لیکنه: محمدعاصم مایار
اوسمهال ټولنیزې شبکې د معلوماتو او نظریو د خپرولو یوه پیاوړی وسیله ګرځېدلی، خو له بده مرغه، دا د حماقت او بېپوښتنې باورونو په پراخولو کې هم اساسي رول لوبوي.
ټولنیزې شبکې د دې وړتیا لري چې غلط معلومات په چټکۍ خپاره کړي، او ډېر وخت د حقیقت پلټنه نه کېږي. افواهات او ناسمې نظریې په چټکۍ سره خپرېږي، ځکه خلک ژور تحلیل ته کوي، بلکې په چټکۍ سره د ښکاره معلوماتو منلو ته تمایل لري.
د دغو شبکو الګورېتمونه خلک په داسې ډلو کې راټولوي چې ورته نظریات شریکوي. دا حالت خلک له حقیقتونو او بېلابېلو نظریاتو لرې ساتي. په دې چاپېریال کې، حماقت او ناسم باورونه تکرارېږي او داسې ښکاري چې د حقیقت ځای نیسي، ځکه چې خلک په ورته فکرونو کې بند پاتې کېږي. دې ته د اکو چیمبرز اغېز هم وایي.
بله دا چې ډېری کسان د نورو د پام راجلبولو او شهرت لپاره نامعقول، بېبنسته خو د پام وړ محتوا خپروي. دا هم د حماقت د پراختیا یو عامل دی. خلک اکثره د لایکونو، شېرونو او د شهرت ترلاسه کولو په لټه کې وي، چې له کبله یې بېاساسه او ناسمه محتوا خپروي.
همدارنګه ټولنیزو شبکو کې لنډیز او چټکتیا ته ډېره پام کېږي. ډېر خلک د موضوعاتو ژور تحلیل ته نه ځي. دا چټکه خبرتیا، چې کمزوری تحلیل یې لامل دی، د حماقت د خپرېدو لپاره مناسب چاپېریال جوړوي، ځکه چې فکر او ژور نظر په کې ورک کېږي.
پای کې دا چې ټولنیزې شبکې، سره له دې چې د معلوماتو شریکولو او زدهکړې یو ارزښتناکه وسیله کېدای شي، په ورته وخت کې د حماقت او ناسمو باورونو د پراخولو خطر هم لري. د دې د مخنیوي لپاره باید د حقیقتونو پر ژور تحلیل او معقولیت تمرکز وشي، ترڅو د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه ونیول شي.
همدارنګه په فردي توګه هم باید په ټولنیزو شبکو کې خپل چاپېریال او رفتار ته پام وکړئ.