سړی چې کله له کاره کور ته را ستون شو، له خپلې مېرمنې څخه یې پوښتنه وکړه: لمونځ دې کړی؟
میرمنې ځواب ورکړ: نه
سړي وویل: ولې؟
میرمن: کله چې له کاره راغلم ډیره ستړې وم، لږ استراحت مې وکړ.
سړي وویل: سمده اوس لاړه شه مخکې له دې چې ماخوستن شي، د مازدیګر او ماښام لمنځونه دې اداکړه!
د همدې ورځې په سهار سړی په یوه تجارتي سفر باندې لاړ او له ښاره د باندې ووت.
مېرمنې څو ساعته ورسته زنګ ورته وکړ، تر څو یې احوال واخلي، خو سړي ځواب ور نه کړ؛ بیا یې څو مسلسل زنګونه ورته ووهل، خو بیا هم چا ځواب ور نه کړ؛ د ښځې اندیښنه شوه، بیا یې څو پرله پسې زنګونه ورته ووهل خو چا ځواب نه ورنه کړ.
د ښځې اندیښنه زیاته شوه او ذهن ته یې ګډوډ فکرونه راتلل، چې خدای مه کړه څه پرې شوي نه وي، ځکه هغه به چې هر چېرته تللو له رسیدلو سره سم به يې اړیکه نیوله، خو اوس داسې نه و.
ښځه و وېرېده، یو ځل بیا یې موبایل راپورته کړ او په دغه اميد یې ورته زنګ ووهه چې کوندې ځواب ورکړي، خو دا ځل اړیکه ټینګه شوه، ښځې په لړرانده غږ وویل: ورسېدې؟
سړي ځواب ورکړ: هو الحمدلله روغ رمټ ورسېدم.
ښځې وویل: څه وخت؟
سړي زیاته کړه: تقریباً څلور ساعته مخکې
ښځې په غوصه ورته وویل: څلور ساعته مخکې رسیدلی یې او ماته دې یو زنګ هم ونه کړ؟!
سړي په سړه سينه ځواب ورکړ: کله چې ورسېدم ډیر ستړی وم، لږ استراحت مې وکړ.
ښځې وویل: په یوه زنګ خو څه مړ کېدلې نه چې خبره کړې دې وای چې ورسېدم، یا درته مهمه نه یم.
سړي ور غبرګه کړه: نه ګرانې داسې کومه خبره نه ده، ولې به راته مهمه نه یې.
ښځې وویل: د موبایل غږ دې هم نه آورېده؟
سړي ځواب ورکړ: آورېدلو مې
مېرمنې یې ورته وویل: بیا دې ولې ځواب نه راکوو؟
سړي وویل: تا ولې تېره ورځ د خدای(ج) زنګ ته ځواب ور نه کړ، په یاد دې دي چې د هغه اړیکه (آذان) د بې ځوابه پرېښود؟
دښځې سترګې له او ښکو ډکې شوې، شیبه غلې وه، بیا یې وویل: په یاد مې دي، داسې ټکي ته دې اشاره وکړه چې …
بښنه غواړم!
سړي وویل: نه ګرانې له مه څخه بښنه مه غواړه، له الله(ج) نه يې وغواړه.
زه په دې دنیا کې نورڅه نه غواړم، یوازې دا غواړم چې په جنت کې هم دواړه په په یو کور کې د یو بل سره خپل حقیقي ژوند وکړو، هلته به زه بې له تانه څه وکړم؟
ښځې له دې ورسته هېڅ لمونځ قضا او نا وخته ونه کړ.























































