اخلاق د هر ټولنې د معنوي کلتور نه جلا کېدونکې برخه ده او په هره ټولنه کې له نسبي اړخه ځکه متفاوت دي چې د خلکو له مذهب، دود، تاریخ او معاصر ژوند سره تړاو لري، خو دا خبره هم ډېره پر ځای او د تایید وړ ده چې ځینې مشترکې اخلاقي رېښې هم شته چې له پېړیو پېړیو راهیسې یې د انسانانو تر منځ د اړیکو په ټینګښت او د بشري تاریخ په بشپړاوي کې ونډه اخیستې ده.
د ټولنې د اخلاقي اړخ په تړاو تل د کلتور او مذاهبو څېړونکو غوره څېړنې کړې دي، یا په بل عبارت د اخلاقو څېړنه تل د کلتوري او مذهبي څېړونکو لپاره یوه ښه موضوع وه، په دې چې اخلاق په حقیقت کې د انسان د فکر او درون رسا ژبه ده. د اسلام د مبارک دین په تاریخ کې هم اسلامي اخلاق د هر مسلمان لپاره د هغه د هویت مانا درلوده او لري یې.
خپل زموږ معظم پیغمبر حضرت محمد (ص) هم د غوره اخلاقو په غوره ښوونکي په صفت نړیوال شهرت لري او دا ستاینه یې په قرانکریم کې هم شوې ده. د هغه د مبارزې یوه تر ټولو غوره وسیله د هغه غوره اخلاقي ځانګړنې وې چې خپله د رحمت استازولي یې ورباندې ثابته کړې ده، ډېر خلک یې په غوره وعظ، حکمت او حسنه اخلاقو د اسلام مبارک دین ته را بللي دي.
له حسنه یا غوره وعظ او اخلاقو څخه موخه دا ده چې حقې لارې ته د بلنې لپاره باید له دې یاني حکمت، وعظ او غوره اخلاقو څخه موخه دا وه چې بې لارې او لارې ورکې باید په نرمۍ، حکمت او غوره اخلاقو سره د حق دین ته را وبلل شي، ځکه چې له دې لارې د یقین او باور کچه لوړېږي، مقابل لوری تر اغېز لاندې راځي او کومه نوې لاره چې ټاکي، هغه تلپاتې، اختیاري او داسې ده چې له هغه وروسته یې خپله موخه او د ژوند تګلاره هم بولي.
د اخلاقو ټولنیز موقف:
په ټولو اسماني ادیانو کې اخلاق لوړ ځای لري، د پیغمبرانو او اسماني کتابونو یوه تر ټولو ستره سپارښتنه هم له پیروانو او کافرانو سره د غوره اخلاقو پر مټ داسې چلند دی چې هغوی تر اغېز لاندې راوستل شي، خپلو تېروتنو ته یې پام شي او د هدایت رڼا یې په زړه کې تلپاتې رڼايي راولي. زموږ د ستر پیغمبر (ص) ګڼ احادیث هم امتیانو ته د پیغمبري اخلاقو سپارښتنه کوي، هغه اخلاق چې خپله د هغه په سیرت او کرکټر کې په عملي بڼه تمثیل ( د روزنې لپاره) شوي او بیا دا دي تر پېړیو پېړیو پورې بنسټيز شوي او زموږ د لارې مشال ته ورته دي.
بل تر ټولو ستر بحث د عرفان او عرفاني اخلاقو دی، عارف چې د خدای د پېژندنې مسلک یې غوره کړی او له نورو عادي انسانانو څخه په همدې متفاوت شوی، د تفاوت او تمیز ځانګړنې یې په عالي او رباني اخلاقو کې نغښتې دي چې په حقیقت کې د پروردګار امر دی، ځکه د عارف اخلاق او کړه وړه هغه ځمکې ته ورته دي چې د الهي مینې زړي په کې شیندل کېږي او که د کښت زمینه ورته مساعده شي، نو غوره حاصل ورکوي چې هدف ورڅخه خدای پاک ته رسېدل او د هغه د ارشاداتو عملي کول دي. (۶: ۶۶)
عرفان او انساني شخصیت:
په عرفاني لید لوري کې انسان د کائیناتو یا خلقت په محراق کې واقع دی، د دیني احکامو او اسیاطري روایاتو له مخې مطلقه ذات ددې لپاره چې ځان په کايناتو وپېژني، نو انسان یې خلق او دنیا ته راووست او د امانت دا ستر ویاړ یې د انسان پر اوږو کېښود. په همدې اساس ده چې انسان په عرفاني نړۍ لید کې د مسایلو مرکزي ټکی دی. الپته په وجودي فلسفه کې هم دا عقیده په بل ډول موجوده ده او هغه دا چې انسان پر هر څه یا د وجود پر هر څه مقدم بولي. انسان دی چې شتو او پدیدو ته یې بڼه او شکل ورکړی دی.
