0 °c
Kabul
6 ° سه شنبه
6 ° چهارشنبه
دوشنبه, دسمبر 8, 2025
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    هرات کې یو چکډېم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې یو چکډېم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    ننګرهار کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    ننګرهار کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي | پوهاوی‌نیوز

    «د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه»

    «د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه»

    هرات کې د وسپنې ویلې‌ کولو یوه فابریکه فعاله شوه | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې د وسپنې ویلې‌ کولو یوه فابریکه فعاله شوه | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې ۲۰ عمومي روغتونونه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې ۲۰ عمومي روغتونونه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

    د کابل یوه ورکه دروازه

    د کابل یوه ورکه دروازه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    هیڅ فلم چین نشي وېشلای: “د شې‌زَنګ کیسه د نورو نه ده”

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    مهال په ژبه کې | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌میډیا

    د ارغوان ادبي بهیر یوولسمه ناسته تر سره شوه

    د ارغوان ادبي بهیر یوولسمه ناسته تر سره شوه

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ژبه او سیاست

    ساده جملې به څه ډول لیکو؟

    ساده جملې به څه ډول لیکو؟

    د ارغوان ادبي بهیر لسمه ناسته ترسره شوه

    د ارغوان ادبي بهیر لسمه ناسته ترسره شوه

    ښکلې تېروتنه

    ښکلې تېروتنه

    د مخاطب پېژندل، د لیکوالۍ مهم رکن

    د مخاطب پېژندل، د لیکوالۍ مهم رکن

    لاسلو کراسنا هورکای؛ مضطرب او د «اخر الزماني» سبک مخکښ لیکوال  

    لاسلو کراسنا هورکای؛ مضطرب او د «اخر الزماني» سبک مخکښ لیکوال  

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    زموږ فکر او د خلکو غوښتنې

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    ذهني ډاډ | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌مېډیا

    د مور په عاطفه کې د خدای‌پېژندنې نښې

    د مور په عاطفه کې د خدای‌پېژندنې نښې

    د اېټالیا د دغو مشهورو ځایونو شهرت او جذابیت په څه کې دی؟

    د اېټالیا د دغو مشهورو ځایونو شهرت او جذابیت په څه کې دی؟

    بادرنګ له ډېرو ناروغیو څخه بدن خوندي ساتي

    بادرنګ له ډېرو ناروغیو څخه بدن خوندي ساتي

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    هرات کې یو چکډېم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې یو چکډېم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    ننګرهار کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    ننګرهار کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي | پوهاوی‌نیوز

    «د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه»

    «د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه»

    هرات کې د وسپنې ویلې‌ کولو یوه فابریکه فعاله شوه | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې د وسپنې ویلې‌ کولو یوه فابریکه فعاله شوه | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې ۲۰ عمومي روغتونونه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې ۲۰ عمومي روغتونونه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

    د کابل یوه ورکه دروازه

    د کابل یوه ورکه دروازه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    هیڅ فلم چین نشي وېشلای: “د شې‌زَنګ کیسه د نورو نه ده”

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    مهال په ژبه کې | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌میډیا

    د ارغوان ادبي بهیر یوولسمه ناسته تر سره شوه

    د ارغوان ادبي بهیر یوولسمه ناسته تر سره شوه

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ژبه او سیاست

    ساده جملې به څه ډول لیکو؟

    ساده جملې به څه ډول لیکو؟

    د ارغوان ادبي بهیر لسمه ناسته ترسره شوه

    د ارغوان ادبي بهیر لسمه ناسته ترسره شوه

    ښکلې تېروتنه

    ښکلې تېروتنه

    د مخاطب پېژندل، د لیکوالۍ مهم رکن

    د مخاطب پېژندل، د لیکوالۍ مهم رکن

    لاسلو کراسنا هورکای؛ مضطرب او د «اخر الزماني» سبک مخکښ لیکوال  

    لاسلو کراسنا هورکای؛ مضطرب او د «اخر الزماني» سبک مخکښ لیکوال  

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    زموږ فکر او د خلکو غوښتنې

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    ذهني ډاډ | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌مېډیا

    د مور په عاطفه کې د خدای‌پېژندنې نښې

    د مور په عاطفه کې د خدای‌پېژندنې نښې

    د اېټالیا د دغو مشهورو ځایونو شهرت او جذابیت په څه کې دی؟

    د اېټالیا د دغو مشهورو ځایونو شهرت او جذابیت په څه کې دی؟

    بادرنګ له ډېرو ناروغیو څخه بدن خوندي ساتي

    بادرنګ له ډېرو ناروغیو څخه بدن خوندي ساتي

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result
POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ادبیات

په پښتو معاصر شعر کې د استقلال انځور

POHAWAI Media by POHAWAI Media
دسمبر 2, 2024
in ادبیات, کره‌کتنه
1 0
0
په پښتو معاصر شعر کې د استقلال انځور
0
خپرول
97
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ازادي تر پاچاهیه لا تېری کا

چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي

                                                خوشحال بابا

ګل رحمن رحماني

لنډیز:

      د شلمې پېړۍ پیل د افغانستان لپاره ډېر پیغامونه او تحولات له ځان سره راوړل، هم په سیاسي او هم په فرهنګي او مطبوعاتي ډګر کې له ستونزو سربېره داسې پرمختګونه وشول چې پخوا یې ساری نه و. ددې تر څنګ شلمې پېړۍ ته د نولسمې پېړۍ د پای یو بل بد تاریخي میراث هم ورپاتې و چې د ډېورنډ کرښه وه، دا کرښه چې په ۱۸۸۳زېږدیز کال کې د افغانستان پر وجود را کښل شوې، پاچا امیر عبدالرحمن خان یې مکلف کړ چې د خپلې پاچاهۍ پر مهال هم د یوه لاسپوڅي(تحت الحمایه) حکومت د مشر په توګه د انګرایزانو متابعت وکړي او هم هڅه وکړي چې د خپلو خلکو ژبې تړلې پاتې شي او کوم وخت د استقلال غږ پورته نه کړي.

      پښتو شعر د خپل تاریخ په پړاوونو کې له ډېرو فکري لوړو ژورو را تېر شوی دی او کله چې دغه سندریز کاروان د شلمۍ پېړۍ لومړیو ته را رسېږي، نو له ګڼو زماني تجربو سره مخ کېږي، د رزمي ژبې سره بزمي رنګ هم اخلي چې دا تجربې او مشاهدې په نوي انداز په شعر کې ځان را څرګندوي، خو خپله شعر هم د یوې موثرې ټولنیزې وسیلې په توګه ځان ثابتوي او خپل ټولنیز نقش په ډېر موثریت سره لوبوي. د ژوند د بېلابېلو برخو انعکاس، ښکلاییزه رنګارنګي او د استقلال فکري محور یې تر ټولو غوره ځانګړتیاوې دي. په نولسمه پېړۍ کې  چې انګریزانو دویم یرغل وکړ او له ماتې سره مخ شول، نو د دوی د شرمېدلې ماتې بوږنوونکی تصویر او د افغان مبارزینو د بریاوو او شور د شعر په څپو کې هم ځان را څرګند کړ.

