لیکنه: عبدالوافي نایبزی
د ټاپي پروژې تاریخ او شالید:
د ۲۰۰۲ کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د حکومتونو مشران د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې سره جرگه شول او د یو بین الحکومتي درې اړخیز تړون په لاسلیکولو سره یې د پروژې لپاره نوی بنسټ کېښود. دا پروژه په دې وخت کې درې اړخیزه وه یانې ټاپ (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان) نومېده، خو د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر کې د یو بل څلور اړخیز بین الحکومتي تړون په لاسلیکېدا سره هند هم رسماً له ټاپ سره یو ځای شو او دا پروژه له (ټاپ) څخه (ټاپي) شوه.
اصلاً د ټاپي پروژې مفکوره په ۱۹۹۰م کلونو کې رامنځته شوله او په دې پروژه کې بېلونو ډالرو پانګونې ته اړتیا وه چې دا ډول پانگونه د سیمه يیزو هېوادونو د وسې نه په هغه وخت کې بهر وه. هماغه و چې دوه نړیوالو د تېلو او ګازو کمپنیو چې یوه یې امریکایي UNOCAL نومېده او بله یې ارجنتیني Bridas وه علاقه وښودله چې د ټاپي په پروژه کې پانګونه وکړي (مگر ټاپي پروژه اوسمهال نه برېډاس او نه هم یونیکال کمپنۍ ته ورکړل شوې، بلکې د دې پروژې تړون له ټي پی سي ایل – TPCL شرکت سره شوی، چې د ټاپي نللیکې د غځولو چارې به پرمخ بیايي.)
ټاپي کې دخیل حکومتي او غیر حکومتي ونډې:
په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان خپل د ګازو دولتي شرکتونه معرفي کړل، چې هر یو د خپل دولت په استازیتوب د پروژې تخنیکي چارې مدیریت او پر مخ یوسي. د افغانستان په استازیتوب افغان گاز تصدي، د ترکمنستان په استازیتوب ترکمن گاز، د پاکستان په استازیتوب انټرسټېټ ګاز پرایوېټ لمېټد (ISGS) او د هند په استازیتوب گېل لمېټډ (GAIL) پروژې ته معرفي شول.
د ټاپي روټ او تخنیکي اړخونه:
د ټاپي گازو پایپلاین ۱۸۰۰کیلومتره واټن ولري، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لیږدول کېږي. د دې نللیکې ۱۴۷کیلومتره به د ترکمنستان په خاوره کې او ۷۳۵ کیلومتره به یې افغانستان کې چې له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو تېریږي او ترڅنګ یې ۸۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي له پاکستان څخه لیږدول کېږي.
د هرات کندهار د لویې لارې ترڅنګ د نللیکې له تېریدو سره به د پاکستان د کوټې او ملتان له ښارونو تېره شي او په پای کې به د هند فازیلیکا ته ورسیږي.د دې پروژې ټول لګښت ۲۲ میلیارډه او ۵۰۰ میلیونه ډالره ښودل شوی دی.
اقتصادي ایتلاف رامنځته کېدل:
څلور واړو هېوادونو پرېکړه وکړه، چې د پروژې د تطبیق لپاره به یو کنسرسیوم (د دولتي او غیردولتي ادارو تر منځ یو اقتصادي ایتلاف) جوړوي. ترکمن ګاز ته د ۸۵٪ ونډې په ورکولو سره د کنسرسیوم د رهبرۍ مسولیت وسپارل شو او پاتې ۱۵٪ ونډه پر افغان ګاز، انټرسټېټ ګاز سیستم او ګېل باندې ووېشل شوه، چې هر یو په پروژه کې د ۵ سلنه درلودونکی شو.
په ۲۰۱۵ کال کې د ټاپي کمپنۍ لمېټډ (TAPI Company limited) په نامه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د ټاپي شرکت تاسیس شو، چې د پروژې د ډیزاین، تمویل او تطبیق چارې پرمخ یوسي. اوسمهال د پروژې د مدیریت، تطبیق او تمویل چارې د همدې شرکت پر غاړه دي.