انسان په دې لړ کې یواځینی موجود دی چې په زمان کې ژوند کوي، د زمان په بېلابېلو او مختلفو ابعاتو باندې پوهېږي او د هغو توپیر مشخصوي. د زمان په بېلابېلو اړخونو پوهېدنه یو بیروني کار نه دی او د یوه بیروني واقعیت په بڼه تحقق نه مومي، بلکې دغه اداراک یو دروني معقول ادارک دی چې د حواسو په مرسته او ملګرتیا تر سره کېږي.
بل مهم بحث دا دی چې د انسان وجود داسې ځواکونه او وړتیاوې لري چې د چاپېریال د تنګو او مقیدو چوکاټونو څخه ځآن ازاد او ژغورلی هم شي او د یوه ډول تعالي او تکامل بهیر کې هغه څه چې ظاهري پړاو ورته ویلی شي، له هغه هم مخکې لاړ شي. کله چې ویل کېږي انسان د حال او زمان په بند کې قید نه پاتې کېږي، هدف ترې دا دی چې هغه تل داسې هڅه کوي چې له حال زمان څخه راتلونکي ته تېر شي او ان مرګ د راتلونکي پای ونه بولي. په همدې لړۍ کې ماضي ته ستنېدل هم د اهمیت وړ دي. انسان هغه ته ژوره پاملرنه کوي او ان له خپل زېږون څخه نور هم مخته ځي . ( ۶۷:۶)
د پورتني بحث اخلاقي اړخ ته که پاملرنه وکړو؛ نو یو جوت اړخ یې دا دی چې انسان له تاریخ او ټولنیز چاپېریال سره خپل چلند او پایښت له اخلاقي زاویو خوندي کوي یا په بل عبارت د خپل هویت په کتاب کې ځان د اخلاقو په ژبه ثبتوي چې د بشري تمدن د بشپړتیا او ساتنې بحث هم بشپړوي.
عرفان، اخلاق او ادبیات:
د عرفاني پېژندنې د تاریخي بحثونو یوه برخه تل پر اخلاقو را چورلېږي او هغه عرفاني سبک زیاته وده کړې چې اخلاقي اصول یا نورمونه یې د پيروانو له ټولنیز اخلاقي دریځ او ارزښتونو سره اشنا دي یا په بل عبارت د خلکو ځايي اخلاقي هویت په کې یو څه خوندي شوی او ساتل شوی دی.
د عرفان او معرفت لارې او هڅو په بشري تاریخ او فرهنګ کې یو لړ ځانګړي ادبیات هم وزېږول چې عرفاني ادبیات ورته وايي، عرفاني ادبیات په ادبي او هنري دنیا کې د یوه سمندر مثال لري چې له هرې خوا د انسان د هستۍ او ماورالطبیعت او د انسان له روان سره تړاو لري، تصوف او عرفان چې له ډېر مودې راهیسې د څېړونکو د پاملرنې وړ و، د هنر د یوې برخې په توګه د عرفاني ادب تخلیقي برخه ده چې له عرفان سره نږدې اړیکې لري. (۴: ۸۵)
د عرفان او ادبیاتو د پېژندنې لپاره لومړنۍ پاملرنه دوو ټولنیزو او رواني پدیدو باندې تمرکز دی چې بنسټ یې د انسان عاطرفه او احساس دی. د ادبیاتو د بېلابېلو څانګو او برخو په تړاو تعریفونه او د هر څېړونکي د جلا نړۍ لید له مخې چې هر یوه خپله لیدلوری وړاندې کړی، تر ټولو شریک ټکی یې د ادبیاتو ذاتي او اخلاقي ځانګړنه یا احساس دی. د انسان احساس په ټولنیزو پدیدو کې مهم عنصر دی. دا چې ادبیات د انسان د روان او ودې سره تړاو لري، کدروت او کینه له منځه وړي، احساس او عاطفه را پاروي، لطافت ورکوي، د همدې نظر له مخې کله چې وایو د ادبیاتو بنسټ پر احساس او عاطفه اېښودل شوی دی، نو موخه د انسان د اخلاقي شخصیت تجلیل او د هغه د عواطفو تلطیف دی. له همدې امله د فرهنګي او اخلاقي ټولنیزو پدیدو په سر کې واقع کېږي.
د پښتو ژبې سترعارف او عالم عبدالرحمن بابا د شخصیت او مسلکي هویت یوه ستره برخه د هغه د هغو اخلاقي موازینو پر ستنو تکیه کړې او دغه ستنې بیا د هغه د مینه والو (پیروانو) منښت لا پیاوړې کړې دي. هغه اخلاقي هویت چې رحمان بابا په یوه پښتني ټولنه کې وړاندې کړی دی، له پښتني فرهنګ او اسلام سره ژوره رېښه لري او یا په بل عبارت خپل عرفاني لید ته یې پښتني اخلاقي هویت هم ور په برخه کړی دی.
کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي
اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي
ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه
چې همدا غشی به ستا په لور ګوزار شي
کوهي مه کنه د بل سړي په لار کې
چېرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي
ادم زاد په مانا واړه یو صورت دي
هر چې بل ازاروي هغه ازار شي
(۵: ۲۷۷)
په پورتني شعر کې ټول اخلاقي نورمونه چې دغه ستر عارف وړاندې کړي دي، ټول د یوې مهذبې، بې غرضه او داسې ټولنې ځانګړنې دي چې یو بل ته ټولنیز درناوی، مینه او انسان پالنه په کې شامله ده. د عرفاني ادبیاتو یوه ستره غوښتنه هم د همداسې ټولنې رامنځته کول دي چې په ټولنیز درناوي ولاړه وي او د خدای پېژندنې مینه ورباندې سراسري حاکمیت ولري، د وېرې او ډار پر ځای الهي مینه او خدای پالنه د یوې ښکلې ډالۍ په څېر یو بل ته وړاندې شي.
اسلامي عرفان چې په لیکلي او عملي بڼه د اسلام له ظهور نه څو پېړۍ وروسته رامنځته شو، له نورو ابراهیمي ادیانو یاني یهودیت او عيسویت نه جلا او له هغو بې اغېزې نه وو. اسلام کې تصوف او عرفان په واقعیت کې یو عصیان و، د ظلم، وحشت او د شخصي ګټو او اقتدار د پلویانو پر ضد فکري پاڅون و، نو په همدې اساس اسلامي عارفانو خپلو افکارو ته یو بستر جوړ کړو او هغه هم ددیني ارشاداتو او د فران پاک د احکامو او ایاتو له مخې. (۷۷:۱)
عارف او عرفاني اخلاق:
په اسلامي روایاتو کې عارف هم له اوو اسمانونو د اسطوروي قلمرو نه په تېرېدو سره د خدای عرش ته سفر کوي، یاني داسې یو سمبولیک عروج بولي چې د روح په مرموزو کورونو کې یې ځای درلود. اسلامي عرفان د اخلاقي موازینو له اړخه د نړیوال عرفاني فرهنګ له جریانونو ګوښی او جلا نه دی، بلکې لکه څنګه چې د تفکر طریقه د بشریت سره تړاو لري، دغه راز اسلامي عرفان هم د بشري تفکر، تخیل او تصور زېږنده ده.
لوی ماسینیون لیکي: عرفاني دعوت د قاعدې له مخې د وجدان د دروني طغیان پایله ده چې د ټولینزې بې عدالتي پر وړاندې سر را پورته کوي. هغه هم یوازې د نور په خطا او نیمګړتیاوو، خو له هر څه د مخه په ځانګړي توګه په خپلو خطاګانو او ډېرو مخ په زیاتېدونکو هیلو سره د درونې پاکۍ په تعقیب په هره بیه د خدای سره نږدې والی لپاره.
په واقعیت کې د اسلامي عرفان په بیان کې د بایزید بسطاني نظریات او اخلاقي فلسفه ډېره د یادونې وړ ده چې د مولانا په اثارو کې یې هم انعکاس موندلی دی. د څېړونکو په نظر عارف په هغه لوړ مقام کې مطلق ذات له انسان سره پردی نه دی، بلکې د انسان له دروني نفس سره یو دی. په عرفان کې په سیسټماټیک ډول د ځان نابودول او په ناویلي او ستر واقعیت کې د فنا کېدلو یا جذبېدلو احساس منعکسوي. په تدریج سره د فنا کېدو دې ډول تصور په تصوف کې زیات اهمیت پیدا کړ چې بسطامي او نورو وتلو عارفانو داسې او له دې سره په توپیر کې تفسیر وړاندې کړ، خو زیاتره متشرعین چې د قران په اساسي تاویل نه پوهېدل او ان صوفیانو دا ډول تفکر یو الحادي باله. (۱۰۲:۲)
عرفان، عقل او عشق:
په عرفاني دنیا کې سره ددې چې عقل او عشق طریق په لومړي سر کې سره توپیر لري او خينې پوهان خو په بشپړه توګه د عقل محاسبه په پام کې نه نیسي، خو د بشپړ عقل او کامل عشق تر منځ واټن او توپیر نه وي. د عارفانو په باور ډېر عاقل کسان هغه کسان دي چې ډېر عاشق هم وپېژندل شي.
