دا کیسه په حقیقت کې په سوریه کې پېښه شوې، د ګنډلو د کارخانې د مالک لخوا روایت شوې:
د کیسې لیکوال وايي:
ما د ګنډلو/خياطۍ یوه فابریکه درلوده، په خوا کې مې يوه ګاونډۍ اوسېده، چې د خاوند له مرګ وروسته يې له دریو ور پاتې یتیمانو سره ژوند کوه، یوه ورځ زما فابریکې ته راغله او راته یې وویل:
ای فلانیه زه د ګنډلو ماشین لرم او خاوند مې پرې کار کاوه، اوس موږ نه پوهېږو، چې څنګه پرې کار وکړو او زه غواړم چې د همدې ماشين څخه خبلو یتیمانو ته نفقه پيدا کړم، ایا زه دا ماشین ستا فابریکې ته راوړلی شم؟ ایا ته دا ماشین له ما څخه په کرایه اخلې؟ ترڅو زه وکولای شم له دې ماشين څخه زما او زما کورنۍ ته د ژوند کولو لپاره عاید ترلاسه کړم؟
نو زه له هغې وشرمېدم او ورته مې وویل: په سر سترګو ولې نه، ته یې ماته راولېږه، کله، چې هغې مېرمنې ماشین راوړو، ما ولیدل، چې دا خورا زوړ ماډل ماشین دی، دا هېڅکله او د هېڅ شي لپاره نه شي کارول کېدای، خو ما ونه غوښتل، چې د هغې مېرمنې ذهن مات کړم او هغه ناهیلې شي، نو ما ترې وپوښتل: زما خورې، ته د دې ماشین څومره کرایه غواړې؟ هغې وویل: درې زره لیرې، ما له هغې څخه ماشین واخیست او ورته مې وویل: زما خورې تاته دې خدای ج اجر درکړي او درې زره لیرې مې هم ورته ورکړې، له هغې مې ماشین واخیست او د کارخانې په یوه کونج کې مې کېښود، ځکه، چې دې ماشين نه کار کوه او نه ترې ګټه اخيستل کېده.
لس کاله همداسې تېر شول، هغه مېرمن به هره مياشت د ماشين د کرايې لپاره راتله او خپله کرايه به يې اخيستله، خو د فابريکې په کونج کې پروت ماشين نه کار کاوه او نه يې ماته ګټه کوله.
له لسو کلونو وروسته موږ له کوچنۍ فابریکې څخه د ښار په څنډه کې یوې نوې فابریکې ته ولاړو، موږ، چې کله د کارخانې توکي لېږدول، ما د لابراتوار رئیس ته وویل: د هغې مېرمنې ماشین هم له ځان سره نوي ځای ته انتقال کړئ، د لابراتوار رئيس وويل: استاده، د هغې مېرمنې په ماشين موږ څه کوو او ولې يې له ځان سره وې سوو؟ ما ورته وویل: دا تا پورې هېڅ اړه نه لري، ته يوازې ماشين انتقال کړه. ورځې او کلونه تېر شول، لس کاله وروسته جګړه پیل شوه، قسم په خدای ج، چې له هغه پرته بل معبود نشته، زما له لابراتوار پرته ټوله سیمه ویجاړه شوه. د جګړې له امله مې له هغې مېرمنې سره اړيکه پرې شوه او ډېره هڅه مو وکړه، خو پته يې نه وه معلومه او کله مو، چې يې ټېلفون ته زنګ وواهه، نو موبایل يې بند و. څه موده وروسته د لابراتوار رئیس ماسره کار پرېښوده او اروپا ته یې سفر وکړ او له سفر څخه دوه میاشتې وروسته یې ما ته زنګ وواهه او راته یې وویل: ما یو خوب ليدلی، ایا ته غواړې، چې له ما څخه یې واورې؟ ما ورته وویل: هو! څه خوب دې ليدلی؟ هغه وویل: ما په خوب کې وليدل، چې یو چا راته ټېلفون وکړ او ماته يې وويل: هغه فلاني ته ووايه، چې د هماغه کونډې او يتيمانو د ماشين په برکت مو ستاسو کارخانه ستاسو لپاره خوندي کړه. د کیسې لیکوال وایي: بدن مې ولړزېده، اوښکې مې په مخ روانې شوې، ما وویل: الحمد لله! په خدای ج قسم کوم، زما له کارخانې څخه یوه ستنه هم نه وه وتلې، په داسې حال کې، چې د کارخانې شاوخوا ټوله سیمه په جګړه کې ویجاړه شوې وه.
درس: نېک عملونه؛ جنګیالي له بدیو څخه ساتي.