    ګڼو شاعرانو هڅه وکړه چې د خپلواکې د مبارزې له کاروان سره د خپل شعر نیلي هم ملګري کړي. ددې لپاره چې ملت ته فکري او شعوري بیداري ورکړل شي، په ۱۹۰۶ کال کې سراج الاخبار تاسیس شو، خو انګریزانو ورڅخه وېره حس کړه او د نشر مخه یې ونیوله، دا مهال د مشروطیت غورځنګ په نامه یوه فکري ګوند هم په ۱۹۰۹ کال کې تاسیس شو، خو کله چې ددې ګوند د فرهنګي او فکري فعالیتونو مخنیوی هم وشو، نو محمود طرزي په۱۹۱۱ کال کې د سراج الاخبار افغانیه په بیا خپرولو سره مبارزې ته ملا وتړله او ښکېلاک ضد پښتو شعرونه یې په کې خپاره کړل.

     له دې سره هم مهاله په ۱۹۱۰م کال کوزه پښتونخوا کې هم سید راحت زاخیلي له پېښوره د افغان جریدې په خپراوي پیل وکړ، ددې جریدې د خپرونو یوه برخه هم د ښکېلاک ضد او خپلواکۍ ستاینه شعرونه وو چې پښتو شعر ته یې د موضوع او مضمون له مخې نوې ساه وکړه او شعر د خپلواکۍ غوښتنې په یوه سپېڅلي ممبر بدل شو.

    له دې موضوعي رنګارنګۍ سره پښتو شعر هم خپل کلاسیک قالبونه مات کړ، له ولسي فورمونو راووت او خپلو لوستونکو ته یې په لره او بره پښتونخوا کې د استقلال پیغام ورساوه.  محمود طرزي د سراج الاخبار افغانيه په خپرولو سره فكري مبارزه پيل كړه په همدې اخبار كې علامه محمود طرزي د پښتو د ښكېلاك ضد او ويښوونكو شعرونو خپرول پيل كړل. ددې شعرونو خپرېدو انګریزان دومره  ووېرول او له لاسپوڅي واکمن امیرحبیب الله خان څخه یې وغوښتل چې ددې جریدې شعرونه د دوی له مزاج سره برابر نه دی او باید جریده بنده شي.

     په مقاله کې پورتني ټول موارد تر ځانګړو فرعي عنوانونو لاندې څېړل شوي دي، دا چې د خپلواکۍ د مبارزې له پیل سره شعر هم د مبارزې د توغ په توګه خپل نقش تر سره کړ، دغه شعرونه په سراج الاخبار او د کوزې پښتونخوا په افغان جریده کې خپرېدل، نو اړینه وه چې په مقاله کې د اماني دورې مطبوعاتي بهیر ته هم کتنه وشي، ورپسې بیا د شعرونو بېلګې را اخیستل شوي دي، په وروستۍ برخه کې ځینو هغو اوسنیو شاعرانو ته هم اشاره شوې چې یا یې د غازي امان الله خان موقف ستایلی یا یې د هغه د نیمګړو ارمانونو یادونه کړې، یا یې هم افغان ولسوالۍ ته په هر زمان کې د خپلواکۍ ښکلا او عظمت بیان کړی دی.

      سریزه

انسان خپلې خاورینې نړۍ ته خپلواک راغلی، خپلواکي یې  فطرت کې نغښتې، طبیعي حق یې دی او له دې حق سره  مینه لري ، دا مینه په هر ډول شرایطو او هر سن کې د انسان په وینه او روح کې غورځنګونه وهي، کله چې یې ژوند محدود او قید شي، نو بیا د خدای تعالی ددغه ورکړې الهي ډالۍ په قدر پوهېږي او دا  درک کوي چې خپلواکي په حقیقت کې د انساني ټولنې په کالبد کې نامريي روح او د خوشحال بابا خبره تر پاچاهي اوچت مقام دی.

     له خپلواکۍ څخه دفاع او ساتنه هم له انسانانو پرته د نورو ژوو ځانګړنه هم ده. هغه مرغۍ چې د انسان د قدم له ښکالو سره له وېرې لسګونه متره وړاندې تښتي، کله چې د خپلې خپلواکۍ له محدودیت سره مخامخ یا یې هم پر ځاله تېری وشي، نو له دې کمزورې مرغۍ هم تر ټولو سخته خوړونکي بلا جوړېږي او په ټول توان د ځان او ځالې دفاع کوي.

       د نړۍ بشري تاریخ پاڼې ګڼې دا ډول حماسي او حیرانوونکي داستانونه لري، د سلګونو پېړیو په بهیر کې د افغان ولس سرښندنې او د استقلال ساتنې او ګټنې په بیه د بې ساري قربانیو تاریخ هم له چا څخه پټ نه دی. دا خبرې ممکن له احساساتو څخه خالي وي که ووایم چې موږ د خپل استقلال ساتنې په موخه له مقدوني سکندر را نیولې تر  فرنګیانو او روسانو پورې سترو پوځي او سیاسي طاقتونو ته په مېړانه ماتې ورکړې، خپل ځان مو برباد کړی، خو د خپلواکۍ د عظمت سپکاوی او بربادي مو نه ده غوښتې.

     افغانانو له انګریزانو سره دری ځلې سختی جګړی کړی دی. له انګریزانو سره د افغانستان لومړۍ  جګړه د ۱۸۳۹ او ۱۸۴۲ کلونو ترمنځ وه؛ چی دا جګړه د غازي محمد اکبر خان په مشرۍ، د افغانانو په بریالیتوب سر پای  ته ورسېده. د افغان- انګلیس دویمه جګړه د ۱۸۷۸ او۱۸۸۰م کلونو ترمنځ وه چې بیا هم بریا د افغان مبارزینو په برخه شوه. درېیمه جګړه بیا د ۱۹۱۹ کال د مې په شپږمه پیل او د همدې کال د اګسټ میاشتې په ۱۹مه پای ته ورسېده چې دا نېټه د ۱۲۲۹ لمریز کال د زمري میاشتې له ۲۸مې نېټې سره برابره ده.(۵: ۵۶۴)

