دهلېز کې ښکته پورته کېدم، ومې نه شو کولی چې پیدا یې کړم. مخامخ مې وکتل چې یو څوک را روان دي، له لرې یې د فرانسوي عطر بوی راتلو، چې نيژدې شو، ښه لوکس او شیک ځوان و، د لوی کس په شان منظم ښکارېده، ترې ومې پوښتل:
– د ډاکتر نبي کوټه چېرې ده؟
هاخوا دېخوا یې وکتل، په لاس یې اشاره وکړه:
– هغې خواته.
مننه مې وکړه او راغلم، لومړی مې ور ټک ټک کړ، کوم غږ مې وانه اورید، دستګیر مې ښکته کړ، ور بند و، هماغه ځوان د تېرېدو په حال کې وویل:
ــ لږ وروسته راځي.
د تایید په مانا مې سر وخوځاوه.
څو شېبې تېرې شوې نه وې، چې ډاکتر صاحب راغی، زما د پلار ډېر نږدې ملګری و، له ستړي مشو وروسته یې کوټې ته بلنه راکړه، کېناستم. خپله کورتۍ یې وویستله، ځوړنده یې کړه، د نسخې پاڼې یې د مېز په سر واچولې، له میز څخه ګرد پورته شو، او زما د حساسیت ناروغي یې راژوندۍ کړه او په پرنجېدلو مې پیل وکړ. ډاکتر ډېره بښنه وغوښته چې پام مې نه وه، په همدې وخت کې په توند غږ نارې کړې:
ــ امانه هې امانه!
سر مې ښکته او لاس مې په خوله نیولی و، ډاکتر په توهیني ډول ډېرې خبرې وکړې او څو ځله یې تکرار کړې:
ـــ ته مې د دې لپاره مقرر کړی یې چې ځوان یې او باید په ښه توګه دې مسوولیتونه ادا کړې او ته وګوره چې هیڅ شی ته پام نه کوې.
ډاکتر ډېرې سپکې او سپورې ورته وویلې.
په اشنا غږ وویل شول:
ـــ ډاکتر صاحب وبښئ، سبا چې راغلم لومړی ستا کوټه پاکوم، نن مې د داکتر فقیر کوټه پاکه کړه.
ډاکتر یې خبره پرې کړه او سل نورې خبرې یې هم ورته وکړې سر مې پورته کړ، هماغه فرانسوي عطر وهونکی هلک ولاړ و.