په کائناتو کې هر شی خپله ژبه لري، خو ستونزه دا ده چې د داسې بې روحه شیانو ژبه ساینسي ده، نو زیاتره خلک یې سپېره بې اهمیته او ګونک کاڼي بولي، حال دا چې د دې شډلو کاڼو ژبه دومره باریکه ده چې مغرور انسان خپله ناپوهي د دوی له نیمګړتیا سره اشتباه کوي. شاوخوا بوټي او کاڼي را ته غږېږي، خو موږ دومره ظرفیت نه لرو چې سم ور ته غوږ شو.
د دې کاڼي حافظه دومره قوي ده چې د خپل میلیاردونه کلونو اوږده عمر ټولې خاطرې یې یاد دي، هغه داسې چې:
ټولې تیږې د “پیلومقناطسي” یاداشتونو په نوم د یوې ځانګړنې ظرفیت لري چې د ځمکې د مقناطسي کرښو په مرسته کار کوي او په کاڼي کې د یادو کرښو له تحلیله دا څرګندېږي چې په هغه باندې د میلیاردونو کلونو په جریان کې کوم “زحمتونه” تېر شوي. د ډبرو دغه ځانګړنه لرغونپوهان هم کاروي. هره ډبره د میلیاردونو کلونو خاطرې او کیسې لري، نو لنډعمری انسان کله دومره حوصله لري چې له هرې تیږې سره خبرې وکړي! تاسې یې را وغږوئ چې د ځمکې د ټولو طوفانونو، سیلابونو، تندرونو، یخونو، ګرمیو، قحطیو، وباګانو او هر څه کیسې در ته وکړي.
دا کاڼي چې موږ ته څومره کلک او سخت ښکاري، اصلاً داسې نه دي، دا زموږ کمزوري ده چې د دوی نرمو زړونو ته لاره نه شو کولای. د دوی د جوړښت اساسي برخې (اتومونه) خاص زموږ د بدنونو په څېر دي. د دوی په کلک وجود کې هم واړه ظریف ذرات تېزې منډې وهي او هیڅ کلکوالی نه حسوي.
د دوی هغه برخه چې انسانانو یا نورو پېښو ترې جلا کړې ده، د دوی اوس هم نه هېرېږي او د “ذروي ښکېلتیا” د قانون له مخې میلیاردونه کلونه وروسته هم اړیکې ور سره لري.
کومې تیږې چې موږ د خپلو تعمیرونو په ودانولو کې لګولې دي، خپلې جلا شوې ټوټې یې اوس هم یادې دي او اړیکې ور سره لري. ههههه دوی ډېر صبر لري، ځکه پوهېږي چې د انسان عمر ډېر کم دی، کورونه یې تر سل کاله زیات پایښت نه لري، د کور له ړنګېدو وروسته همدا ډبرې بیا له دېوالونو رالوېږي او په خپله قوي حافظه کې د انسان د لنډ ژوند خاطرې هم ځان سره ساتي.
انسانه! ته چې هر څومره تنها یې، د کوټې هره برخه دې ویني او هر څه دې اوري، ستا هر څه په کائناتو کې ثبتېږي. ته په یوه منظم او امنیتي کامرو سمبال کائناتو کې د لنډ مهال لپاره پیدا شوی یې! ته هیڅکله تنها نه یې! که دې د کائناتو ژبه (فزیک) لږ زده وي، نو هیڅکله به تنهایي حس نه کړې او له هرې خزندې، کاڼي او بوټي سره به خبرې کولای شې.
خو د انسان همدا لنډ عمر چې له بې شمېره ارمانونو او خاطرو سره تېرېږي، وروستۍ مرحله نه ده. موږ به له مرګه وروسته بیا راځو. مرګ د فنا وروستی سرحد نه دی، یو بل پړاو دی.
مشهور فزیکپوه، راجرپنروز او ډاکتر هامروف په خپله Orch-OR نظریه کې دا ویلي چې له مرګه وروسته بیا ژوند شته. دې ته ورته خبره مشهورې جرمنۍ فزیکپوهې، سبینا هازنفلډر هم کوي چې مرګ وروستی پړاو نه دی.
موږ به بیا راګرځو او د کائناتو په جالب سفر کې به یو بل پړاو پیلوو.
کائنات ډېرررررر عالي جوړ شوي دي، ټول کاڼي او بوټي زموږ همسایهګان او همسفره دي، راځئ خبرې ور سره وکړو. ههههه انسان څومره کمزوری دی، یوازې د انسانانو کمښت او نیستي، تنهایي ور ته ښکاري. حال دا چې موږ هیڅ تنها نه یوو!