ژباړه: حامد بهیر
انسان د نورو وړتیاوو تر څنگ دوې ځانگړې وړتیاوې لري چې زده کول او د نورو پوهول دي.
خو ځینې وخت لیدل کېږي چې د دغو دوو لورو تر منځ چې زده کړه کول او نورو یې لېږدول دي، تعادل نه وي مراعات شوی او همدا دوه کارونه د دې سبب کېږي چې یا سمه زده کړه ونه کړو یا هغه څه مو چې زده وي نورو ته یې په سمه توگه انتقال نه کړو.
ستونزه په څه کې ده؟
د زده کړې په بهیر کې یو مهمه انگېزه د پوهاوي فکر او د درغجن غرور درلودل دي، چې سټه یې په انسانانو کې د راون پېژندنې ستونزې ته را گرځي؛ ځکه ځینې د یوه علم یا د مسلکي زده کړو د ځینو برخو له زده کولو ورسته داسې کمزوی فکر کوي چې د ځمکې پر مخ یې ټول علوم زده کړي او نور زده کړې ته اړتیا نه لري.
دا ډول فکر درلودل د دې سبب کېږي چې د انسان پر مخ نور د زده کړې لارې بندې شي او نور په ځان کې د زده کړې لپاره احتیاج احساس نه کړي؛ په داسې حال کې زده کړه یوه جاري او روانه پدېده ده او هېڅکله د انسان لپاره کومه ورستۍ پوله نه لري.
دوهمه ډله هغه خلک دي چې چې سم یې زده وي؛ خو نورو ته یې د ښودلو له لارو چارو سره بلدتیا نه لري او که یې لري هم، خپل د ځان غوښتنې او دروغجن غرور یې اجازه نه ورکوي چې خپلې علمې لاسته راوړنې د نورو په اختیار کې ورکړي.
په انساني ټولنه کې د خلکو ترمنځ د اړیکو او ګډ عمل له لارې، انسان په زده کړه او تدریس کې له ستونزو سره مخ کیږي او که دا ستونزې حل نه شي، نو په تعلیمي ټولنه کې به یې یو ناخوښ شیوه رامنځته شي.
حل لاره یې څه ده؟
حل لاره یې د دروغجن غرور څخه لرې والی، په زده کړه کې او نورو ته یې په ښودلو کې سخاوتمندي ده؛ هغه څه چې سقرات ورته ( رښتینی فضیلت )وایي.
له بل لوري پوهه= رښتینی فضیلت په زده کړه کې بخل او نه سپمول، چې زموږ په علمي لاسته راوړنو کې نشته؛ نورو ته په ښودلو کې دي.
هغه انسان چې لږ پوهه ولري خو چاته یې په ښودلو کې له هغوی نه نه سپموي، له هغه انسان نه غوره دی چې پوهه یې زیاته وي خو نورو ته یې په ورښودلو بخیل وي یا نورو ته یې د ورښودلو په میتودونو کې پاتې راغلی وي.
زما له نظره دلته مهمه برخه په علمي ډگر کې روښانه فکر درلودل دي؛ که تعلیم او تربیه په قانوني اصلي شکل وشي، کولای شي په راتلونکې کې دیوه فرهنگي او ټولشموله بدلون سبب شي.

























































