ژباړه: استاد اسدالله غضنفر
یوه هلک ته، چې همېشه به غوسه کېده، خپل پلار د مېخونو کڅوړه ورکړه، ورته ویې ویل: هر وخت چې په قهر شې، د لرګیو په دېوالګي باندې یو مېخ ټک وهه.
په اوله ورځ هلک اووه دېرش مېخونه ټک وهل. دا شمېر وار په وار کمېده، ځکه د مېخ تر ټک وهلو د قهر ایسارول اسان وو. اخر داسې وخت راغی چې هلک نه په قهر کېده.
دغه وخت پلار زوی ته وویل: “اوس نو هره ورځ یو یو مېخ راباسه.”
زوی د مېخونو په را ایستلو پيل وکړ او هغه ورځ را ورسېده چې په لرګو باندې هېڅ ټک وهلی مېخ پاتې نه و.
پلار زوی ته وویل: “دلته اوس هېڅ میخ نه دی پاتې، مګر نښې یې پاتې دي. غوسه هم دغسې وبوله. که یو چا ته تونده خبره وکړو او وروسته هر څومره بښنې وغواړو، خو د هغه په زړه کې یې داغ پاتې وي.