    د خپلواکۍ ساتنې او غوښتنې په مبارزو کې زموږ ادبیاتو هم پراخه ونډه اخیستې ده، ډېرو شاعرانو د هېواد خپلواکي خپله معشوقه ګرځولې او د خپلواکۍ روح ته یې خپل ملي هویت ویلی دی، د بابا هوتک ( ٤٤١-٧٤٠ هـ ق ) له حماسي سندرې را نیولې تر خوشحال بابا او بیا معاصرې دورې پورې هر شاعر د خپلواکۍ د بڼ ګلانو ته د خپل احساس اوبه ورکړې دي. د دوی تر څنګ زموږ ملي سندرو هم د انګریزي یرغل پر وړاندې خپل نقش په ډېر ښه ډول لوبولی دی او شعرونو یې د خپلواکۍ د بیراغ په څېر د مبارزینو حوصلې اوچتې ساتلې دي.(۶۷:۴)

   د غازي امان الله خان دوره که د افغانستان د خپلواکۍ لپاره یوه طلايي او تاریخي دوره ګڼل کېږي، نو د سیمې او نړۍ لپاره هم مهمه وه، د افغانانو په ژوند کې ورسره بېلابېل بدلونونه رامنځته شول، خلکو د خپلې خبرې د کولو جرئت پیدا کړ او د بیان ازادۍ نسبي زمینه مساعده شوه. ښايي دا د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته یوه نړیواله تجربه وي، خو افغانستان په کې خپل ځانګړی مقام  درلود، ځکه زموږ استقلال له انګریزانو څخه د نیول شوو هېوادونو د خپلواکۍ یو الهام و او تاریخ پوهان یې سرچینه افغانستان بولي.(۲۹۸:۶)

   ځوان پاچا غازي امان الله خان د خپل پلار له قتل وروسته واک ته ورسېد، خو واکمني یې د معمولي سیاستونو په څېر د انتقامي سیاست پر ځای پر ولسي سیاست ولاړه وه، ځکه خو خلکو په کې د فکر او بیان له اړخه د ارامۍ ساه واخیسته، ددغه ارامۍ په جریان کې مطبوعات رامنځته شول چې دولت ستایوونکي، نه بلکې تر ډېره ازاد او ولس پلوه مطبوعات وو او د خلکو له هیلو او غوښتنو سره سمې خپرونې یې درلودې.

    سراج الاخبارافغانیه جریده ددغه هیلو د انعکاس تر ټولو رڼه هېنداره وه، ددې دورې مطبوعاتو له کمي او کیفي اړخه وده وکړه او دا وده د ډېرو روڼ اندو د توقع خلاف هم وه، ځکه یې له کومې استثناء پرته د غازي امان الله خان له دولت څخه د یوه ملي دولت په توګه پلوي وکړه، د هغه د فکر ملاتړ یې وکړ.(۲۸۷:۱)

   له استبداد څخه مشروطیت، اساسي قانون او لویې جرګې ته تګ هغه څه وو چې پخوا یې تمه نه کېده، په اساسي قانون کې هم د فکري ازادۍ او ټولنیزو فعالیتونو خبره شوې وه. تر شاوخوا پنځوسو نظام نامو پورې جوړېدل او تصویب ددې دورې د قانونیت یوه بله ستره نښه وه چې طبیعي ده ورسره فرهنګي، ادبي او اقتصادي پرمختګونو ته د لوړې کچې زمینه مساعده شوه.

کلیدي اصطلاحات: فکري استقلال، ښکېلاک،  امانیه دوره، مبارز شاعر، مطبوعاتي بهیر، ملي بیداري، هېواد پالنه او…

 د څېړنې روش: په دې مقاله کې د څېړنې له کتابتوني روش څخه ګټه اخیستل شوې ده، ځکه دا موضوع له ادبي اړخ تر څنګ تاریخي اړخ هم لري او نږدې ټول پړاوونه یې په کتابتون او کتابونو کې تر سره کېږي.

 د امانیه دورې د مطبوعاتو فکري تګلوری  

     د امانیه دورې یوه تر ټولو مهمه خپرونه د امان افغان اوونیزه وه چې لومړۍ ګڼه یې د ۱۲۹۸ لمریز کال د وري په اته ویشتمه نېټه خپره شوه. ددې جریدې لومړی مسوول مدیر استقلال غوښتونکی لیکوال، شاعر او عالم عبدالهادي داوي و چې د مشروطیت غوښتونکو د غورځنګ غړیتوب یې درلود.(۵۷:۸)

      ددې دورې څېړونکي په دې اند دي چې امان افغان د سراج الاخبار افغانیه دوام دی او ددې جریدې خپرنیزه کړنلاره یې تعقیبوله، ددې بل ثبوت دا دی چې لیکوال او چلوونکي یې هم د سراج الاخبار همکاران وو، تر ټولو مهم دا چې دوی له اماني دولت سره فکري یو والی درلود او د افغانستان د استقلال ساتنې ژوره مینه ورسره وه.

      د سراج الاخبار او امان افغان جریدو فکري تګلوری او لرلید یو و، په دومره توپیر چې د محمود طرزي سراج الافغانیه د هېواد د بشپړې خپلواکۍ اخیستلو، ملت او دین پالنې، استقلال او استعمار ماتونې وسیله وه او امان افغان بیا د استقلال ساتنې او پرمختګ ممبر و. یا په لنډ ډول((سراج الاخبار د خپلواکۍ اخیستو او امان افغان د خپلواکۍ ساتنې مسوولیت تر سره کړ)). پوهاند محمد کاظم اهنګ په سیر ژورنالیزم در افغانستان کې لیکلي چې د غازي امان الله خان د سلطنت پر مهال د لومړي ځل لپاره افغانستان کې ورځپاڼه لیکنه عامه شوه، د شلو شاوخوا کې خپرونې ایجاد شوې چې تر ټولو ښه ځانګړنه یې د ولایتي خپرونو رامنځته کېدل وو.(۲۱۵:۱)

      په ولایتي خپرونو کې د ننګرهار اتحاد مشرقي، د مزار شریف بیدار، د هرات اتفاق اسلام، د کندهار طلوع افغان، د پکتیا غازي او د بدخشان اصلاح ورځپاڼې یادولی شو. تر څنګ یې ګڼو وزارتونو هم خپلې خپرونې درلودې. دې خپرونو د خبري او سیاسي مطالبو تر څنګ یوه برخه د استقلال ساتنې ارزښت او د بېلابېلو قوانینو ابلاغ او پوهاوي ته ځانګړې کړې وه.(۲۸۵:۸)

   ددې دواړو جرېدو د نثري مطالبو تر څنګ وخت ناوخت ځینې شعرونه هم خپاره شوي چې پیغام یې سیاسي، سمبولیک او په یوه ډول له استقلال سره تړلی دی چې وخت ناوخت یې د انګریزي واکمنو احساسات هم پارولي او بندیزونه یې ورباندې وضع کړي دي. مثلا هلته د ((بندي بلبل)) ترکیب د یرغمل یا نیول شوي ملت لپاره یو سیمبول دی، د قفس ماتول او وتل خپله د مستقل ژوند تصویر وړاندې کوي.

