لیکوال: محمدعاصم مایار
مد و جزر، چې د سمندر د اوبو سطحې لوړوالي او ټیټوالي ته وايي، یوه له هغو حیرانوونکو طبیعي پدیدو څخه ده چې د سمندرونو د اوبو حرکتونه کنټرولوي. د دې پروسې تر شا اصلي قوه د سپوږمۍ جاذبه ده. سپوږمۍ او ځمکه په خپل مینځ کې یو نازک جذبي توازن لري چې په سمندرونو او لویو اوبو کې یې اغېز څرګندېږي.
تاسو اوریدلی چې سپوږمۍ د ځمکې د جاذبې له کبله د ځمکې شاوخوا ګرځي. سپوږمۍ هم ځمکې ته ورته د جاذبې قوه لري. کله چې سټلایټ یا نور څیزونه سپوږمۍ ته نېژدې شي د ځان په لور یې کشوي. په دې توګه کله کله هغه توکی مات شي. همدغه د جاذبې قوه یې پر ځمکه هم اغېز کوي چې په ډېرو اوبو کې ښه جوتېږي.
کله چې سپوږمۍ د ځمکې په مدار کې حرکت کوي، د سپوږمۍ د جاذبې قوه هغه اوبه ځان ته راکښي، چې د سپوږمۍ مخامخ وي. له همدې امله، د ځمکې په هغو برخو کې چې سپوږمۍ ته مخامخ وي، د سمندرونو د اوبو کچه لوړېږي، چې دې حالت ته مد (لوړوالی) وایي. په مقابل کې، په هغو سیمو کې چې سپوږمۍ ترې لېرې وي، د جاذبې اغېز یې کمزوری وي، اوبه ښکته کېږي، چې دې حالت ته جزر (ټیټوالی) وایي.
سپوږمۍ او ځمکه په خپل مینځ کې د جاذبې قوې له لارې یو بل ته نښتي دي. د سپوږمۍ د جاذبې قوه د اوبو ذرات په مستقیم ډول ځان ته راکاږي، او دا د اوبو د پړسوب لامل کېږي. په عین وخت کې، د ځمکې جاذبه، چې د سپوږمۍ د جاذبې پرتله ډېره ده، اوبه د ځمکې په سطحه ساتي. دا دواړه قوې په ګډه اوبو ته یو متوازن حرکت ورکوي. دا توازن په هغو سیمو کې چې سپوږمۍ ته نږدې وي، او په مقابل جهت کې، د اوبو په حرکت اغېز کوي.
کله چې سپوږمۍ د ځمکې له یوه ځانګړې سیمې تېرېږي، په سمندرونو کې د هغې مستقیم جاذبي اغېز، د مد لامل کېږي. همدارنګه، په د ځمکې په بل اړخ کې د سپوږمۍ جاذبي قوه په اوبو ضعیفه کېږي، چې دې سیمو کې جزر یا ټیټ حالت رامنځته کېږي. سپوږمۍ د خپلې جاذبې قوې له امله، په یوه ورځ کې دوه ځله مد او دوه ځله جزر رامنځته کوي، چې دا پروسه د ځمکې د ګرځېدو او د سپوږمۍ په حالت پورې تړلې ده.
د سپوږمۍ له کبله مد او جزر کې د لوړوالي توپیر د سپوږمۍ د واټن، جغرافیوي شرایطو او نورو عواملو له کبله توپیر کوي. په عادي شرایطو کې، د مد لوړوالی په متوسط ډول د 1 تر 2 مترو پورې وي، خو د جغرافیې شرایطو له مخې ممکن له دې ډېر هم شي. د بېلګې په ډول د کاناډا په Bay of Fundy کې، د اوبو د مد او جزر تر منځ توپیر 16 مترو ته رسېدلی شي.
په دې پروسه کې که څه هم د سپوږمۍ جاذبه اصلي عامل دی، د لمر جاذبه قوه هم په مد و جزر اغېز لري. په ځانګړي ډول کله چې سپوږمۍ، ځمکه، او لمر په یو خط کې وي (لکه د نوې سپوږمۍ یا پوره سپوږمۍ پر مهال)، د لمر او سپوږمۍ د جاذبي قوې په ګډه عمل کوي، او د مد و جزر د ارتفاع توپیر ډېرېږي. برعکس، کله چې لمر او سپوږمۍ د ځمکې په مخالفو جهتونو کې وي، د هغو د جاذبي قوې یو بل خنثی کوي او جزرونه کمزوري وي.
دا پروسه نه یوازې د سمندرونو په اوبو کې حرکات رامنځته کوي، بلکې زموږ د ځمکې چاپېریال او سمندري ژویو لپاره هم حیاتي ارزښت لري. د سمندر د اوبو حرکتونه اوبو کې تازه اکسیجن مخلوطوي، چې سمندري نباتات او حیوانات له دغه منحل شوی اکسېجن د بقا لپاره کار اخلي. همدارنګه، د سمندري ژویو د تغذيي او تکثر لپاره د اوبو دا حرکتونه مهم دي.
په لنډ ډول، سپوږمۍ د سمندرونو د اوبو یوه مهمه مرستندویه ده، چې جاذبه قوه یې زموږ د سیارې په اوبو کې مد و جزر رامنځته کوي، او زموږ د طبیعت په متوازن ساتلو کې حیاتي رول لوبوي.