په وچو او خېرنو وېښتو کې یې چاودلې ګوتې تېرې کړې، پزه یې کش کړه، د کراچۍ لاستی یې لمر تود کړی و، په لاسونو یې لاړې توف کړې، روان شو. ذهن یې پرېشانه و، د یو چا تصویر پرې منګولې لګولې وې، په وچو شونډو یې د خوښۍ له احساس سره ښکلې موسکا خپره شوه، خو زر ورکه شوه، لکه په باراني شېبه پسې چې وېرونکی توپان راشي. په بڼو پورې یې د اوښکو دوه درې څاڅکي ځوړند شول. د خیال په نړۍ کې روان و، موټر برېک ونیوه، د لاس ګاډي لاستی یې له موټي خوشي شو، زاړه څيزونه شاوخوا باد شول، یوه کس د موټر له مخکني سېټ سر را ویوست، په لوړ او ډډ غږ یې وویل:
په کومو فلسفو کې ورک یې، لکه چې غوږونه دې هم ډېرو خیرو در ډک کړي دي. خدای وهلو، ټول ښار مو بدرنګ کړی دی.