   د همدې دورې له برکته په ۱۳۰۳ لمریز کال کې د مطبوعاتو قانون( نظامنامه) په اتلسو مادو کې تصویب شوه او له دې سره ازادو یا نا دولتي مطبوعاتو ته هم د فعالیت زمینه مساعده شوه. په دې قانون کې د رسنیو د فعالیت ساحه او رسنیز جرمونه تعریف شول، حدود یې وټاکل، په داسې حال کې چې زموږ ګاونډیو هېوادونو کې مطبوعات نه وو، یا که وو هم پر دولت یې د نقد توان نه درلود.(۵۱۳:۲)

مطبوعات او پر ادبیاتو یې اغېز

      څېړونکي که له یوې خوا امانیه دوره د مطبوعاتو له اړخه د افغانستان ځلانده دوره بولي او د سیاسي استقلال تر څنګ یې د ځوان نسل د فکري رغښت ښوونځی هم ګڼي، همداسې یې پر ادبیاتو د اغېز او ادبیاتو د غوړېدو په برخه کې هم د ادبي تجربو د اجتماعي کېدو لومړۍ هڅه ورته ویلی شو. په دې دوره کې د ژوند ځینې موضوعات د ځانګړو استعارو او سیمبولونو په توګه شعر او په همدې ډول نثر ته هم ننوتل.

      د سراج الاخبار افغانیه په ډېرو ګڼو کې  د خبري او سیاسي مطالبو تر څنګ ټولنیز او ادبي مطالب راغلي او د ګڼو په تداوم سره د ادبیاتو برخه په کې زیاته شوې ده، دلته مهمه خبره بیا هم د نظم او نثر د توازن په اړه ده. په شعر کې د استقلال او کله کله په نا مستقیم ډول دداسې مواردو یادونه کېږي چې د یوه ملت د استقلال لپاره ډېر مهم دي. مثلا محمود طرزي چې د افغانستان د استقلال یو فکري ځواک او د غازي امان الله خان ژبه او قلم دی،  د وسپنې، سکارو، ساینس، علم، پوهې، رېل پټلۍ، لویو لارو او… اهمیت په اړه ځانګړي شعرونه ویلي او سراج الاخبار کې خپاره کړي دي چې له یوه ملت سره د خپلواکۍ په مبارزه کې مهم وسایل ګڼل کېږي، یا په بل عبارت د خپلواکۍ اقتصادي ستنې جوړوي.(۷۷:۳)

   په دې اخبار کې لومړی داستاني تجربې هم خپرېږي چې محتوا یې بیا هم خپلواکي، له نړۍ سره سیالي او د خپلواکۍ پیغامونه دي. په دې ډله کې د سردار ایوب خان د زوی عبدالقادر لیکلی داستان( د عبرت تصویر) هم د یادونې وړ دی. په هر صورت شعر او نثر دواړه د خپلواکۍ پر ملي فکر را څرخېږي.

      دا بهیر ډېر ښه روان و، خو یو شمېر دولتي چارواکي بیا هم د برېتانوي هند له مشرانو سره په اړیکه کې وو، هیله یې دا وه چې د امان الله خان سلطنت پای ته ورسوي، ځکه یې ځینې مذهبي مشران هم ددې کار لپاره وګومارل. تر دې چې په ۱۹۲۹کال کې خپل ارمان ته ورسېدل، حبیب الله کلکاني یې واک ته ورساوه، نوموړی که څه هم د علم او فرهنګ ژوره تجربه نه درلوده، بیا هم د مطبوعاتو په زور پوهېده، همغه وو چې امان افغان یې په حبیب الاسلام بدل کړ او ۹ میاشتې یې له کلکاني څخه ملاتړي نشرات درلودل، خو د ولایاتو خپرونې بیا هم چاپېدې او د اماني دورې د اصلاحاتو ملاتړې او ارمانجنې وې.(۳۵۶:۱)

د سراج الاخبار پښتو شعرونه

        د سراج الاخبار له نوموتو او مبارزو شاعرانو څخه لومړی شاعر مولوي صالح محمد خان دی چې د ۱۹۱۴ کال د جون په ۵مه نېټه یې لومړی شعر خپور شو او د عبدالرحمن خان لودین یوه لنډه یادونه ورسره وه. دا چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې انګریزانو د ترکیې د نیولو شوق کړی و، دې کار افغان ملت سخت وپاروه او په دې پارونه کې د سراج الاخبار شعرونو رول درلود، ځکه انګریزانو له خپل لاسپوڅي امیر وغوښتل چې افغانستان بې طرفه پاتې شي.

      د ۱۲۹۴ لمریز د وري په ۲۶مه سراج الاخبار په خپله ګڼه کې بیا هم داسې یو شعر خپور کړ. نو انګریزان یې سخت غوسه کړل او د افغانستان په بې طرفۍ شکمن شول، په برېتانوي هند کې یې ددې ګڼې د خپرېدو مخنیوی وکړ او په بهرنیو چارو وزارت کې یې د  صوبه سرحد (خیبر پښتونخوا) کمېشنر ته ولیکل: (( د كابل د شاهي مدرسې يوه تن صالح محمد نومي په پښتو يو شعر ويلى چې خداى المان د برتانيې پر ضد پاڅولى، څرنگه چې شعر په پښتو دى، نو مطلب يې دا دى چې په صوبه سرحد كې هم نشر شي، نو په برتانوي هند كې د سراج الاخبار د اپريل د ۱۶گڼې د خپريدو مخه ونيسئ !)) (۵۹:۴)

    دوی پر دې بسنه ونه کړه او د انګریزانو د استخباراتو مشر ته یې هم راپور وکړ، د څارګرې ادارې مشر د هند وایسرا د افغانستان څانګې مشر ته په یوه احتجاجي او ټکوونکي لیک کې غوښتنه وکړه چې د سراج الاخبار تېره ژبه دې بنده کړي، په ځواب کې امیر ورته وايي چې د اخبار مدیر ته یې سپارښتنه کړې چې پاروونکي مطالب دې نه خپروي، محمود طرزي هم دا خبره ځکه منلې وه چې خپرنیز دوام یې دده د مرګ په بیه تمامېده، همدا لامل شو چې د استقلال غوښتونکو پښتو شعرونو د خپراوي لړۍ بنده شي.

