محمدظریف عنایت زی
زما مور به ویل ما خپلې ورځې پوره کړې خو ته تراوسه نوی ځوان یې د ژوند ټول رنګونه اوخوندونه ستا په پښو کې پراته دي خوشاله ژوند وکړه تر څو چې زیار ونه ګالې سوکالي نه شې ترلاسه کولی، پرالله تعالی تکیه ولره هرڅه به خداي درته آسانه کوي، راتلونکي ته هیله من واوسه ځکه په هره تیاره پسې د سبا رڼا راتلونکې ده.
شا ته مه ګوره چې تېر وختونه د ایرو انبارونه دي او بله دا چې انسان باید په ژوند کې هرې سختۍ ته اوږه ورکړي ځکه نارینه په زغم او زیار سره بریالی کېداي شي. راتلونکي ته هیله مندي له لاسه مه ورکوه، زما دعا درسره ده. مور به مې تل راته ویل: الله دې په لاسونو کې تورې خاورې سره زر کړه، د مور خبرې مې تل په غوږونو کې انګازې کوي.
که څه هم د ځوانۍ په جوش کې زما نورو همځولو له ژونده خوند اخیست او هره شېبه به یې یوازې د خوښیو او ټوکو ټکالو په اړه فکر کاوه خو زه له یوې خوا ښوونځي ته تلم له بله پلوه به مې د خپلو ورځنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره هر سخت کار ته اوږه ورکوله نیمه ورځ به مې کار کاوه او آن د جمعې په ورځو خو به چې زما همځولو د سیل او چکر لپاره سیمې ټاکلې او د جمعې ورځې به یې په خوښیو او خنداوو تېرولې، ما به سهار وختي د کاریګرو چوک ته ځان ورساوه او له چا سره به د کار لپاره تلم.
ما به د جمعې په ورځ د خټو په سخت کار تېروله مازدیګر به مې مخ او لاسونه پرېمنځل او د کور په لور به ستړی ستومانه روان شوم خو له دغو ټولو سختیو سره سره به د مور مینې دا هرڅه راته آسانه کړي و، دغه احساس زما پر نورو هیلو او غوښتنو هم بریالی شوی و.
له ستونزو او کړاوونو سره سره هغې زه د دې دنیا له خوندونو او لذت سره آشنا کړم او د ژوند تر وروستیو شېبو پورې یې د رازونو ډکه جذبه او له ژوند سره د مینې، له ستونزو سره د مقابلې، د غمونو په وړاندې د زغم او د ناخوالو په وړاندې د صبر درس راکړ.
هغې ماته مینه، ښکلا، خوندونه او لنډه دا چې د خوښیو شېبې راپه برخه کړې وې، له هماغه وخته چې ما خپل ښی او کیڼ لاس وپېژندل زما مور د لیک لوست او علم او پوهې درس راکړ، تل یې پر زده کړې ټینګار راته کاوه او علم او پوهه یې نه یوازې د مادي ژوند بلکې د معنوي اړخ یوه اړتیا بلله.
د ځوانۍ نوی سهار د ټولو لپاره د خوښۍ سبب وي او ټول په تللې ځوانۍ پسې خپه او غمجن وي خو ماته د ځوانۍ وختونه له دردونو او ترخو یادونو پرته بل څه نه دي. نور خلک د ځوانۍ په شور او مستۍ کې یوازې د خوښیو او مستیو په فکر کې ډوب وي خو زما ځواني بل ډول وه د ځوانۍ جوش مې په درد او غم بدل شو او پر ما یې د خوښیو دروازې وتړلې.
ترخو یادونو زما د زړه پر شاوخوا یو جال خپور کړ، هغه غم چې زما ځواني او مستي پکې زنداني وه، زه دغه غم ګوښه کیناستلو ته وهڅولم.
کله کله د تېرو وختونو پاڼې اړوم رااړوم او زړه مې غواړي چې خلک پرې خبر کړم. زما د ځوانۍ په جوش کې د غم څپې زما پر زړه داسې لګېدې لکه توند شمال چې د خزان وهلو ګلانو پر پاڼو لګېږي، زما زړه د خزان وهلي ګل د پاڼو په څېر ټوټه ټوټه او تیت پرک شو.
زما د ځوانۍ جوش و چې زما اوښکې د تل لپاره وچې شوې او نور نو زه له موسکا سره ناآشنا شوم.
دغه کیسه زما د ځوانۍ له لومړیو پیلېږي، زه به د ژوندانه په څوارلسم پسرلي کې وم چې ناڅاپه د هغې بیلتون داسې راویښ کړم لکه څوک چې له خوبه راویښ شي.
خو کله چې هغه ولاړه او زه یې په فاني نړۍ کې یوازې پرېښودم له هغې ورځې زما اوښکې د پرخې د هغو څاڅکو په شان چې د سهار له سترګو راڅڅېدلې وي او د مړاوي ګلاب په پاڼو کې تم وي زما پر بڼو هم اوښکې همداسې تم شوې.
د مور مړینې زما وزرونه او بڼکې راوایستلې او زما زړه يې داسې راایسار کړ لکه هغه سمندر چې هېڅ خوا ته یې د تلو لاره نه وي. په هرحال تېر یادونه په انسان کې یو عجیب احساس راپنځوي.
هغه شېبې چې ما له خپلې مور سره مې تېرې کړې هغه د پېړیو تر بې خونده ژونده ښکلې دي، توپان د اوبو د بې رحمه څپو په غېږ کې له یو بل څخه بېل کړو، زما هیلې په داسې ړندو غمونو بدلې شوې چې له خپل ځانه پرته د بل چا د لیدو توان نلري.
زما لپاره د یوې غمجنې او بدمرغه ورځې لمر خپلې وړانګې پر هر لوري غوړولې وې چې زه یې د تل لپاره یوازې پرېښودم، زما مور د تل لپاره له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې او له هغه وروسته یې د غمونو پېټی پر اوږو ګرځوم، که څه هم له هغې ورځې له دېرشو زیات کلونه تېریږي خوغم یې داسې تازه دی لکه همدا څو شیبې مخکې یې چې رانه د تل لپاره رخصت اخیستی وي.
سره له دغو ټولو غمونو له خنډونو سره پرمخ تلل او په خندا د ستونزو او پردېسۍ ژوند هرکلی د ژوندانه اصول دي او زه هم د خپلې مور په وینا راتلونکي ته په هیله مندۍ د ژوندیو له کاروان سره مل یم او پرمخ روان.
که څه هم له هغې وروسته زما د زړه مزي دومره کمزوري شوي چې په وړه خبره هم شلیداي شي، هر څه راته بې خونده شوي او په هېڅ شي کې هاغه پخوانی خوند او مزه نشته د هغه باچا په څېر چې د خپلو ماڼیو په کنډوالو کې د تخت پرسر ناست وي.
نو مور د الله تعالی له لوري د پنځون په نړۍ کې داسې سوغات دی چې بېلګه یې نشته او ټوله مینه، همدردي، اخلاص، صداقت، زغم او لنډه دا چې ټول ښه د مور په مینه کې خلاصه کېږي.

























