همدا مسئله د امام احمد غزالي له خوا ډېره څرګنده بیان شوې ده، د غزالي په نظر چې په احیاءالعلوم الدین کې یې یادونه کوي. د علم د طریقې پای په دوه ډوله دی، یو د کاشفې پوهه او بله هم معامله:
لومړی ډول یا د کشف علم د باطن علم هم دی چې د علومو پایله او موخه ده، یو عارف څرګنده کړې ده چې هر څوک چې ددې علم توښه ونه لريو زه د هغه د کار له پایلې ډارېږم. دا علم د روښنايي یا نور علم دی چې د تطهیر او د قلب د تزکیې په باب لارښوونه کوي، هغه رټل شوي صفات چې په زړه کې ظاهرېږي، په پایله کې د نبي د نبوت پّ مانا وحې، شیطان، ملایکې یا اسماني ملکوت، د ځمکې جنت اور، عذاب، صراط، میزان، حساب، لقا او خدای ته قرب د سعادت حصول په باب معرفت او داسې نورې چارې کېږي. (۸۳:۳ )
پورتنیو تشریحاتو ته په پام سره ویلی شو چې اخلاق په بېلابېلو بڼو د عرفان په دنیا کې مطرح او د پام وړ دي، په دومره توپیر چې ځینو عرفاني سبکونو او ډلو د پیل لپاره د ځینو مقیدو اصولو او دورو په ډول وضعه کړي او رعایت یې ورباندې د یوه قانون په څېر جدیت لري، خو په ځینو نورو په ځانګړي ډول اسلامي عرفاني ډلو او پړاوونو کې له پیله تر وروستي منزلت پورې اخلاق د لارې د مشال او التزام په ډول مل دي او په څنګ کې یې د عرفاني تګلوري او نړۍ لید جزئیات او کلیات هم خپلو پیروانو ته بیان کړي دي او بشپړ رعایت یې د عارف په عرفاني موقف او مقام کې هم د حساب وړ دي.
پایله: عرفاني اخلاق او په عرفاني سیر کې ورته ژمنتیا د هر عارف هویت او شخصیت جوړوي، دا اخلاق په حقیقت کې د عرفان او سلوک دنیا ته د ورتګ هغه لار، نښه او دروازه ده چې عارف ورباندې د خپلو ورستیو مزلونو او منزلونو هغه لارې ګوري چې ده یې له وړاندې هېڅ اټکل نه دی کړی او ورته د نه پاملرنې یا نه رعایتولو په صورت کې تر خپل محبوب سیده نه شي رسېدلی.
د اسلامي عرفان په تاریخي سیر کې هر عارف ځانته اخلاقي موازین او اصول ټاکلي دي چې په فروعاتو یا جزییاتو کې سره جلا دي، خو په ټول یا کل کې یوازې یوه د وحدانیت نغمه غږوي او د عرفان لارویانو له تېروتنو ژغوري او په سپېڅلو زړونو کې ورته د اوسېدو ادرسونه هم ورکوي.
بله مهمه خبره دا ده چې عرفان یوه وجداني پېښه ده چې د انسان په دننه کې یوې روښنايي د پیدا کېدو مثال لري. سره له دې چې عرفانیان په ښکاره کې احساساتو ته ورته دی، خو په حقیقت کې عرفاني حالتونه د یوه باطني بصریت روښنايي ده چې د انسان د روان په ژوورو کې حقایق را برسېره کوي او د عقل او دلیل سره جوړ جاړی نه لري. سره دې چې په وصف او استدلال سره نه بیانېږي، خو په ذهن کې یوه داسې رڼا یو ډول اشراق او کشفیات دي چې د اهمیت او مانا لرونکي دي، په کلي توګه دا حالتونه یو با قدرته احساس او په انسان کې یوه داسې اغېزه پرېږدي چې که تېره هم شي؛ نو اغېز یې په منځه نه ځي.
اخځلیکونه
- براهنی، رضا.(۱۳۸۷لمریز). فرهنګ جامع اصطلاحات عرفاني ابن عربی. تهران: انتشارات.
- حبیبي، سراج احمد . (۱۳۹۹لمریز). عرفاني ادبیات. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
- زرین کوب، عبدالحسین. (۱۳۸۲لمریز). ارزش میراث صوفیه. تهران: انتشارات امیر کبیر.
- رحماني، ګل رحمن. (۱۳۹۹لمریز). د تصوراتو بڼ. کابل: د ولسمشرۍ فرهنګي مشاوریت.
- عبدالرحمن بابا. (۱۳۸۵ لمریز). د رحمان بابا کلیات. د حنیف خلیل په زیار. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
- کرګر، محمد اکبر. (۱۴۰۰ لمریز). انسان او جهان له عرفاني لیده. ننګرهار: هاشمي خپرندویه ټولنه.























