د سراج الاخبار په نورو ګڼو کې ګڼ مخور عالمان د مبارزو شاعرانو په توګه را څرګند شول چې له شعرونه یې د یوه ملت د ازادۍ غوښتنې هېنداره وه. غلام محی الدین افغان، عبدالغني مستغني، عبدالهادي داوي پرېشان او مولوي صالح محمد کندهاري ددې مبارزې سرلاري وو.  ( ۱۰:۱۲۳)                      

         د ۱۲۹۴لمریز کال د تلې په اتلسمه ګڼه کې د غلام محی الدین افغان د راغلي شعر پیل داسې دی:

زړه زما ډک دی له مینې د وطن                                                                                                                                                                                                                           خپل وطن راته عزیز دی تر خپل تن

(۴۵:۴)

      په بېلابېلو ګڼو کې همداسې شعرونه خپاره شول، د هېوادنۍ مینې، استقلال او پر ځان بسیاینې له پیغامونو ډک وو، خو د همدې کال د ژمي ګڼو کې یې د اخبار پښتو برخه وتړله، د ۱۲۹۵كال په پسرلي كې يو ځل بيا د مولوي صالح محمد په شعرونو سراج الاخبار پښتو خپرونې پيل كړې، علامه طرزي يو ځل بيا په سراج الاخبار كې پښتو خپرونې ورو -ورو اوج ته ورسولې او يو ځل بيا يې د خپلې اصلي موخې په لور يون پيل كړ.

     د غلام محى الدين افغان وطني او ملي شعرونه يې پرله پسې پكې نشر كړل او پښتو خپرونو ته يې پراختيا وركړه، د همدې كال د دلوې د پنځمې په گڼه كې محمود طرزي او ملګرو یې عبدالهادي داوي انقلابي شعر( بندي بلبل) شعر خپور کړ چې د خپلواکۍ شعار هم وګرځېد، ۱۲۹۶د غبرګولي په دویمه نېټه یې د مولوي صالح محمد لخوا پښتو عالي ژباړه  هم خپره شوه.(۵۲:۴)

 سراج الاخبار کې پښتو شعرونه د ۱۹۱۸ل تر پایه خپرېدل چې د خپلواکۍ له پیغامونو  او رمزونو ډک وو. په دې اخبار کې د مطرح شوو شاعرانو لکه مولوي صالح محمد، غلام محی الدین افغان، عبدالعلي مستغني، عبدالهادي داوي، مولوي عبدالواسع کندهاري او نورو ادبي موقف  د ادب تاریخ په پړاوونو کې د روښانتیا پړاو اړوند دی چې د محتوایز اړخ یوه موضوع یې بغاوت او استقلال غوښتنه ده چې خپل پیغامونه یې په سمبولیکه ژبه رسولي دي. (۱۳۲:۹)

مولوي صالح محمد کندهاری په خپل شعر کې مسلمانان د انګریزانو پر وړاندې د ترکیې ملاتړ ته رابولي او د خپلې اویا بیتیزې منثوي په څو بیتونو کې وايي:

ته کره د زمکې ګوره

نظر وکړه زما وروره

دنیا ده پر شور راغلې

تورېدلې قهرېدلې

جرمن دی خدای ګومارلی

همت ګوره د ترکانو

د رومیانو، عثمانیانو

اې زما برادرانو

اې جمله مسلمانانو

ښه فرصت دی خدای راکړی

ښه موقع دی پیدا کړی

    د مولوي صالح محمد هوتک بل شعر چې د استقلال په برخه کې یې انقلاب راووست، د بندي بلبل شعري او هنري ژباړه وه چې په پښتو خپره شوه. لکه مخکې مو چې یادونه وکړه ددې شعر شاعر عبدالهادي داوي دی، دا چې دواړه شاعران د یوه فکر او یوې مبارزې ملګري دي، نو د شاعر او ژباړن تر منځ یې هم کوم توپیر نه شو کولی، مهم په کې همدغه استقلال غوښتونکی فکر دی.

               یو سحر زما تر غوږ شوله بلبله

په قفس کې یې ژړل دا یې ویله

چې بندي شوم د صیاد له سخته دله

ولې نه پوښتي څوک حال زما له یو بله

ولې نسته بې فغانه کاروبار زما

ولې حبس ابدي راغی په وار زما

کوم ظالم کړمه بندي خدای دې بندي کي

خدای دې ما غوندې اخته په جدايي کي

   په دې اوږده شعر کې سمبولیکه ژبه دومره پیاوړې او هنري کارول شوې چې په هر انسان کې د خپلواکۍ جذبات پارولی شي. وايي چې دا شعر له خپرېدو وروسته د خلکو خولو ته ولوېد، په ځانګړي ډول کندهار کې به د وطن د مینې او احساساتو سره حتی ښځو هم زمزمه کاوه. د شعر لهجه که څه هم کندهاري وه، خو دلته د یوه ملي ارمان عاطفي رنګ او خوند شعر ته ابدیت ورکړی، د غلامۍ پر وړاندې یو بوږنوونکی اعتراض دی، هم مظلوم خپل ځان درک کوي او هم ظالم ته د مظلوم په وینو  خپلې سرې منګولې څرګندېږي. د شعر حسن ختام او پیغام داسې دی:

سر مې بایلود په هوا د ازادۍ

شکر باسم سوم فدا د ازادۍ

ددې کاروان بل لاروی هم غلام محمد افغان دی چې شعرونه یې د وطن استقلال له مینې ډک دي، دی وايي چې هغه سر د پرې کولو دی چې د وطن فکر او اندېښنه ورسره نه وي.

زړه زما ډک دی له مینې د وطن

خپل وطن ماته عزیز دی تر خپل تن

چې د چا په سر سودا د وطن نه وي

سر دده ده مستحق د بریدن

که څه ډېر دي په جهان کې عزتونه

ډېر عزت دی په خدمت کې د وطن

مولوي عبدالعلي مستغني هم د وطن د ازادۍ نارې وهي، خو خبرې يې د تشو احساساتو پر ځای په عقل او منطق ولاړې دي، دی وايي چې رښتینی استقلال باید له پوهنې او حکمت څخه سرچینه واخلي:

چې د فکر باریکي نه لري وروره

څه په کار ده که لري باریکه ملا څوک

په حکمت سره د خپل ملت غمخور شه

بارې نه لري د بل ملت پروا څوک

که د خپل ملت په خپله غمخور نشې

هرګز نه کا په پردي مړي ژړا څوک

    دا چې پښتو شعر یوازې د شلمې پېړۍ په پیل یا په بل عبارت د ادب تاریخ د وېش له مخې په روښانتیا پړاو پورې نه محدودېږي، نو اړینه ده د ویښتیا او اوښتون د پړاوونو شعر کې هم د خپلواکۍ څرکونه وګورو. دا خپلواکي څه د داخلي استبدادي نظام او څه هم د انګریزي سیاست د پاتې شونو پر وړاندې بغاوت دی.(۱۱۸:۹)

