ژباړن: استاد اسدالله غضنفر
وو نه وو یو سهار په یوه ځنګله کې یوې پیشو یو ګیدړ ولید. پیشو ته چې ګیدړ ډېر پوه او رسېدلی ښکارېده، په ډېر عزت یې ورسره روغبړ وکړ:
ـــ اسلام علیکم ګیدړ لالا، شکر چې ومې لیدې، موږ خو په تا فخر کوو، څنګه یې؟ په دې بد وخت کې دې ګوزاره څنګه ده؟
ګیدړ ته چې په دې خبرو خیال ورغلی و، ځان ورته ډېر غټ ښکاره شو، په زړه کې ور تېره شوه چې دا پیشو لا څوک ده چې زما د ګوزارې پوښتنه کوي، نو یې وویل:
ـــ ته چیکاره یې چې ماته وایې چې ګوزاره دې څنګه ده؟ ستا تعلیم څومره دی؟ په څه پوهېږې؟ کوم کوم چلونه دې زده دي؟
پيشو په ماته غاړه ځواب ورکړ: صاحب یو چل مې زده دی.
ګیدړ وپوښتله: کوم چل؟
پیشو ورته وویل: که سپی راپسې راشي، نو دا مې زده دي چې ونې ته ټوپ کړم او ځان ورنه وساتم.
ګیدړ وویل: بس ټول همدا؟ های های بې کماله پيشو، زه په سلو چلونو کې استاذ یم، له ما سره بوجۍ بوجۍ چلونه دي. راشه چې یو څه در زده کړم او پر دې دې هم پوه کړم چې له سپیو به څنګه تښتې؟
ګیدړ لا خبرې کولې چې یو ښکاري له څلورو تازیانو سره را پيدا شو. پیشو سمدستي په ونه وخته، د ونې په سر کې یې ځان په پاڼو او په څانګو کې پټ کړ. خو ګیدړ د تازیانو په منځ کې ایسار شو. پيشو ورباندې اواز وکړ، د چلونو د هغې یوې بوجۍ سر خو پرانیزه چې بچ شې!