ژباړه: حامد بهیر
ویل کېږي چې سقراط به اکثره وخت د آتن د ښار د دروازې ترڅنگ ناست وو او د غریبې( دیوه ځای نوم دی ژباړن) خلکو ته به یې ښه راغلاست ویل.
یوه ورځ یو غریبه یي ورته راغئ او ویې ویل:
” زه غواړم ستاسو په ښار کې ژوند وکړم، دا ځای څه ډول خلک لري؟”
سقراط پوښتنه ترې وکړه:
” هلته چې ته پیداشوی یې څه ډول خلک اوسیږي”
سړي وویل:
” چنداني ښه خلک نه دي؛ دروغ وایي، دوکه او غلا کوي. له همدې امله مې هغه ځای پرېښود.”
سقراط ورته وویل:
” د دې ځای خلک هم همغه ډول دي. که چېرې زه ستا پرځای وی نو خپلې پلټنې ته مې ادامه ورکوله.”
څو ورځې وروسته یو بل سړی سقراط ته راغئ او د خلکو په اړه يې ترې پوښتنه وکړه.
سقراط بیا ورته وویل:
” ستاسو د خپل ښار خلک څه ډول دي؟”
سړي وویل:
” ډېر ښه دي، له ټولو سره مرسته کوي ریښتیني او د کار خلک دي. ما د دې لپاره خپل وطن پرېښود چې نوره نړۍ وگورم.”
سقراط ځواب ورکړ:
” دلته هم همداسي خلک اوسیږي. ولې دې ښار ته نه راځې؟ باوري اوسه دا ښار هماغه ځای دی چې ته یې تصور کوې!.”