    د ویښتیا پړاو شاعران چې د غازي امان الله خان له سلطنت وروسته د ورانیو او ویجاړیو او فکري بندښت په زمانه کې یې له شعر سره ښه  یارانه پاللې، د هېواد ازادي او د ملت فکري استقلال نه هېروي، د ګڼو هغو په شعرونو کې د استقلال تصویر وړاندې شوی دی. ددې پړاو د شاعرانو له ډلې مطرح شاعر قیام الدین خادم هم په خپل بڼ کې د ناز په خوب ویدو باغچې په ورو  ورو را ویښوي او وايي:

صحیح لاره به ښایم که وم وم که نه وم نه وم

رښتیا رښتیا به وایم که وم وم که نه وم نه وم

ازاد یم زېږېدلی بندګي کولی نه شم

بنده د خپل مولا یم که وم وم که نه وم

د ناز په خوب ویدې غنچې په ورو ورو ویښومه

خادم باد صبا یم که وم وم که نه وم نه وم

د ویښتیا بل سرلاری شاعر پوهاند عبدالشکور رشاد بیا له ازادۍ پرته ژوند هغه جسد بولي چې ساه په کې نه وي او حریت د هر ملت د بدن زړه بولي، د اروښاد رشاد د ژوند وروستي شعرونه هم د استقلال له ارمانونو او وطني مینې ډک دي چې د هغه وروستۍ ټولګه( د تودو وینو حمام افغانستان شو) یې ښه بېلګه ده.

د مجنون ژوندون به څه وي چې لیلا مري

څه په کار دی تش کالبوت چې زړه د چا مري

حریت د هر ملت د بدن زړه دی

که دا نه و، هم ملت مري هم بقا مري

    ګل پاچا الفت هم ددې پړاو د نظم او نثر د برخې هغه ریالېست او اور ژبی لیکوال دی چې هم یې شاعرانه عظمت پاللی او هم یې په ډېر رمز او راز پر واکمن انتقادونه کړي او د خپل انساني او افغاني ازاد فطرت تصویر یې په جرئت سره وړانډې کړی دی.

دی وايي:

تعبیر یې کړی ما په ظالمانو به چپه شي

چپه کاکل مې خوب کې د جانان لیدلی دی

زه پټې سترګې نه یمه په هر څه اوس پوهېږم

په خلاصو سترګو باندې ما جهان لیدلی دی

له دامه که دې خلاص کړم په قفس کې دې ایسار کړم

صیاده! ما خو سل رنګه زندان لیدلی دی

که هر یو رانه وژنې خیال او فکر مې مه وژنه

پدې کې مې وطن ته لوی تاوان لیدلی دی

یا:

هېڅ امید ترې مه کړه که څوک ځان د تا غلام ګڼي

ما غلامانه ذهنیتونه پېژندلي دي

نه یمه خاین په خیانت د نورو پوه یمه

پوهه که ګناه وي خلق ټول اوس پوهېدلي دي

     د اوښتون پړاو کې بیا نه یوازې چې په پښتو شعر کې د استقلال غوښتنې ژبه بدله شوې او بېلابېل رنګونه یې موندلي دي، د کوزې او برې پښتونخوا د شاعرانو په شعر کې یو ډول فکري تګلوری هم پیدا کېږي او وايي چې دا یوازې مستبد واکمنان او دیکتاتوران نه دي چې پر موږ واک چلوي، بلکې زموږ خپلې بې اتفاقۍ او ناپوهۍ هم زمینه ورته مساعده کړې ده. په کوزه پښتونخوا کې عبدالمالک فدا، سیدرسول رسا، اجمل خټک، غني خان، حمزه بابا، رحمت شاه سایل .. او په اوسمهال کې ګڼ نور شاعران د خپلواکۍ داعیه لوړه ساتي چې تر ډېره پورې اوس تر یوه پښتونستان او د پخواني انګریز په لاس د را کښل شوې ډېورنډ کرغېړنې کرښې پې وړاندې احتجاجي او ارماني رنګ لري. فضل محمود مخفي خپل قوم ته د خپلواکۍ پیغام رسولو کې وايي چې قوم باید په خپله ساه ژوندی وي، د بل په ساه ژوند نه کېږي.

لکه څوک د بل په ساه نه ژوندی کېږي

داسې قام نه د بل په دم تازه

که د تللي کاروان پل درنه غلط وي

خدای د پاره خپل قدم واخله تازه

     د کوزې پښتونخوا بل نوماند شاعر فضل احمد غر بیا ځان هغه اور بولي چې مشالونو ته رڼا ورکوي، خو دا هله امکان لري چې څوک پوکی ورکړي، دلته هدف د ملت یا ولس پټ ځواک ته اشاره ده او  د خپل قوم هغه خپلواکۍ خوښوونکي فطرت یادوي چې شته، خو د مبارزې او ارادې یوه پوکي ته اړتیا لري.

چې مشال ترې رنا اخلي هغه اور یم

په پوکو چې تازه کېږي هغه سکور یم

بیا به اور شم که پوکی راته چا راکړ

په دې څه که نن سور نه ښکارېږم تور یم

    په افغانستان کې ځوان شاعران  هر کال د زمري په اته ویشتمه د استقلال جشن کې نوي شعرونه، حماسې او ترانې وړاندې کوي چې د غازي امان الله خان، استقلال، ملکي ثریا او د هغه د فکر د ملګرو ستاینې ته ځانګړي شوي دي. ددې شعرونو ډېره برخه خپل افغاني غرور ته ځانګړې شوې وي، خو په ځينو ماتو چې ولې مو د غازي امان الله خان ارمانونه پوره نه کړل، هم اعتراف کوي.

په اوسنیو ژوندیو شاعرانو کې امان الله خان غازي ته د پیرمحمد کاروان او ملکې ثریا ته د عبدالهادي هادي لیکلي شعرونه د ډېرې ستاینې او یادونې وړ دي چې را وړل یې ددې مقالې حجم ته په پام سره مناسب نه دي. په دې لړ کې د امان الله سیلاب او ملنګ جان شعرونه له اوچتو پیغامونو ډک دی، سیلاب ته خو د ازادۍ غوښتنې قرباني شاعر هم ویل شوی دی.

