ژباړه: محمدمصطفی سمون
یو سړي څلور زامن درلودل. هغه خپل زامن په نوبت د هغې ونې لوري ته واستول، چې د دوی له کور سره نېژدې وه.
لومړی یې په ژمې، دویم یې په پسرلي، درېیم یې په اوړي او څلورم یې په مني کې د هغه ونې لوري ته ور واستول.
بیا پلار ټول را وغوښتل او له هر یوه یې پوښتنه وکړه، چې څه مو لیدلي هغه راته ووایئ.
لومړي وویل: ونه غوسناکه، لوېدلې او تاو شوې وه.
دویم وویل: ونه د تازه څانګو ډکه او غوټۍ یې په غوړېدو وې.
درېیم وویل: ونه سرشاره، عطرینه، او له ګلانو ډکه وه، چې له داسې شېبې سره زه نه وم مخ شوی.
څلورم وویل: ونه بالغه، له مېوې او ژونده ډکه وه.
پلار وخندل، وې ويل ټول رښتیا وایئ؛ خو تاسو هر یوه په اصل کې د ونې د ژوند یو _ یو فصل لیدلی دی، تاسو نه شئ کولای، چې د یوې ونې یا انسان په اړه د یوه فصل پر بنسټ قضاوت وکړئ. هغه څه چې د دې ونې حاصل دی، هغه که خوند، شوق او که مینه ده. د ژوند اصلي اړخ یې یوازې په اخر کې را څرګندېږي، چې کله ټول فصلونه تللي او راغلي وي. که په ژمي کې تسلیم شئ. د غوړېدو هیله به پسرلی، د ښایستونو به اوړی او د مېوو به منی وي؛ نو پرېږدئ، چې درد او رنځ د یوه او بل فصل ښایست او خوشالي له منځه یوسي.
ژوند یوازې د فصلونو په ستونزو کې مه وینئ، په ستونزمنو لارو کې ودرېږئ؛ نو ښې شېبې به را ورسېږي.

























































