ژباړه: حامدبهیر
فیلسوف په خپلو اوږدو سپینو ویښتانو باندې لاس تېر کړ او پوښتنه یې وکړه:
ای شاعره! نېکمرغي څه ته وایي؟
شاعر وویل:
د یوه نوي خیال کشف هغه وخت چې په ناخبره توگه شاعر ته الهام وشي.
فیلسوف معنا لرونکې خندا وکړه او د دویم ځل لپاره یې په خپلو اوږدو ویښتانو لاس تېر کړ.
شاعر فیلسوف ته وکتل او ویې ویل:
ستاسو له لیده، نېکمرغي څه ته وایي؟
فیلسوف چې د همداسې پوښتنې په تمه وو، شېبه غلی وو او ویې ویل:
نېکمرغي د انساني نفس زېږنده ده چې د بد بختۍ په مقابل کې معنا پیدا کوي او انسان تر رواني آراموالي پورې رسوي.
لېوني چې د شاعر او فیلسوف بحث ته غوږ نېولی وو، په قهقهـ باندې وخندل او په بې پروایۍ باند يې خبرې پیل کړې:
د هغه څه په اړه چې بیخي نه شته او د انساني وهم څخه پیدا کېږي، خبرې کول خپله لېونتوب دی…
د فیلسوف او شاعر خبرې له حیرانتیا څخه بندې شوې؛ ځکه لېونۍ له هغوی نه ښه فلسفي او غوره شاعر وو او گوته په غاښ ورته پاتې شول.