مشروطیت غورځنګ او استقلال

   په افغانستان کې د مشروطیت غورځنګ هم د استقلال په معرکه کې ستر نقش درلود، دا چې غورځنګ په پیل کې د یوه ادبي انجمن یا ټولنې په بڼه فعالیت وکړ، نو په لیکنو کې یې د خپلواکۍ ډېر پیغامونه او مواد شته، نو اړینه ده چې په دې لیکنه کې ورته یو څه اشاره وشي. مشروطیت د عربي کلمې بڼه لري چې د مشروط له کلمې څخه اخیستل شوی دی. بېلابېل تعریفونه ورکړل شوي دي، په فرهنګ عمید کې په دې اړه راغلي دي: هغه حکومت چې د قانون پابند وي، ملي حکومت، هغه هېواد چې پارلمان ولري او د ملت استازي د پارلمان په چارو څارنه وکړي، یا هغه حکومت چې د اساسي قانون او پارلماني نظام پر بنسټ جوړ شوی وي. په افغانستان کې ددې غورځنګ بنسټ په ۱۹۰۶م کال په ډسمبر کې اېښودل شوی چې محمد سرور واصف، سید احمد لودین کندهاری او تاج محمد خان بلوڅ پغماني یې لومړي بنسټ اېښودوونکي دي. ( ۱۰: ۱۵۶)

   د وېښ زلمیانو تحریک په ۱۹۴۶م کال کې د لومړي ځل لپاره د یوې ادبي ټولنې په بڼه رامنځته شو، ستره موخه یې دا وه چې ملت ته د فکري او بیان ازادۍ زمینه مساعده کړي. غلام محی الدین زرملوال یې د جوړېدو لاملونه دوه ښوودلي دي:

اول: په هېواد کې ټولنیز او اداري فساد، اقتصادي ځوړتیا، ټولنیزه بې عدالتي…

دویم: د مشروطه غوښتونکو د قربانیو څخه درس او د هغوی د ارمانونو پوره کول چې دوی یې ځان ته پاتې میراث بولي، خو په ټوله کې دا تحریک د شاهي استبداد پر وړاندې غږ دی چې د قلم او ادبیاتو په ژبه را څرګند شو.(۱۰: ۱۷۸)

د استاد روهي په خبره د ویښ زلمیانو دوره د پښتو ادب د تاریخ په لحاظ د ویښتیا دورې اړونده چې شعر کې یې نوي مفاهیم ځای شول او ادبي ژانرونو پراختیا ومونده. په دې دوره کې هم پښتو شعرونه د ازادۍ غوښتنې پیغامونه لري چې ښه بېلګه یې د عبدالرووف بېنوا غلی انقلاب شعر دی چې یوه برخه یې دا ده:

نسیم ووې د ګل غوږ کې، شو بدل د یارانې رنګ

غلی شانته انقلاب دی، بدلوي د زمانې رنګ

ورسره نوي رنګونه- رنګارنګ تحولونه

کړي سمسور به راغ رغونه

نوی ساز نوی اواز دی، هم شو نوی د نغمې رنګ

غلی شانته انقلاب دی، بدلوي د زمانې رنګ

نوی دام نوی صیاد دی- نوی چل نوی بیداد دی

نوی اه نوی فریاد دی

هوښیاري صید لره بویه- بدل شوی د دانې رنګ

غلی شانته انقلاب دی- بدلوي د زمانې رنګ

    په افغانستان کې د مشروطیت غورځنګ لیکوال زلمی کرزی په خپل اثر کې لیکي چې د مشروطیت غورځنګ غړو په ډېرو کمو امکاناتو د خپلو غړو په کورونو، هټیو او نورو کارځایونو کې د ادب او فرهنګ تر نامه لاندې ناستې کولې او خپل اړوند مسایل به یې مطرح کول، دوی خپل رسمي نښان هم درلود چې د پوهنې وزارت په اوسنۍ رسمي نښان کې ترې استفاده شوې ده او د دوی ابتکار ګڼل کېږي.

پایله

      د افغانستان مدبر او په خپلواکۍ مین پاچا غازی امان الله خان د جګړې پلوی نه و، ده په عدم تشدد  او فکري مبارزه باور درلود، خو د خپلې تورې په اهمیت او ځای هم ډېر ښه پوهېده. ده له انګریزانو وغوښتل چې باید په سوله ییز ډول له افغانستان څخه ووځي او خپلواکي یې په رسمیت وپېژني، خو د انګریزانو انکار او سپین سترګې ددې سبب شوه چې ځوان پاچا د خپل ولس پر ملتیا وسله والې مبارزې ته اړ کړي او د توري په زور خپلواکي واخلي.  د ازادۍ غوښتنې دغه مبارزه د هېواد له درېیو حوزو کندهار، ننګرهار او پکتیا څخه پیل شوه، دغه سختو مبارزو د انګریزانو د واک څوکۍ ولړزوله او کله یې چې خپله پراخه مرګ ژوبله ولیده، نو د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ورکولو څخه پرته یې بله لار ونه لیده، همغه وو چې امان غازي خپل سپېڅلي ارمان ته ورسېد.

     له غازي امان الله خان سره ددغه عالي او ملي ارمان په پوره کېدو کې پښتو ژبو شاعرانو په ځانګړي ډول هغوی چې په سراج الاخبار کې یې پښتو شعرونه خپرېدل، پوره ونډه همکاري کوله، ددې تر څنګ د غازي تر واکمنۍ لاندې د محمود طرزي مطبوعاتي هڅو دغه شعرونه عام کړل، تر ولس یې ورسول او هغوی ته یې ددې شعور ورکړ چې باید د غازي ملا وتړي او د هېواد خپلواکي تضمین کړي.

     له شک پرته چې انګریزانو هم د افغان مبارزینو تر څنګ له مبارزو شاعرانو هم سخته وېره درلوده او دوی پوهېدل چې شعر هم د ولس بیدارۍ او د دوی پر ضد د افغانانو په درولو کې بې سارې ونډه لري، ځکه یې ورته د یوه ګواښ په سترګه کتل او ددغه جریدې د تړلو غوښتنه یې کوله.  که څه هم د امانیه دورې ځینې شعرونه شاعرانه خوند نه لري، خو کوم چې د استقلال او  مستقل فکر د پالنې په اړه ویل شوي، سمبولیکه ژبه لري او دې ژبې تر ډېره  شعریت هم ورکړی دی.

     د سراج الاخبار پر ادبي خپرونو اعتراض او بندېدل خپله ددې ثبوت و چې پښتو شعر د افغانستان په خپلواکۍ کې ډېر مهم رول درلود او واکمنان پوهېدل چې د استقلال له جذبو او پیغامونو  څخه ډک یو شعر د لسګونو او سلګونو  خبري اعلامیو او مطالبو څخه ډېر خطرناک دی، ځکه خو د پښتو معاصر شعر پیل د استقلال غوښتنې هنري ژبه درلوده او خپل ټولنیز نقش یې په ښه ډول تر سره کړی دی.

 کلي پایله

       په رسمي ډول له انګریزانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو تاریخ د شاه امان الله خان غازي له عزم، تدبیر او ((شملې)) سره تړلی دی چې د هغه په مدبرانه سیاست او په پیاوړې ولسي مبارزې هغه امپراتوري رانسکوره شوه چې په واکمنۍ کې به یې لمر نه ډوبېده. په مقاله کې هڅه شوې چې په پښتو معاصر شعر کې د خپلواکۍ هغه تصویرونه وړاندې شي چې د افغان ملت او ملي فکر پالونکو شاعرانو رنګونه په کې خواره دي.