په افغانستان کې د ۲۰۰۱م کال له تحولاتو څخه وروسته بیا د دغې پروژې اهمیت باندې ډېر بحثونه وشول، ځکه هند او پاکستان د اقتصادي پراختیا لپاره انرژي ته ځانګړې اړتیا لري او ترکمنستان هم مجبوره دی چې خپل ګاز وپلوري. داکار ترهغې ناشونى دی ترڅو په افغانستان کې امن نه وي او د افغانستان حکومت باید په دغه پروژه کې شریک وي.
افغانستان، ترکمنستان، هند او پاکستان په ۲۰۱۰م کال کې یو هوکړه ليک لاسليک کړ ترڅو د دې پروژې د عملي کولو لپاره زمینه مساعده شي. څلور واړه هېوادونه دې تفاهم ته ورسېدل ترڅو چې دوی په خپله په دغه پروژه کې پانګونه ونه کړي، دا پروژه عملي کیدلى نه شي. د کرزي د حکومت په وخت کې هم د دغې پروژې په هکله یو څه کار او خبرې وشوې، خو دا چې د هغه وخت حکومت خپله کافي توجه د دغې پروژې د عملي کولو لپاره ونه کړه، یا یې د فرصت نه ګټه وانخيستله او یاهم تخنیکي مهارت او یا سیاسي اراده یې نه درلوده، نو د دې پروژې کار لکه څرنګه چې لازم و هغسې پر مخ نه و لاړ.
ټاپي د افغانستان د اقتصادي او امنیتي ودې لهپاره ولې مهمه ده؟
ځینې وختونه مجبوریت هم هېوادونه همکارۍ ته اړ کوي، ځکه هند او پاکستان دا ډول انرژي د چین او یا بل کوم هېواد څخه نهشي کولای چې لاسته راوړي. همداشان که دوی د نورو هېوادونو او یا نړیوالو کمپنیو په تمه لاس تر زنې کینې، بیا هم دوی به هېڅکله دا پروژه عملي نه کړي. په داسې حال کې چې هند او پاکستان دواړه د اقتصادي پراختیا لپاره انرژي ته سخته اړتیا لري.
څلورو واړو هېوادونو د دغې پروژې د عملي کولولپاره، د اسیایي پراختیایي بانک څخه تخنیکي مرسته وغوښتله، تر څو دغه بانک د یو منځګړي په توګه رول ولوبوي، تخنیکي مشورې ورکړي او یو داسې میکانیزم رامنځته کړي چې دا پروژه عملي شي. د اسیایي پراختیایي بانک د دې هېوادونو دا غوښتنه ومنله او داسې میکانیزم یې رامنځته کړ چې د دې څلورو هېوادونو دولتي او غیر دولتي کمپنۍ به پانګونه کوي او اسیایي پرمختیایي بانک به تخنیکي مرستې کوي.
افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال کابو ۵۰۰میلیون ډالره د ترانزیت، او کله چې د ټاپي پروژه بشپړه شوه، نو تر لسو کلونو۵۰۰ میلیونه مترمکعبه ګاز او تر شلو کلونو پورې به یو میلیارډ مترمکعب کاز ترلاسه کوي.د لومړنیو څېړنو او شمېرو له مخې د ټاپي ګازو پایپلاین به هر کال ۳۳ میلیارده مترمکعب ګاز لیږدوي.
ټاکل شوې ده چې د ټاپي پروژې تر څنګ یو شمېر نور وړې او لویې پروژې هم پلې شي.د دې پروژې بله برخه هم د ۵۰۰کیلوواټ برېښنا لېږد ده چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان ته لیږدول کېږي.د دې ترڅنګ په سیمه کې به د نوري فایبر مزی هم ولیږدل شي او دا به ګاونډي هېوادونه سره ونښلوي.
د ټاپي ترڅنګ بله پروژه له ترکمنستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلی لېږد دی چې تر څنګ یې ویل کېږي چې دافغانستان تورغنډۍ د اورګاډي پټلۍ چې ۱۳ کیلومتره واټن لري د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت به د ترکمنستان له لارې ورغول شي.