ژباړه: محمدمصطفی سمون
یو پښ سربېره پر دې چې په ناروغۍ او کړاوونو کې ګیر و، بیا یې هم له الله(ج) سره ډېره مینه وه.
یو ورځ د ده یوه ملګري چې په الله(ج) یې هېڅ باور نه درلود، له ده یې پوښتنه وکړه، چې الله(ج) تاته ناروغي او کړاوونه در په برخه کړي دي، څنګه کولای شې، چې له هغه سره مینه ولرې؟
پښ سر پورته کړ وې ویل: کله چې غواړم اوسپنیزه وسیله جوړه کړم؛ نو یوه ټوټه اوسپنه په انګار ږدم او بیا یې په سندان ټکوم، چې په زړه پورې راشي که په زړه پورې راغلې وه؛ نو وایم، چې ښه وسیله راغلې ده که ښه نه وي راغلې بیا یې لرې غورځوم. همدغه دلیل دی، چې تل د الله دربار ته لاس په دعا یم، چې ما هم د انګارو په کړاو کې وساتي او لرې مې ونه غورځوي.