    د یوه مستقل او تاریخي هېواد ظالمانه وېش له هغه پیله د افغانانو په زړه کې د انګرایزانو د مستقیم ښکېلاک پر وړاندې کرکه خپل اوج ته رسولې او د خپل واکمن له بې وسۍ او پردیتوب هم ښه خبر وو، د دوی د کرکې او نا خوښۍ ددغه خاموش سمندر په زړه کې د مبارزې، احتجاج او ملي قیام سترو موجونو هم خپل شور او غورځنګ ته لار جوړوله، خو تر څنګ یې په تورو او کتابونو کې د استقلال غوښتونکو ملي افکارو هم ژبنۍ جامې اغوستې.

   دلته ژوند له انګریز پلوه پاچا امیرعبدالرحمن خان سره وفا ونه کړه او د شلمې پېړۍ له پیل سره ومړ، واک یې لوستي، ځوان، خو ځان خوښي زوی امیرحبیب الله خان ته ورسېد، دا مهال د سیاسي او فکري فعالیتونو لپاره یو څخه زمینه مساعده شوه، مطبوعاتو او روڼ اندو ته د فعالیت او د بهرني ښکېلاک پر وړاندې د غږ اوچتولو فرصتونه ورکړل شول چې دغه غږونه په مطبوعاتو کې را څرګند شول او د ((استقلال)) عنصر په کې ډېر پیاوړی و.

   بله مهمه خبره دا ده چې د افغانستان د استقلال موضوع یوازې د افغانستان د سیاسي استقلال په برخه کې نه وه، بلکې په کور د ننه هم په بېلابېلو برخو کې سانسور او محدودیتونه لرې شول چې تر ټولو مهم یې په دولتي او نا دولتي مطبوعاتو کې د نشر یا بیان ازادي وه او تر څنګ یې د ښځو د حقونو په برخه کې هم ورکړل شوې ازادي د پاملرنې وړ ده چې رېښې یې د استقلال له چینې خړوبېدې.

    د ښځو د ازادۍ په برخه کې تر ټولو وړاندې د ښځو ځانګړې خپرونه (ارشاد النسوان) د یادونې وړ ده، خو تر څنګ یې د دوی لپاره د ځانګړو مدرسو او ښوونځیو ایجاد هم د استقلال وزرې پیاوړې کړې. لکه څرنګه چې محمود طرزی د سراج الاخبار او امان افغانیه خپرونو کې بارز نقش درلود، همداسې یې مېرمنې اسما طرزۍ هم د مېرمن روح افزا په ملتیا په دغه خپرونه کې د افغان مېرمنو روڼ تصویر وړاندې کړ. هم مهاله د چاپخونې رامنځته کېدل، د پوهنې لپاره د بېلابېلو تدریسي کتابونو چاپ هم هغه څه وو چې د خپلواکۍ روزنې او ځوان مبارز نسل د فکري بیدارۍ او رغښت په چاره کې یې نه هېرېدونکي نقش تر سره کړ. شمېرې ښيي چې د ۱۳۲۴ نه تر ۱۳۲۷ کال پورې شاوخوا ۷۰۰ زره ټوکه کتابونه په څلورلسو بېلابېلو چاپ خونو کې چاپ شول. په دې توګه دا ټولې هڅې د خپلواکۍ لپاره د ټولنیز فکر د چمتو والي او بیدارۍ سبب ګرځېدلي دي.

ماخذونه

۱-اهنګ، محمد کاظم.(۱۳۷۸لمریز). سیر ژورنالیزم در افغانستان. پېښور: میوند نشراتي مرکز.

۲- پوپلزايي، عزیزالدین وکیلي.(۱۳۹۷لمریز). مختصر تاریخ مطابع او جراید افغانستان. کابل: بهیر مطبعه.

۳-روهي، محمد صدیق. (۱۳۸۴لمریز). د پښتو ادبیاتو تاریخ/ دویم ټوک درېیم چاپ. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۴-رفیع، حبیب الله. (۱۳۸۶لمریز کال). پښتو اوسنی شعر. د معاصرو ادبیاتو درېیم نړیوال جشن. د مقاله ټولګه. کابل: ګوېته انسټیټیوټ.

۵-رحماني، ګل رحمن .(۱۳۹۴لمریز کال). د پښتو شعر اوسنی بهیر. کابل: د ملي تحریک فرهنګي څانګه.

۶- سوبولېف، لیونید نیکولایویچ.(۱۳۹۷لمریز). د افغان او انګرېز دویمه جګړه. د محمد طاهر کاڼي ژباړه. کابل: بهیر مطبعه.

۷-عطايي، محمد ابراهیم.(۱۳۸۲لمریز).د افغانستان معاصر تاریخ ته یوه کتنه. پېښور: انتشارات میوند.

۸-غبار، میر غلام محمد.(۱۳۴۶لمریز). افغانستان در مسیر تاریخ. کابل: موسسه کُتب.

۹-فرهادي، روان.(۱۳۷۹لمریز). خاطرات محمود طرزی. پېښور: انتشارات میوند.

۱۰-کرزی، ځلمی.(۱۳۹۳لمریز). په افغانستان کې د مشروطیت غورځنګ. جرمنی: ساحل صنعتي مطبعه.

۱۱- د افغانستان کالنۍ۴۵ – ۴۶ ګڼه، د ۱۳۵۸ کال د جدی له ۶ نېټې نه د ۱۳۵۹ تر حوت پورې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د نشراتو رياست.

پای

ټګونه: ادبیات او شاعريپښتو شعرد استقلال انځورشاعري
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    • Trending
    • Comments
    • وروستی
    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    نوومبر 7, 2024
    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    مې 21, 2025
    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    سپتمبر 20, 2024
    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    نوومبر 6, 2024
    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    0
    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    0
    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    0
    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    0
    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    نوومبر 30, 2025
    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    نوومبر 23, 2025
    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    نوومبر 13, 2025
    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    نوومبر 13, 2025

    وروستي خپاره شوي

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    نوومبر 30, 2025
    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    نوومبر 23, 2025

    پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
    زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist

    No Result
    View All Result
    •  
    • خبرونه
      • ابادي
      • اقلیمي بدلون
      • ورځنۍ پېښې
    • اسلام
      • لارښوونې
      • د عالمانو ویناوې
      • معلومات
    • سیاست
      • کالم
      • مرکه
      • تحلیل
    • ادبیات
      • ژبپوهنه
      • کتاب لنډیز
      • کره‌کتنه
      • لیکوالي
    • ژوند
      • ټېکنالوژي
      • روغتیا
      • سپورټ
      • بریالیتوب
    • اقتصاد
    • هنر او څېرې
    • د پوهاوي په اړه

    Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved