بریالیتوب ته رسیدل ډېر سخت نه دي، لږې حوصلې، راټول فکر، پلان، تمرکز، باور، حرکت او جرآت ته اړتیا ده.
لومړی مهمه ده له پلان سره پیوست ژوند ته دوام ورکړئ، دا به نه یوازې تاسو بریالي کړي، بلکې ژوند به مو ارام کړي.
که تاسو وغواړئ یا ونه غواړئ سهار کېږي او ماښام کېږي، یعنې ژوند خپله لاره وهي.
اوس مهمه ده موږ هغه څه وکړو چې ژوند ور باندې وشي.
زه ډېر ځوانان پیژنم ټمبل او بې هدفه ژوند تیروي، دوی یوازې ځان ته دوکه ورکوي او بېلابېل پلمې جوړوي.
که انسان وغواړي هرهغه څه کولای شي، څه شی چې غواړي. ولې ټمبلي او بهانې یې مخه نیسي.
مهمه نده په څنګه چاپیریال کې اوسو، ولې مهمه ده څه هدف لرو؟
موږ هر یو/ هره یوه په هر ځای کې کولای شو سهار وختي پورته شو له عبادت وروسته لږه مطالعه وکړو بیا هغه څه چې هدف مو وي ترسره یې کړو، په ورځنی مهال ویش کې ورزش وکړو، دوستان وپالو، له نورو سره مرسته وکړو، اړیکې جوړې کړو او کار وبار ولرو.
دا مهمه نده چې هغه لږ وې یا ډېر د لاس کار کوو که خصوصي شرکت لرو مهمه ده ټمبلې ونه کړو؛
ټمبلي تر ټولو لويه بدمرغي ده که ټمبل شوې نهیلی به شې،
که نهیلی شوې ناروغ به شې،
که ناروغ شوې دردمن به شې،
که دردمن شوې، بې حوصلې به شې،
که بې حوصلې شوې بې پروا به شې،
که بې پروا شوې بې دینه به شې،
که بې دینه شوې بې انسانیته به شې
او که بې انسانیته شوې، نو هر هغه څه به له لاسه ورکړې چې یو انسان یې لري.