هغه وخت چې سارا اته کلنه وه، مور او پلار یې دهغه د کوچني ورور په اړه خبرې کولې. دا پوهه شوه چې هغه سخت ناروغ دی، او د درملنې لپاره یې پوره پیسې نلري. پلار یې هم په دې وختونو کې له دندې لرې شوی و او نه یې شوای کولای د هغې د ورور د عملیاتو پیسې ورکړي.
سارا واوریدل چې مور یې پلار ته وويل چې اوس یوازې معجزه کولای شي چې زموږ زوی وژغوري.
سارا همداسې خپه خپل اتاق ته لاړه او د تخت له بیخ نه یې خپله خاورينه خزانه را واخیسته، ماته ېې کړه او پیسې یې په تخت باندې واچولې، ایله پنځه ډالر وو. شیبه وروسته له کوره ووته، څو کوڅې وړاندې لاړه، درملتون ته ننوته ډاکتر ته یې وویل: ورور مې سخت ناروغ دی غواړم معجزه ورته واخلم.
ډاکټر حیران شو وویل، وبښئ پوه نشوم!؟
سارا زیاته کړه: زما د کوچني ورور په سر کې کوم څه دي، پلار مې وایي چې یوازې معجزه یې ښه کولای شي، اوس غواړم معجزه واخلم.
معجزه په څو ده؟
ډاکتر وویل: وبښه لورې موږ معجزه نه خرڅوو.
د سارا سترګې له او ښکو ډکې شوې او ویې ویل: د خدای لپاره ډاکتر صیب د هغه حالت بیخي خراب دی، پلار مې پیسې نه لري، ترڅو معجزه واخلي، زما سره هم ټولې پیسې همدا دي، اوس نو زه معجزه له کومه کړم؟
د ډاکتر شاته ولاړ کس چې تورې جامې یې پر تن وې له سارا څخه وپوښتل: څو پیسې لرې؟
سارا موټی خلاص کړ او سېکې یې ورته وښودلې.
سړي وخندل او ویې ویل: آه څومره جالب فکر کوې دا پیسې به د معجزې د رانیولو لپاره بسنه وکړي؛ نږدې ورغی د نجلۍ لاس یې په خپل لاس کې ونیو او ویې ویل غواړم ستا مور او پلار ووینم، فکر کوم ستا د ورور لپاره معجزه زما سره شته.
دا سړی ډاکتر آرمسترانګ و، چې شیکاګو کې اوسېده د مغز او اعصابو په درملنه کې یې تخصص درلود.
په سبا ورځ یې د هلک د سر عملیات وکړ او هغه یې له مرګه وژغوره.
له عملیات وروسته د سرا پلار ډاکتر ته وویل: ډېره مننه کوم چې زما زوی مو له مرګه وژغوره، په رښتیا هم چې دا یوه معجزه وه، ووایه چې اوس د دې کار لپاره څومره پیسې درکړم؟
سارا وخندل او ویې ویل: بس یوازې پنځه ډالر وو چې ما ورکړل.























































