره توند چلند کاوه او د ګواښلو او آن وهلو په زور به یې پر ماشومانو زده کړه کوله.
په دې هکله په ایران کې د یو ځانګړي پروګرام یادونه درته اړینه بولم هغه دا چې: زما د زوی د لومړي ټولګي په وروستۍ ورځ د زده کوونکو میندې او پلرونه هم وربلل شوي وو چې زه دغه ټولګي ته ورغلم او په خپلو سترګو مې ولیدل چې د ښوونځي په پاي ته رسېدو د زده کوونکو په څېرو کې خواشیني له ورایه ښکاریده او ځینو به آن دغه خفګان او خواشیني په زغرده بیانوله او ویل به یې د ښوونځی په رخصتېدو ډېر خفه یوو ځکه ښوونکي به مو یادېږي، د مخه ښې پر مهال د ښوونکې سترګې له اوښکو ډکې وې.
ښوونکې تر خدای پامانۍ مخکې شاګردانو ته په خطاب کې وویل: څو خبرې درته کوم او تاسو یې زما د یادګار په توګه درسره ولیکئ، شاګردانو هم خپل قلمونه او کتابچې راوایستې او په خپلو کوچنیو ګوتو یې دغه لاندې جملې د ښوونکې له خولې ولیکلې چې زه د هغې کټ مټ ژباړه رااخلم: نن غواړم چې د خدای پامانۍ املا درته ووایم خو ډېره راته ګرانه ده. موږ یو کال په دې ټولګي کې له بې سوادۍ سره مبارزه وکړه او بالاخره نن وینو چې د دې لوی دښمن په وړاندې بریالي شوو. په لومړۍ ورځ چې تاسو ښوونځي ته راغلئ په خپل بڼ کې د ګلانو د ګېډۍ په شان وئ، هره ورځ به ستاسو د مړاویتوب په اړه اندېښمنه وم او ستاسو په تاندوالي به خوشحاله کېدم، که به ناروغه وم آرام مې نه شوای کولای ځکه زما ګلبڼ اوبو ته اړتیا لرله او له ځان سره به مې ویل چې خدای مه کړه ګلان مې مړاوي نه شي.
زړه ته رانږدې ماشومانو: اوس مو چې یو ښوونیز کال له یو بل سره بشپړ کړ ستاسو هره خبره او موسکا ما ته د لازیاتو هڅو لپاره هیله را په برخه کوله. کلونه وروسته چې کله زلمیان شوئ هغه وخت به بیا فکرکوئ چې یو وخت کوچني او ښکلي نیالګي وئ او دا چې زه د دې تنکیو نیالګیو بڼواله وم ویاړم او افتخار کوم.
ښکلو پرښتو ښایي چې هغه وخت زه ستاسو په یاد هم نه وم، خو ستاسو یادونه به تل زما په ذهن کې وي او زه به ستاسو له خوږو خاطرو سره ژوند کوم. اوس چې د ښوونیز کال وروستیو شېبو ته نږدې شوي یوو مجبوره یم چې له تاسو نازولو بچیانو سره خدای پاماني وکړم او تاسو په لوی څښتن تعالی وسپارم. هیلهمنه یم تل لوی خدای په یاد ولرئ، ترڅو ښکلی او له نېکمرغۍ ډک ژوند مو په برخه وي. بریالي او سرلوړي اوسئ ستاسو د لومړي ټولګي ښوونکې.
پورتنیو د زړه له تله راټوکېدلو څو کرښو ته که ښه ځیر شو نو دې پایلې ته رسېږو چې زړه سوانده ښوونکي په ریښتیا هم د پلار او مور په شان له خپلو شاګردانو سره مینه کوي، نو هغه به څه ډول انسان وي چې د خپل دا ډول ښوونکي احسان او پېرزوینې به هېروي.
نو صداقت او ريښتینولي په هره برخه په تېره بیا د نوي نسل په روزنه کې خورا ارزښت لري چې باید د ښوونې او روزنې برخې مسوولین او هر وګړی تل ورته جدي پام وکړي.
زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د تنکیو ګلانو او راتلونکو شخصیتونو د ښې ښوونې او روزنې په موخه د ګټورو او رغنده ګامونو او هڅو په هیله.